افغانستان

سعودي عربستان: افغان محصلینو کلتوري نندارتون کې دويم مقام ګټلی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د سعودي عربستان د مدینې منورې په اسلامي پوهنتون کې په یوه کلتوري نندارتون کې افغان محصلینو دویم مقام ګټلی دی.

دغه نندارتون چې په کال کې یو ځلی برابرېږي افغان محصلینو د خپل کلتور په ننداري سره په۶۰ هېوادونو کې دویم مقام ګټلی دی.

د مدینې منورې اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو د ټولنې مشر شیخ وزیرګل وايي چې په دې پنځه ورځني نندراتون کې تاجکستان لومړی او افغانستان دویم مقام ګټلی دی.

د دوی په خبره له دې نندارتون څخه د سعودي چارواکو او د افغان سفارت غړو هم ننداره وکړه او د دوی هڅې يې وستایله.

په دې پوهنتون کې چې ۱۶۰ تنه افغان محصلین د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې په زده کړو بوخت دي، د دې مقام ګټلو په خاطر يې ۲۰ زره ریاله جایزه هم ګټلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x