
د ټاپي پروژې د پانګه اچونې هوکړه لیک لاسلیک شو
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د ټاپي پروژې د پانګه اچونې هوکړه لیک د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې لاسلیک شو.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کاږي چې دغه هوکړه لیک د د ټاپي پروژې د ګډونوالو هېوادونو د وزیرانو او د دې پروژې د چارو د ترسره کولو لپاره معلومې کمپنۍ تر منځ لاسلیک شو.
په دې مراسمو کې د ترکمنستان په مرکز کې د دې هېواد، افغانستان، پاکستان او هند د کانونو او پټرولیم وزارتونو وزیران برخه وال.
د پانګه اچونې دغه لومړی هوکړه لیک ۲۰۰ میلیونه ډالره ارزښت لري چې د دې پروژې لپاره د چاپیریال په اړه د سروې، تخنیکي مطالعې او لومړیو مرحلو لپاره د اولیه بودیجې حیثیت لري.
د ګازو دا د پايپلاین چې تر دېرشو کالو به له ترکمنستانه د افغانستان په لاره، پاکستان او هند ته ۳۳ میلیارده مکعبه ګاز لېږدوي، د هېواد د اقتصادي پياوړتیا لپاره مهم ګام بلل کېږي.
که څه هم د دې پروژې له پلي کېدو سره به ګڼو افغانانو ته کاري زمینه هم برابره شي، خو په افغانستان کې د امریکايي مرستو د څار اداره بیا وايي چې یوازې د دې پروژې د جوړولو په وخت د امنیتي تدابیرو لپاره ۱۳ زره عسکرو ته اړتیا ده.
ياده دې وي د دې پروژې د هوکړې لپاره د طالبانو له واکمنۍ راهیسې هڅې راونې وي، چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم پکې ګام واخیست او په اوس وخت کې يې رسمي هوکړه وشوه.