افغانستان

حامد کرزی: د ملکي تلفاتو پېښې به ولسي غبرګونونه را وپاروي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیکا په ګومل کې د ملکي تلفاتو اړوند خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دا ډول پېښې به ولسي غبرګونونه را وپاروي.

حامد کرزی چې پخپل وخت کې د بهرنیانو د شپنیو عملیاتو کلک مخالف و، په خپره کړې خبرپاڼه کې ياده پېښه غندلې او دا ډول پېښې غیر مسوولانه بللې دي.

تېره پنجشنبه د پکتیکا د ګومل ولسوالۍ په بانځو سیمه کې د قومي مخورو یو موټر د امریکايي بې پیلوټه الوتکي هدف وګرځيد او ۱۸ تنه قومي مشران يې ځای پر ځای ووژل.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي چې دی ملکي وژنې غندي او په امریکايانو يې غږ کړی چې دا ډول پېښې به د دوی د نظامي حضور پر وړاندې خلک غبرګون ته اړ کړي.

ياده دې وي له امریکایانو سره د شوي تړون له مخې بهرنيو ځواکونو د هوايي بمبار حق نه درلود او دوی هم ژمنه کړې وه، چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به د جګړې لپاره افغان عسکر روزي، تمويلوي او مشورې به ورکوي خو پخپله به په جګړه مستقيمه برخه نه اخلي.

د سیاسي شنونکو په قول د ولسي کسانو وژل هم د افغانستان د داخلي قوانینو او هم د نړیوالو قوانینو له مخې یو نا روا او بشریت ضد عمل دی، که امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت ریښتیاهم په هیواد کې د ثبات او امن غوښتونکي وي باید په جدي ډول د دې بشري ضد جنایت مخنیوی وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x