fbpx
nokia lumia1020

نوكيا د 41 میګاپیکسله والا موبایل بازار ته وړاندي کوي

نن ټکی آسیا: په تیرو څو کلونو کي د موبایل مارکیټ ډیر توند دی، او هر شرکت کوشش کوي چي بازار ته داسي ټیکنالوژي لرونکی ګرځنده تلیفون وړاندي کړي چي نورو تر اوسه نه وي وړاندی کړی، او هر شرکت کوشش کوي چي نوی ابتکار وکړي، خصوصا په کیمرا باندي د هر شرکت زور وی، چي ډیر ښه انځور اخیستونکې والا کامرا په خپل موبایل کي ځای پر ځای کړي، تر دې حاله چي د نوکیا موبایل شرکت اوس د 41 میګا پیکسله والا موبایل مارکیټ وړاندي کوي.

د کتونکو په وینا نوکیا غواړي چي په دې سره خپل بایللی ځای بیرته تر لاسه کړي، او د سامسونګ او آپل سره مقابله وکړي.

باید وویل شي چي په دې ورستیو کي سامسونګ هم خپل ورستی ګالاکسي ایس ۴ موبایل مارکیټ ته وړاندی کړی وو، چي ۱۶ میګا پیکسله کامیرا یی درلودل.

نوکیا وایی چي په دې موبایل کي د انځور اخیستلو لپاره د زوم هم زیات امکان سته، او هم به یې انځورونه تر بلي هلي کامیرې او موبایل ډیر صفا وي.

د نوکیا دغه موبایل چي لومیا ۱۰۲۰ نومیږي، او ۴۱ میګا پیکسله کامیرا لري، په وینډوز ۸ چلیږي او په امریکا کي به د ۲۶ جولایي څخه په ۳۰۰ ډالره بازار ته وړاندي سي. او د هغه وروسته به د اوروپا او چین بازارو ته هم لاره ومومي.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د