democracy1

شخصي ازادي

عبدالمالک روحاني

د ډیموکراسۍ تر ټولو مهمه ازادي(شخصي ازادي ده) چي د ډیموکراسۍ زړه بلل کیږي. شخصي ازادي ده چي اخلاقي ازادي هم بلل کیږي.

د شخصي ازادۍ معنی دا ده چي انسان د خپل شخص(ذات) په اړه مکمله ازادي لري چي هر څه ورباندي کوي بغیر له کوم قید او شرط څخه یې کوي. د ټولني عرفونه، رسم او رواج، اداب او اخلاقي قوانین باید له ژوند څخه د خوند د اخیستلو په لاره کي مانع ونه ګرځي. او فرد باید په دې کار کي د هر چا له تسلط څخه ازاد وي.

د دغه ډول ازادۍ مطالبه هم په غرب کي د کلیسا د طغیان او د خلکو په اجتماعي او اخلاقي ژوند باندي د شدید مراقب عکس العمل وو. لکه څنکه چي خلکو د دین، عقیدې، او عبادت په مجال کي د کلیسا تسلط ورختم کړ، همدا ډول یې د کلیسا اخلاقي څار او رقابت هم له منځه یوړو.

د فرانسې انقلاب دین له دولت څخه جلا کړ او د سیکولریزم نظریه یې ایجاد کړه او تر هغې وروسته یې د دین او د اخلاقو تر منځ هم بیلتون راویست. د اخلاقو په ښه والي او بد والي باندي حکم کول د دین صلاحیت نه، بلکي د شخصي ذوق او سلیقې کار وګڼل سو.

په دې معنی چي هر هغه څه چي فرد ته ښه ښکاري هماغه ښه اخلاق دي او څوک باید پرې د اعتراض حق ونه لري. د همدغي شخصي ازادۍ د فسلفې د منل کیدو له امله په غرب کي زنا، لواطت، سحاق، (ښځینه همجنس بازي) د نارینه د بل نارینه او دښځي د بلي ښځي سره واده کول د اخلاقو خلاف کارونه نه ګڼل کیږي او د غربي هیوادونو قوانین ورته اجازه ورکوي. دغه ټول کارونه د ډیموکراسۍ په فرهنګ کي تر هغه پوري جرم نه ګڼل کیږي، چي تر څو په اجباري شکل نه وي تر سره سوي. او که په اجباري شکل تر سره سي نو بیا هم له دې امله جرم نه ګڼل کیږي چي دغه کارونه حرام دي، بلکي له دې امله جرم ګڼل کیږي چي په اجباري شکل تر سره سوي دي.

دغه ډول شخصي ازادي نه یوازي دا چي په اسلام کي ځای نه لري، بلکي د نورو ادیانو او سلیم فطرت سره هم مخالفت لري. نو په همدې بناء ډیموکراسي د دغه ډول ازادۍ د لرلو له امله هم صریح کفر ګڼل کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د