
د پکتیا ویر…..
نوراحمد صدیقي
پسرلی ده دښنتې او د غرونو لمنې د غاټول په سرو ګلونو سرې وي او له هر لوري د مرغکیو زړه راښکونکی اوازونه پورته کیږي
خو د پکتیا دښتې د شملورو په وینو سرې دي، او له هر لوري د ژړا او واویلا اوزونه پورته کیږي، څوک د
وا زویه!
څوک د وا وروره!
څوک د وا ملګریه! … او … په سلګو کې اوازونه کوي
اوف هغې مورد یوازیني زوی د کټ بازو نیولی ژړا هر څه ترې تښتیدلي، خبرې نشي کولای صرف په رڼو سترګو ګوري
اوف هلته خویندې په کټ کې د پروت ورور نه را چار پیرې دې او په سرو سترګو ژاړي
اوف هغه چې لا واده نه وه لاسونه یی سره دي په نیکریزو نه د خپل خاوند په وینو یی لاسونه سره دي
اوف هلته ماشومان د خپل پلار جان لاره څاري خو پلار یې په کټ کې پورت ورته راوړل کیږي
اوف خدایه نن پکتیا کې په اتلسو کورونو کې د غم ټغر خور دی، له اتلسو۱۸ کورونو څخه د ژړا اوا زونه پورته کیږي
هغه ملا تړلي ځوانان مو د غره لمنې ته روان دي خو د میلې لپاره نه بلکې اتلسو ۱۸ شملورته قبرونه باسي
اوف خدایه د کتیا غرونه په وینو سره دي
اوف خدایه نن د پکتیا شمله په وینو سره ده
اوف خدایه د خویندو میندو منګولې د شیدانو په وینو سرې دي
تیره ورځ د یرغلګرو بې پیلوټه اولوتکې اتلس۱۸ شملور شهیدان کړل
اوف نور د ژړا توان نلرم
متعال ربه! تاته په سلګو، ژړا او عاجزۍ د دعا لاس لپه کوم
متعال ربه! نور مو له هیواده د یرغل کرغیړنه لمن ټوله کړې
متعال ربه نور مو په هیواد کې اسلامي نظام قایم وګرځوې.