چارواکي: هلمند تر سخت ګواښ لاندې دی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): هلمند کې د جګړې له سختېدو سره د دې ولایت نظامي مسوولین وايي چې واک يې په لړزه کې دی.

د هلمند د پولیسو د ۵۰۵ بست زون قومندان عصمت الله دولتزی وايي چې د جګړې د شدت له امله يې له مرکزي حکومته د مرستې هیله کړې.

هغه وايي چې مرکزي حکومت يې غږ اورېدلی او ۱۰ الوتکې يې ورکړې دي.

نوموړي ونه ویل چې د طالبانو د نویو عملیاتو له پیل سره د کومو ولسوالیو د سقوط یقین او د مرکز د څو سلنې سقوط وېره شته، خو تر اوسه پورې طالبان د هلمند شاوخوا پنځه ولسوالۍ په واک کې لري.

هلمند، چې مرستیال والي، امنیه قومندان او د قول اردو عمومي قومندان يې څو ورځې وړاندې له دندو لرې کړل شول، تېره ورځ د ميدان وردګو والي حیات الله حیات د سرپرست په توګه ورغی.

ياده دې وي په هلمند کې د طالبانو وروستیو پرمختګونو د کورنیو پوځي مشرانو په ګډون بهرنیان هم اندېښمن کړي دي.

د طالبانو د ماتولو لپاره امریکایانو هم په دې ولایت کې خپل پوځي حضور پیاوړی او ښکاره يې د مخامخ جګړې اعلان وکړ.

په هلمند کې د جګړې عمومي مسوول عبدالجبار قهرمان افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې بې وسه بولي، نوموړی د امنیتي ځواکونو د ماتې اصلي علت د دوی تر منځ نه همغږي په ګوته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د