«امريکايي پوځيان يو ځل بيا د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت ته ستانه شول»

نن ټکی اسیا (شنبه، وري۲۱مه ۱۳۹۵ل): ۲۰۱۴م په پای کې امريکايي چارواکو نړيوال ژورنالېستان د هلمند شوراب پوځي پنډ غالي ته وروغوښتل او موخه يې دا وه، چې د رسنيو له لارې نړيوالو ته وښيي، چې افغانستان کې د امريکايي او برتانوي سرتېرو نظامي ماموريت پای ته ورسېد.

د روانې اوونۍ په پيل کې امريکايي جنرالانو يو ځل بيا د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت هلمند ته ژورنالېستان وروغوښتل او د خپلو پوځيانو د پاتې کېدو او نظامي عملياتو د روان ساتلو خبر يې ورکړ.

واشنګټن پوسټ امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې د امريکايي پوځيانو له وتلو يو کال وروسته، پنټاګون د روان کال فبرورۍ کې پنځه سوه امريکايي سرتېري يو ځل بيا تر ټولو نا امنه او خونړي ولايت هلمند ته راولېږل. افغان امنيتي ځواکونه د هيلو په ترسره کولو کې پاتې راغلي، خپلې سيمې او پوستې يې طالبانو ته پرېښودې او امريکايي ځواکونه يو ځل بيا طالبانو سره د جګړو لپاره هلمند ته تللي دي.

هلمند کې د امريکايي ځواکونو يو افسر ټايلر بوټ واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې «موږ هره ورځ د دې لپاره له خپلو مرکزونو وځو، چې خپل دښمنان ووژنو.»

بوټ وايي، چې د امريکا په مشرۍ ايتلافي عسکر په دې لټه کې دي، چې د طالبانو پسرلني عملياتو په اړه څه وکړي، ځکه چې طالبان به له دې وروسته خپل نوي عمليات پيلوي او په دې اړه د امريکايي پوځيانو کړنلاره څرګنده نه ده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له افغانستانه د امريکايي پوځيانو د وېستلو لړۍ سسته کړې او سپينه ماڼۍ لا هم ټينګار کوي، چې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو شمېر دې راکم کړای شي.

واشنګټ پوسټ ورځپاڼې ليکلي، چې کابل کې د ايتلافي ځواکونو مرکزي دفتر د هغو سيمو په اړه جدي پرېکړې نه کوي، چې کومو سيمو کې د داعش ډلې فعاليتونه روان دي.

بارک اوباما اوس هم پر دې ټينګار کوي، چې د امريکايي ځواکونو د جګړو تر څنګ رسنۍ هم بايد د طالبانو او القاعده پر ضد خپل فعاليتونه پراخ کړي.

افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د همغږۍ مشر جنرال چارلس کليف لينډ وايي، چې د طالبانو واک او ځواک ورځ تربلې مخ پر زياتېدو دی او د مخالفينو ډلې يو بل سره نږدې کيږي او زموږ پر ضد په ګډه جګړې کوي.

د جنرال چارلس په وينا «موږ هم فکر کوو او دوی هم خپل فکر کوي. موږ وينو، چې طالبان د خپلو نوو پسرلني عملياتو پر مهال غواړي، چې د ولايتونو او ولسواليو مرکزونه ونيسي، مګر پوښتنه دا ده، چې موږ څه کړي او څه بايد وکړو.»

واشنګټن پوسټ ليکي، چې امريکايي جنرالان له بارک اوباما غوښتنه کوي، چې د افغانستان پاليسي په اړه له سره غور وکړي او مخکې له دې چې له سپينې ماڼۍ ووځي، بايد د افغانستان په اړه يو سالمه کړنلاره وټاکي.

افغانستان کې د امريکايي پوځيانو پخواني قوماندان جنرال جون ايف کمپل د خپل ماموريت په وروستيو وختونو کې ويلي و، چې د طالبانو پر ضد دې نظامي عمليات نور هم توند شي او له دې لارې دې د سولې خبرو ته تيار کړای شي، مګر پنټاګون د نوموړي غوښتنه رد کړې وه او ويلي يې و، چې دوی به د نوي ټاکل شوي قوماندان جنرال نيکلسون له لوري وړاندې شوې ستراتيژي له مخې د افغانستان په اړه خپله پرېکړه کوي.

افغانستان کې د امريکايي پوځيانو نوي قوماندان جنرال جون نيکلسون هم په خپلو تازه څرګندونو کې له ولسمشر اوباما غوښتي، چې د طالبانو بريدونو او چاودنې زياتې دي او دی بايد د امريکايي پوځيانو د ويستلو په اړه له سره فکر وکړي.

د واشنګټن پوسټ په وينا «د افغانستان په اړه پرېکړه کول ډېره ستونزمنه برېښي؛ ځکه چې سپينه ماڼۍ او پنټاګون د افغانستان جګړې په اړه په يوه خوله نه دي او دواړه په دې اړه څرګنده کړنلاره نه لري.»

امريکايي پوځي افسرانو هلمند کې د رسنيو استازو ته وويل، چې له ولايتونو د ايتلافي عسکرو وتل د اندېښنې وړ او په بېړه ترسره شوي دي.

د امريکا دفاع وزارت لوړپوړي افسر جنرال انډريو ايم روهلوننګ واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې «موږ بايد دې ته وګورو، چې افغان امنيتي ځواکونه د جګړې په ډګر کې طالبانو سره د مخاخ کېدو توان او روحيه لري او که نه. موږ بايد د افغان جنرالانو او قوماندانو روحيه وګورو، چې د جګړې تر ډګره په خپله ځي که نه، دوی خو ټول وسلې، مرمۍ او نظامي موټر لري، يوازې او يوازې د جګړه‌ييزې روحيې خبره ده، چې په دوی کې نه ليدل کيږي.»

د راپور ليکونو ټايم کريګ د خبر په پای کې ليکلي، چې د سپينې ماڼۍ او پنټاګونو له کړنو او پلانونو داسې ښکاري، چې د افغانستان جګړه به په ډېره سختۍ پای ته ورسيږي او يا دا، چې پای ته رسېدل يې ناشوني بريښي.