حقجو د ایسا د ادغام په اړه د ولسمشر طرحه رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): تېره چهارشنبه داسې خبرونه خپاره شول، چې ولسمشر د سوداګرۍ وزارت سره د ایسا ادارې د یو ځای کولو هوډ کړی دی.

د ولسمشر مرستیال وياند دواخان مينه پال هم د دې خبرونو پخلی وکړ او ويې ويل چې تر اوسه نهايي تصمیم نه دی نیول شوی خو ولسمشر دغسې طرحه وړاندې کړې ده.

نن د ایسا ادارې له لوري چې مشر يې د اجراییه رییس نږدې کس بلل کېږي د ولسمشر دغه طرحه رد او په ځواب کې يې خبرپاڼه خپره کړې ده.

د دې ادارې پر رسمي پاڼه خپره شوې خبرپاڼه کې د دې ادارې د لغوه کېدو په اړه اوازې بې بسنټه ګڼل شوې او سوداګرو ته د دې ادارې د فعالیت ډاډ ورکړل شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې د ایسا اداره په عادي ډول خپلې چارې پر مخ وړي، پانګوال سوداګر او متشبثین کولی شي چې د خپلو چارو لپاره دې ادارې ته مراجعه وکړي.

د ولسمشر د وياند بل مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا ایسا د پانګونې په برخه کې بې ظرفیته بللې وه او ويلي يې و چې د کمو جوازونو د صدور له امله پانګونې هم کمې شوې دي.

قربان حقجو چې له یادې ادارې يې تر سلو ډېر پښتانه کارکوونکي وشړل، تېره چهارشنبه هم د ولسمشر د مرستیال وياند د څرګندونو په غبرګون کې وويل چې د دې ادارې لغوه کېدل «تاوان» لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د