دیني، سیرت او تاریخ

فواتح السور (د قرآني سورتونو پرانيستونکي کلمې)، د هغو تقسيم او ځيني اعجازي اړخونه

ژباړونکی عبدالمالک همت

د قرآني سورتونو په پیل کي چي کوم الفاظ راغلي دي، هغو ته په اصطلاح کي ” فواتح السُّوَر“ وايي. که د دغو پرانیستونکو کلماتو پر نوعیت او حقیقت باندي غور وسي، نو ټول لس قسمه دي، په دې ډول:

۱. هغه سورتونه چي د الله تعالی په حمد او ثنا پیل سوی دی.

۲. هغه سورتونه چي په پیل کي يې د تهجي حروف (حروف مقطعه) راغلي دي.

۳. هغه چي پیل يې په حروف ندا سره سوی دی.

۴. هغه چي په جمله خبریه سره پیل سوي دي.

۵. هغه چي پیل يې په قسم سره سوی دی.

۶. هغه چي په پیل کي يې د شرط حروف(إذا) راغلي دي.

۷. هغه چي پیل يې په فعل امر سره سوی دی.

۸. هغه چي د استفهام په کوم حرف سره پیل سوی وی.

۹. هغه چي په پیل کي يې کومه ښېرا راغلې ده.

۱۰. هغه چي پیل يې د تعلیل په لام یا د تعجب په لام سوی وي.

اوس به د دې ټولو تفصیل بیان کړو:

۱.  هغه سورې چي پیل يې د لوی څښتن تعالی په نامه سره کيږی:

د هغو سورتونو چي پیل يې د الله تعالی په حمد او ثنا او تسبیح او تنزیه سره کيږي، شمېره (۱۴) ده: الفاتحه، الانعام، بنی اسرائیل، الکہف، الفرقان، سبا، فاطر، الحدید، الحشر، الصّف، الجمعه، التغابن، الملک، الاعلیٰ.

د دغو سورتونو په پیل کي دا ځانګړی حکمت په څرګنده توګه تر سترګو کيږي چي له هغو څخه په نیمی، یعني اوو سورتونو کي د الله تعالی د صفاتو ایجابي او اثباتي اړخ شتون لري. او په پاته اوو کي د لوی څښتن سلبی او تنزیهي صفتونه یاد سوي دي. لومړی ډول اووه سورتونه هغه دي چي د “الحمد لله” يا “تبارك” په الفاظو پیل کيږي او په هغو کي د الله صفات په مثبت انداز وړاندي سوي دي، داسی چي د الله سبحانه ذات د حمد او ثنا وړ او لایق دی. یا دا چي هغه سبحانه ډېر برکتناک دی.

(الف) په “الحمدلله” باندي پیل سوي سورې دادي:

1۔ الفاتحه : ﴿الحَمدُ لِلَّـهِ رَ‌بِّ العـٰلَمينَ )

2۔ الانعام: ﴿الحَمدُ لِلَّـهِ الَّذى خَلَقَ السَّمـٰوٰتِ وَالأَر‌ضَ… ﴾

3۔ الکہف: ﴿الحَمدُ لِلَّـهِ الَّذى أَنزَلَ عَلىٰ عَبدِهِ الكِت… ﴾

4۔ سبا: ﴿الحَمدُ لِلَّـهِ الَّذى لَهُ ما فِى السَّمـٰوٰتِ وَما فِى الأَر‌ضِ … ﴾

5۔ فاطر: ﴿الحَمدُ لِلَّـهِ فاطِرِ‌ السَّمـٰوٰتِ وَالأَر‌ضِ… ﴾

(ب) د  تبارك په لفظ دوه سورتونه پیل سوي دي:

1۔ الفرقان: ﴿تَبارَ‌كَ الَّذى نَزَّلَ الفُر‌قانَ عَلىٰ عَبدِهِ…﴾

2۔ الملک: ﴿تَبـٰرَ‌كَ الَّذى بِيَدِهِ المُلكُ … ﴾.

دوهم ډول اووه سورتونه چي په هغو کي د لوی څښتن د صفتونو سلبي او تنزیهي اړخ څرګند سوی دی، چي الله له هر عیب او نیګړتیا څخه پاک دی ، هغه د سُبْحٰن (مصدر) ، سَبَّحَ (ماضی)، یُسَبِّحُ (مضارع فعل) او سَبِّحْ (د امر له فعل) څخه پیل سوي دي:

1۔ د سُبْحٰن له لفظ څخه بنی اسرائیل یا الإسراء سوره پیل سوې ده: ﴿سُبحـٰنَ الَّذى أَسر‌ىٰ بِعَبدِهِ… ﴾

2۔ د سَبَّحَ (د ماضی له فعل) څخه درې سورې: الحدید، الحشر او الصّف پیل سوي دي. دغه درې سورې د ﴿سَبَّحَ لِلّٰهِ مَا فِي السَّمٰوٰتِ ﴾ په الفاظو پیل سوي دي.

3۔ د يُسَبِّحُ (د مضارع له فعل) څخه دوې سورې: الجمعه او التغابن پیل سوي دي. د ﴿يُسَبِّحُ لِلّٰهِ﴾ په الفاظو پیل سوي دي.

4۔ د سَبِّحْ (د امر په فعل) یوه سوره الاعلیٰ پیل سوې ده: ﴿سَبِّحِ اسمَ رَ‌بِّكَ الأَعلَى… ﴾

بیا د دغو سورتونو په الهامي ترتیب کي دا ځانګړی حکمت پروت دی چي لومړی د سُبحٰن لفظ استعمال سوی دی چي مصدر او اصلي شی دی، بیا د سَبَّحَ ماضي فعل راغلی دی، بیا د يُسَبِّحُ مضارع فعل او په پای کي د سَبِّحْ د امر فعل مستعمل سوی دی. ګواکي دغه ترتیب له هره اعتباره او هره جهته ، بلکي د زمان او مکان په هره شېبه او هره ګوښه کي د الهي صفاتو سلبي او تنزیهي اړخ ځلولی دی. دا د الهي کلام هغه اعجاز دی چي د هغه په وړاندي د انساني کلام فصاحت او بلاعت سر ورته ټيټ کړی دی.

۲. هغه سورتونه چي په پیل کي يې د تهجي حروف (حروف مقطعه) راغلي دي.

د کومو سورتونو په پیل کي چي د تهجي یا مقطعه حروف راغلی دی. نه ویشت دي او تفصیل يې په دې ډول دی:

هغه سورتونه چي په پیل کي یې حروف مقطعه راغلي دي دادي:

الم : البقرۃ، آل عمران، العنکبوت، الروم، لقمان، السجدة

المص: الاعراف

الر: یونس، ہود، یوسف، ابراہیم، الرعد، الحجر

طٰهٰ: طٰهٰ

طٰس: النمل

طسم: الشعراء، القصص

حم: المؤمن، حم السجدہ (فصلت)، الزخرف، الدخان، الجاثیه، الاحقاف

حم: عسق الشوریٰ

ق: ق

ن: القلم

ص: ص

یس: یس

كهيعص: مریم

په دې توګه د دغو (۲۹) سورتونو په پیل کي (۱۲) ډوله حروف مقطعه راغلي دي. او که په هغو کي تکرار سوي حروف بېل سي ، نو ټوله (۱۴) حروف مستعمل سوي دي، چي مجموعه يې داده: (نص حکیم قاطع له سر).

که پر دغو مقطعه حروفو او پر هغو سورتونو چي دغه حروف يې په سر کي راغلي دي په غور سره نظر واچول سي، نو دا خبره څرګندیږي چي هر سورت چي په پیل کي يې دغه حروف راغلي دي تر هغو وروسته د قرآن مجید یادونه هم سوې ده. لکه چي د بقرې سورې پیل په دې ډول سوی دی: ﴿الم  ذٰلِكَ الكِتـٰبُ لا رَ‌يبَ ۛ فيهِ… ﴾. دغه راز د آل عمران د سورې پيل په دې ډول سوی دی: ﴿الم  اللَّـهُ لا إِلـٰهَ إِلّا هُوَ الحَىُّ القَيّومُ  نَزَّلَ عَلَيكَ الكِتـٰبَ بِالحَقِّ… ﴾. د طه د سورې پیل په دې ډول سوی دی:﴿طه  ما أَنزَلنا عَلَيكَ القُر‌ءانَ لِتَشقىٰ ﴾.

تر دې مقطعه تورو وروسته د قرآن کریم یادونه دا ښيي چي دا قرآن مجید د دغو تورو په ملتیا جوړيږي. او دا توري ستاسی سره هم سته، خو تاسي چي دغه توري د خپلي جوړي کړي بېلګې سره یوځای کړئ، بیا هم د قرآن غوندي نمونه نه سئ راوړلای. او قرآن مجید چي په کوموسورتونو کي خپل غوندي د کوم سورت یا لسو سورتونو د وړاندي کولو کوم چیلنج ورکړی دی، هغه هماغه سورتونه دي چي پیل يې په مقطعه تورو سوی دی. یعني له بقرې سورې څخه نیولې تر سوره هود پوري.

۳. هغه سورې چي پیل يې په حروف ندا سره سوی دی.

د کومو سورتونو پیل چي د حرف ندا یا “أيّها” څخه سوی دی د هغو شمېره لس ده:

الف:  په ﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا ﴾ سره درې سورې پیل سوي دي.

1۔المائدۃ: ﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْۤا اَوْفُوْا بِالْعُقُوْدِ ﴾.

2۔ الحجرات: ﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تُقَدِّمُوْا بَيْنَ يَدَيِ اللّٰهِ وَ رَسُوْلِهٖ ﴾.

3۔ الممتحنه: ﴿ يٰۤاَيُّهَا الَّذِيْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّيْ وَ عَدُوَّكُمْ اَوْلِيَآءَ ﴾.

ب:  په ﴿ يٰۤاَيُّهَا النَّبِيُّ ﴾ سره هم درې سورې پیل سوي دي:

1۔ الاحزاب: ﴿ يٰۤاَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللّٰهَ وَ لَا تُطِعِ الْكٰفِرِيْنَ وَ الْمُنٰفِقِيْنَ﴾.

2۔الطّلاق: ﴿ يٰۤاَيُّهَا النَّبِيُّ اِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَآءَ ﴾.

3۔ التحریم: ﴿ يٰۤاَيُّهَا النَّبِيُّ لِمَ تُحَرِّمُ مَاۤ اَحَلَّ اللّٰهُ لَكَ﴾.

ج:  د﴿ يٰۤاَيُّهَا النَّاسُ ﴾په الفاظو سره دوې سورې پیل سوي دي:

1۔ النساء: ﴿ يٰۤاَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمُ الَّذِيْ خَلَقَكُمْ مِّنْ نَّفْسٍ وَّاحِدَةٍ ﴾.

2۔ الحج: ﴿ يٰۤاَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوْا رَبَّكُمْ ﴾.

د : د  المزمل د سورې پیل په ﴿ يٰۤاَيُّهَا الْمُزَّمِّلُۙ﴾ سره سوی دی.

ھ۔: د  المدثر د سورې پیل په ﴿يٰۤاَيُّهَا الْمُدَّثِّرُۙ﴾ سره سوی دی.

۴. هغه سورې چي په جمله خبریه سره پیل سوي دي.

د کومو سورو پیل چي په کومه خبریه جمله سره سوی دی(۲۳) دي:

1۔ الانفال: ﴿ يَسْـَٔلُوْنَكَ عَنِ الْاَنْفَالِ﴾

2۔ التوبه: ﴿ بَرَآءَةٌ مِّنَ اللّٰهِ ﴾

3۔ النحل: ﴿ اَتٰۤى اَمْرُ اللّٰهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْهُ۠﴾

4۔ الانبیاء: ﴿ اِقْتَرَبَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ ﴾

5۔ المؤمنون: ﴿ قَدْ اَفْلَحَ الْمُؤْمِنُوْنَۙ﴾

6۔ النور: ﴿ سُوْرَةٌ اَنْزَلْنٰهَا وَ فَرَضْنٰهَا ﴾

7۔ الزمر: ﴿ تَنْزِيْلُ الْكِتٰبِ ﴾

8۔ محمد: ﴿ اَلَّذِيْنَ كَفَرُوْا ﴾

9۔ الفتح: ﴿ اِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِيْنًاۙ﴾

10۔ القمر: ﴿ اِقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَ انْشَقَّ الْقَمَرُ﴾

11۔ الرحمٰن: ﴿ اَلرَّحْمٰنُۙ﴾

12۔ المجادلة: ﴿ قَدْ سَمِعَ اللّٰهُ قَوْلَ الَّتِيْ ﴾

13۔ الحاقة: ﴿ اَلْحَآقَّةُۙ﴾

14۔ المعارج: ﴿ سَاَلَ سَآئِلٌۢ بِعَذَابٍ وَّاقِعٍۙ﴾

15۔ نوح: ﴿ اِنَّاۤ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰى قَوْمِهٖۤ ﴾

16۔ القيامة: ﴿ لَاۤ اُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيٰمَةِۙ﴾

17۔ البلد: ﴿ لَاۤ اُقْسِمُ بِهٰذَا الْبَلَدِۙ﴾

18۔ عبس: ﴿ عَبَسَ وَ تَوَلّٰۤىۙ﴾

19۔ القدر: ﴿ اِنَّاۤ اَنْزَلْنٰهُ فِيْ لَيْلَةِ الْقَدْرِۚۖ﴾

20۔ البينة: ﴿ لَمْ يَكُنِ الَّذِيْنَ كَفَرُوْا مِنْ اَهْلِ الْكِتٰبِ ﴾

21۔ القارعة: ﴿ اَلْقَارِعَةُۙ﴾

22۔ التکاثر:﴿ اَلْهٰيكُمُ التَّكَاثُرُۙ﴾

23۔ الکوثر: ﴿ اِنَّاۤ اَعْطَيْنٰكَ الْكَوْثَرَ﴾

۵. هغه سورې چي پیل يې په قسم سره سوی دی.

د کومو سورتونو پیل چي په قسم سره سوی دی، شمېر يې (۱۵) دی:

1۔ الصافات: ﴿ وَ الصّٰٓفّٰتِ صَفًّاۙ﴾

2۔ الذاریات: ﴿ وَ الذّٰرِيٰتِ ذَرْوًاۙ﴾

3۔ الطور:﴿ وَ الطُّوْرِۙ﴾

4۔ النجم: ﴿ وَ النَّجْمِ اِذَا هَوٰى ۙ﴾

5۔ المرسلات:﴿ وَ الْمُرْسَلٰتِ عُرْفًاۙ﴾

6۔ النازعات: ﴿ وَ النّٰزِعٰتِ غَرْقًاۙ﴾

7۔ البروج: ﴿ وَ السَّمَآءِ ذَاتِ الْبُرُوْجِۙ﴾

8۔ الطارق: ﴿ وَ السَّمَآءِ وَ الطَّارِقِۙ﴾

9۔ الفجر: ﴿ وَ الْفَجْرِۙ﴾

10۔ الشمس: ﴿ وَ الشَّمْسِ وَ ضُحٰىهَا﴾

11۔ اللیل: ﴿ وَ الَّيْلِ اِذَا يَغْشٰى ۙ﴾

12۔ الضحیٰ: ﴿ وَ الضُّحٰىۙ﴾

13۔ التین: ﴿ وَ التِّيْنِ وَ الزَّيْتُوْنِۙ﴾

14۔ العادیات: ﴿ وَ الْعٰدِيٰتِ ضَبْحًاۙ﴾

15۔ العصر: ﴿ وَ الْعَصْرِۙ﴾

۶. هغه سورې چي په پیل کي يې د شرط حروف(إذا) راغلي دي.

د شرط په حرف(إذا) سره پيلېدونکي سورې اووه دي:

1۔ الواقعه: ﴿ اِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُۙ﴾

2۔ المنافقون: ﴿ اِذَا جَآءَكَ الْمُنٰفِقُوْنَ ﴾

3۔ التکویر: ﴿ اِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ﴾

4۔ الانفطار: ﴿ اِذَا السَّمَآءُ انْفَطَرَتْۙ﴾

5۔ الانشقاق: ﴿ اِذَا السَّمَآءُ انْشَقَّتْۙ﴾

6۔ الزلزال: ﴿ اِذَا زُلْزِلَتِ الْاَرْضُ زِلْزَالَهَاۙ﴾

7۔ النصر: ﴿ اِذَا جَآءَ نَصْرُ اللّٰهِ وَ الْفَتْحُۙ﴾

۷. هغه سورې چي پیل يې په فعل امر سره سوی دی.

کومي سورې چي د امر په فعل سره پیل سوي دي (۶) دي:

1۔ الجن: ﴿ قُلْ اُوْحِيَ ﴾

2۔ العلق: ﴿ اِقْرَاْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِيْ خَلَقَۚ﴾

3۔ الکافرون: ﴿ قُلْ يٰۤاَيُّهَا الْكٰفِرُوْنَۙ﴾

4۔ الاخلاص: ﴿ قُلْ هُوَ اللّٰهُ اَحَدٌۚ﴾

5۔ الفلق: ﴿ قُلْ اَعُوْذُ بِرَبِّ الْفَلَقِۙ﴾

6۔ الناس: ﴿ قُلْ اَعُوْذُ بِرَبِّ النَّاسِۙ﴾

۸. هغه سورې چي د استفهام په کوم حرف سره پیل سوی وی.

په حرف استفهام (سوالیه حروفو) سره پيلېدونکي سورې هم (۶) دي:

1۔ الدهر: ﴿ هَلْ اَتٰى عَلَى الْاِنْسَانِ ﴾

2۔ النبا: ﴿ عَمَّ يَتَسَآءَلُوْنَ۠ۚ﴾

3۔ الغاشية: ﴿ هَلْ اَتٰيكَ حَدِيْثُ الْغَاشِيَة﴾

4۔ الانشراح: ﴿ اَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَۙ﴾

5۔ الفيل: ﴿ اَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِاَصْحٰبِ الْفِيْلِ﴾

6۔ الماعون: ﴿ اَرَءَيْتَ الَّذِيْ يُكَذِّبُ بِالدِّيْنِ﴾

۹. هغه چي په پیل کي يې کومه ښېرا راغلې ده

د دغسي سورتونو شمېره (3) ده :

1۔ المطفّفین: ﴿ وَيْلٌ لِّلْمُطَفِّفِيْنَۙ﴾

2۔ الہمزہ: ﴿ وَيْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةِۙ﴾

3۔ اللہب: ﴿ تَبَّتْ يَدَاۤ اَبِيْ لَهَبٍ وَّ تَبَّ﴾

۱۰. هغه سوره چي پیل يې د تعلیل په لام یا د تعجب په لام سوی وي.

دا د قریش سوره ده چي په ﴿ لِاِيْلٰفِ قُرَيْشٍ﴾ سره پيل سوې ده.

لنډه دا چي: د قرآن کريم ټولي سورې چي شمېره يې (۱۱۴) ده د خپلو پیلیزو (افتتاحي) کلمو (فواتح السور) په اعتبار پر لسو قسمونو يا ډولونو باندي وېشلي سوي دي. البته د قرآني سورو په دغه وېش کي څه ترمیم هم ممکن دی. مثلاً د دعا په الفاظو پیلېدونکي سورې کېدای سي په هغو سورو کي وشمېرل سي چي په جمله خبریه سره پیل سوي دي. دغه راز هغه سورې چي د لوی څښتن په حمد وثنا پیل سوي دي کېدای سي د هغو سورو په جمله کي راسي چي په جمله خبریه سره پیل سوي دي. البته پرته له هغو سورو چي په ” سَبِّحْ“ یعني چي په فعل امر سره په پیلېدونکو سورو کي راځي. پر دې سربېره په ”سبحان“ سره پيلېدونکي سورې هم کېدای سي په فعل امر سره پیلېدونکو سورو او هم په جمله خبریه سره پیلېدونکو سورو کي راسي. پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x