fbpx

پخوانيو چارواکو دولتي وسایل له ځانو سره ساتلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې حاکمو چارواکو لا هم دولتي وسايل له خپلو ځانو سره ساتلي دي.

د تېر حکومت هغه چارواکي چې په بېلابېلو څوکیو يې کار کړی د دندې له پای ته رسېدو سره يې د دولت له لوري ورکړل شوي امکانات هم له ځانو خوندي کړي دي.

له کابله خپرېدونکې «هشت صبح» ورځپاڼه کاږي چې د تېر حکومت له چارواکو سره د شاوخوا ۲،۳ ميليونه ډالره په ارزښت لسګونه عرادې موټر لا هم د دوی په واک کې دي.

د سرچينې په وينا ۴۵ عرادې موټر چې زرهی لنډ کروزر، زرهي نیسان، پراډو، هایلکس پيکپ، فورد پيکپ، صرفونه او کرولاوې، چې ۲۳ زرهي او نور غیر زرهي دي د پخوانيو چارواکو په لاسو کې دي.

له پورته شمېر نه یوازې اته عرادي زرهي او غیرزرهي موټر د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واک کې دي، د نوموړي مرستیالانو يونس قانوني او کريم خلیلي هم پنځه عرادې لنډ کروزر او لکسز له ځانو سره ساتلي دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند هم د دولتي وسایلو شخصي استعمال مني او وايي چې لا هم ګڼي دولتي وسایل د پخوانيو چارواکو له لوري شخصي استعمالېږي او د هغوی په واک کې دي.

ظفر هاشمي وايي چې دوی ځينو پخوانيو دولتي چارواکو ته د دوی د خونديتوب په خاطر دا وسایل ور پرېيښي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د