د راتلونکي اختر مبارکي، او یو شعر – د سمیع الدین افغاني له خوا
راتلونکی اختر مو مبارک شه
د نن ټکی اسيا د ښکلې پاڼې چلونکو او د قدر وړ لوستنکو، سلامونه اونيکې هيلې مې ومنئ ٠
درنو ،دوستانو ، ورنو او خويندو!
تاسوته او ستاسو درنې کورنيو، خواخوږو او عزيزانوته د راتلونکي اختر مبارکۍ وايم ٠
هيله مند يم چې د اختر شپې او ورځې د خپلو دوستانو او عزيزانو سره په خوښې سره تيرې کړئ
٠
د لوی خدای له درباره په وطن کې د يوې سراسري سولې هيله مند يم ، څو زموږ په هيواد کې نور ددې بدبختيو کمبله ټوله او يو ارامه او مطمئن ژوند زموږ د خلکو نصیب وګرځي ٠
امين ياربالعالمين
کوم اختر؟
دادځـــوانـانـــودخـــوښیو اختر
د پیغـــلو نجـــنو دټـــالیو اختر
دکـــــور او کــــــــــلـــي اخــــــتـــر
چــــــي لــوړ دودونـــــــــه لـــري
د ســــپـــوراو پــــــــــــــلی اخـــتر
ښـــه رواجـــــــــونــــــه لـــــــري
دا د خــــوښیــــواټــــنــــونو اختر
دا دخوشحاله ســـرودونواختر
دی دبیـوزلوکونډو رڼــــډواختر
د یتیـــمــــانو او بــربــنــــډو اختر
د غریبـــانو او خــــانــــــانو اختر
د مسلمـــانودینــــــــدارانو اختر
وي مبارک دې په تمـاموخلکو
وي برکــت دې په تمامو خلکو
ښه افغاني دود او رسمــونه لري
خدایګوچې ښکلي رواجونه لري
—————————–
سمیع الدین افغاني