نولسمه آنلاين فی البديهه مشاعره

ترتيب: مستور مجاهد

د تېرې جمعې د شپې ( آنلاين فی البديهه مشاعره ) چې د تکړه شاعر (عرفان الله عرفاني ) صاحب د فيس بوک پردېوال تر سره شوه په لاندې ترتيب يې کتلی شئ!
د معمول سره سم دادی مشاعره (د ښاغلي ذاهب وزير صاحب ) د شعر په مطلع پيلوو په همدې قافيه او رديف يې را پيل کړئ.

نن چې راغلم نا څاپي د يار په قبر
را زرغون وه سپېلني د يار په قبر
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هغه څوک چې يې په ژوند زغملی نه شو
او دې بېکل نه راځي د يار په قبر
هلال مهاجر

خوشحاليو رخصت وا خېست له زړګي نه
بس را پاته اسويلي د يار په قبر
عبدالرحمن محمود

سرمې ځار شه له همغه سپين بيرغه
چې وزرونه رپوي د يار په قبر
فدايي کاکا

له مودو پس عرفاني ورته راغلی
غم يې ورو ورو زنګوي د يار په قبر
عرفاني
نور څه نه وه تورې خاورې او جانان وه
سپين بيرغ او تور بابري د يار په قبر
لقمان عادل

سر ببر خواره زلفان ورته و لاړه
مړې مړې اوښکې تويوي د يار په قبر
رومان اعجاز

لکه ستوري د اسمان چې پرې را ټول وي
چا شيندلي وه غمي د يار په قبر
طارق خوګياڼی

چا په اوښکو د لېمو ابتر ابتر کړل
چا را واړول منګي د يار په قبر
فاتح سرګران

خپل زخمونه او دردونه رانه هېر شول
چې را تېر شومه زخمي د يار په قبر
جنتي ملنګ

زړه زما دی ډېر بې صبره نه صبرېږي
همېشه مې ورولي د يار په قبر
شعري دنيا

د فراق له سوي درده تړمې اوښکې
تويوم لکه غمي د يار په قبر
حميد اشنا

شم په په چغو په ژړا و ژړېدلم
چې پراته وه مات بنګړي د يار په قبر
عاکف مهاجر

زه ملګرو په ځولۍ کې ځينې راوړم
مه ځه! نه شې تا واني د يار په قبر
ميرزاخان زهيريار

انوارات پرې را ورېږي چې زلېږي
که شندلي چا غمي د يار په قبر
ژوندۍ مينه

د مجاز له ملکيته مې خارج کړه
را پېښ غم شو سرمدي د يار په قبر
عبدالرحمن محمود

دا يې ناوې دا يې مينه دا يې ژوند وه
دا بنګړي چې ماتوي د يار په قبر
منصور افغان

چې يادونه د جانان کله پياد کړي
په ژړا شي لېوني د يار په قبر
عجب ګل همت

دجانان پرمزار ښکلی قبرستان دی
نور پرې اوري قدرتي د يار په قبر
محمدالله سنګري

نن مې دومره وژړل په هديره کې
شول حواس مې لېوني د يار په قبر
خوږمن مهاجر

دا چې نن يې پر مزار خلک راټول دي
ښکاري شمعې بلوي د يار په قبر
عرفاني

له سهاره تر ماښامه ورته ژاړي
باسي باسي ځېګروي د يار په قبر
عزيزالله حيسني

يا الله ته مغفرت ورته نصيب کړې
څو چې وچ شي سپېلني د يار په قبر
قادري

اوس چې کله ځي سنګرته نو تنها وي
اوښکې ځکه تويوي د يار په قبر
منيب فاتح

دا پر سر د زنګانه چې ورته ناست دی
بيا وړې سلګۍ وهي د يار په قبر
محمد يونس فرقاني

له مو دو مې هجرانونه په نصيب دي
ژړوي مې جدايي د يار په قبر
حمزه افغان

دا چې مينه يې عروج ته رسېدلې
ساه له غمه ورکوي د يار په قبر
شمس الحق لهيب

ياران مرګ ته ورلېږي زمونږه خلک
بيا ځانونه ژړوي د يار په قبر
عبدالماک ستانکزی

هغه ناسته مورکۍ څوک ده هدېره کې
دا چې اوښکې څڅوي د يار په قبر
عبدالحکيم عمر

زما زړه او سترګې دواړه په ژړا دي
سپينې اوښکې راشيندي د يار په قبر
حق پرست مجاهد

د ګل پاڼه بيابان ته سيلۍ وړې
اوکه پروت دی کوم غازي د يار په قبر
طارق خوګياڼی

د يارانو له لمنې يې لاس وخوت
ځکه ګرځي لېوني د يار په قبر
سيف الرحمن رحماني

څه د درد سوي آهونه يې کړل پورته
ها درمنه دعا کړي د يار په قبر
مهربان مجاهد

هېڅ يې زړه ته تېره نه وه چې به داسې
ماتوي د لاس بنګړي د يار په قبر
ملګری

د لونګو بوی خو هسې تش په نوم دی
راشه ګوره خوشبويي د يار په قبر
رفيع الله خيالي

په سرو سترګو يې سلګو کې راته و ويل
ځم شيندمه نن غمي د يار په قبر
دنګ منار

نن مې سوځي سر زړګی د يار په قبر
چې رپېږي دسمالګي د يار په قبر
عبدالحق عمر

ښکلې حورې ورته ناستې انتظار کې
سره ګلونه غوړوي د يار په قبر
مخلص افغان

بې اختياره مې رڼې اوښکې راتوی شوې
ډېر مې وکړل اسوېلي د يار په قبر
غزنوي

ټوله ورځ په هدېره کې تنها ګرځي
تيږې ګوره سموي د يار په قبر
ملګری

ځما اوښکې او باڼه سره په جنګ شول
ډېر يې توی کړلو غمي د يار په قبر
عنايت الله صديقي

سره غرمه کې يې يتيم سيوري ته ناست دی
شکر شنه شول څو نيالګي د يار په قبر
عبدالقدوس فاتح

د آهونو دا زېګروي در سره يوسه
ځې چې باد صبايي د يار په قبر
حيدري جان

تړمې اوښکې د تائب ګرېوان ته لاړې
سپين مشال چې غوړوي د يار په قبر
قاري توريالی تائب

اميد وار يې يمه ځکه ورته ناست يم
رحمتونه به راځي د يار په قبر
اتل

حوصله يې زما واخيسته ملګرو
چې مې جګ شول اسويلي د يار په قبر
اسير همت روحاني

تصلي وړي د زړه راله جانان دی
څوک به اوښکې ومني د يار په قبر
حامد حميدي

پښتنه پېغله ده ډکه له حياده
زکه نه کوي غورځي د يار په قبر
بدر زړګی

يوه پېغله پښتنه مې ولېدله
ماتول يې شنه بنګړي د يار په قبر
نيازی ستومان

له خوښۍ مې زړه ګوګل کې نه ځايږي
زېری کړم د آزادي ديار په قبر
کامران خپلواک

ماتې شناختې ته يې ناست څېرې ګرېوان دی
پټ پټ ژاړي صديقي د يار په قبر
حضرت الله صديقي

ګونډه بيا تر هدېرې په ځغاسته راغله
سره ګلونه بيا شيندي د يار په قبر
م صادق صديقي

په تېره چاړه به يو يو حلالُومه
دا خړسري اربکي د يار په قبر
عبدالنصير الکوزی

ارغوان او سره غاټول څومره ښه ښکاري
غوړولي دي سپرلي ديار په قبر
محمد ذاکر ياسيني

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د