ادبي لیکني

د عرفان مجلې د خپرونو لنډ تاریخ

علم ګل سحر

د افغانستان د خپلواکي له بیرته اخیستلو مخکې په افغانستان کې لومړنی ښوونځي د حبیبیې مکتب په نوم تآسیس شو چې ددې په څنګ کې بیت العلوم هم منځ ته راغی چې د مولوي عبدالرب له خوا رهبري کیده.

ددغه بیت العلوم له خوا چې وروسته د تالیف او ترجمې د ریاست او اوس د کتابونو د تالیف او تعلیمي نصاب د انکشاف د انستیوت په نامه نومول شوی د (معرف معارف) په نوم یوه نسبتآ وړه مجله چاپیدله. دغه مجله د میرزا محمد یفتلي د ورور امیر محمد خان مجوز او محمد حسین خان په زیار د ۱۲۹۸ کال له وري میاشتې څخه تر ۱۳۰۱ کاله پورې هره میاشت یو ځل په شپیتو مخونو کې د شهرارا له ماڼۍ څخه په پرله پسې ډول خپریدله.  معرف معارف مجله د دارالسطنه په سنګي مطبعه کې چاپیدله چې د خطاطي زیاتره چارې یې د منشي حیدرعلي خان احراري په غاړه وې.

سهیم قاریزاده د عرفان مجلې د ۱۳۹۰ کال د مرغومي میاشتې په ګڼه کې پخپله مقاله کې علامه قاري نیک محمد د معرف معارف مجلې بنسټ ایښودونکی بولي لیکي((نخستین مبتکر بااحساس مجله یی(معرف معارف) رادمردیکه بی ریا و تظاهر به فرهنګ کشورش خدمت کرده جناب علامه قاری نیک محمد عالم متبحر و قاری سبعه کشور بودند))

د معرف معارف مجلې پخپل وخت کې د افغانستان د ښوونې او روزنې د ودې او پرمختګ او د هیواد د لوڼو او زامنو د ذهنونو په روښآنوولو او روزنه کې د ستاینې وړ فعالیتونه ترسره کړي دي. په دې مجله کې به د وخت له غوښتنو سره سم علمي، ادبي او د پوهنې اړوند مسلکي مطالب خپریدل له دریو کلونو پرله پسې خپرونو وروسته د ځینو عواملو له امله د معرف معارف مجلې خپریدل و ځنډول شول.

د افغانستان له استقلال وروسته د افغانستان د ترقي غوښتونکي پاچا اعلیحضرت غازي امان الله خان په ابتکار د ټولنې په ټولو برخو کې چټک بدلونونه رامنځ ته شول. بیت العلوم د دارالتالیف ریاست ته لوړ کړای شو او د هغه وخت د پوهنې وزارت د دارالتالیف ریاست په چوکاټ کې (آیینه عرفان) مجله د پوهنې وزارت د خپرني ارګان په توګه منځ ته راغله، چې لومړنی چلوونکی یې ارواښاد هاشم شایق افندي و. آیینه عرفان مجلې د ښوونکو او زده کوونکو د پوهې د سطحې په لوړولو کې پخپل وخت کې نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي.

په آیینه عرفان مجله کې په زړه پورې علمي، ادبي، تاریخي، اجتماعي، اخلاقي او تربیوي مقالې خپریدلې.

آیینه عرفان مجله په ښکلې قطع او صحافت خپریدله د مجلې په لومړي مخ یو چوکاټ کښل شوی و په پورتنۍ برخه کې یې د پوهنې نشان او ښۍ خواته یې((مقالات وارده بریاست دارالتالیف امده پس نمیګردد)) او کیڼې خواته یې (( اداره حق و اصلاح و درج مقاله را دارااست)) لیکل شوي وو. له هغه وروسته د (مجموعه) کلیمه او لاندې یې(تاریخي، علمي، ادبي، اجتماعي، اخلاقي، تربیوي) جملې تر سترګو کیږي. له دې کرښو وروسته د مجلې نوم لیکل شوی او لاندې دا مطالب راغلي دي(باحث از مساعی علمی و انکشاف مدنی است که به همدستی هیئت تحریر به دارالتالیف وزارت معارف در هرماه یکبار نشر میشود) (محل اداره، کابل بستان سرای وزارت معارف، دارالتالیف)بیا د مجلې د خپریدو میاشت او کال لیکل شوي او ترې لاندې( دارالسلطنه کابل، مطبعه معارف وزارت معارف) لیکل شوي دي.

چې بیا وروسته په مختلفو نشراتي کلونو کې د مجلې په طرح کې ځینې بدلونونه راغلي دي. د مجلې د پشتۍ په څلورم مخ د آیینه عرفان مجلې ګډون بیه په دې ډول لیکل شوې ده:

په کابل کې کلنۍ بیه ۸ کابلۍ روپۍ د هغه په خارج کې کلنۍ بیه شپږ کلدارې روپۍ یا دوه روبله په هیواد کې د یوې ګڼې بیه ۳- ۴ روپۍ(۴۵ پیسې) او په شهر کې یوه ګڼه په یوه روپۍ د هغه له جنس(پستي محصول سره د پوهنې د زده کوونکو لپاره نیمه بیه د علم او قلم خاوندانو او د آیینې مرستندویانو ته وړیا ورکول کیدله. په کابل کې د ګډون بیه د پوهنې وزارت محاسبې په ولایاتو کې د دولت خزانې ته تحویلیدله او په بهر کې د دولت نماینده ګیو(سفارتونو) ته ورکول کیدله.

د یادولو وړ ده چې د ۱۳۰۷ کال په دوهمه نیمایي کې د درسي کتابونو په چاپولو کې د چاپخونې د زیاتې بوختیا او یو شمیر نورو ستونزو د اغتشاش او ګډوډیو له امله د آیینه عرفان مجلې خپرونې وځنډیدې. له دې څخه وروسته په ۱۳۰۹ کال کې د اعلیحضرت محمد نادرشاه له خوا د آیینه عرفان مجلې د بیا خپریدو په هکله فرمان صادر شو. خو د پوره بودجې او همکارانو د نه درلودلو له وجې په هغه کال خپره نه شوه. ددې مجلې د دویمې دورې لومړۍ ګڼه په ۱۳۱۰ لمریز کال د ارواښاد هاشم شایق افندي په زیار په ۲۴ مخونو کې له چاپه راووتله.

په ۱۳۱۱ کال کې آیینه عرفان مجلې لومړۍ ګڼه د یو څه بدلونونو په راوستلو سره په ښکلې قطع او صحافت له چاپه راووتله. د پشتۍ په لومړي مخ کې د یو چوکاټ په منځ کې د پوهنې د نشان دواړو خواوو ته د(مجموعه علمي وادبي) او لاندې د(مقاله وارده پس نمیګردد، اداره حق اصلاح و درج دارد) عبارتونه لیکل شوي وو. لاندې د مجلې نوم(آیینه عرفان) او وروسته (دوره نادري) لیکل شوي دي. د مجلې د پشتۍ د لومړي مخ په پای کې د(باحث از مساعی علمي و انکشافات مدنیت از ریاست دارالتالیف وزارت معارف ماهانه یکبار نشر میشود) جمله لیکل شوې ده. د پشتۍ دویم مخ سپین پاته شوی د مجلې د مضامینو نیولیک(فهرست) د پشتۍ په دریم مخ کې درج شوی او د پشتۍ په څلورم مخ کې د کتابونو، قلم، مشواڼۍ او د ځمکې د کرې له انځورونو او د مجلې د ګڼې او نیټې له زیاتوالي پرته نور کوم د یادونې وړ بدلونونه نه دي راغلي. او په راتلونکو ګڼو کې بیا نیولیکونه د پشتۍ په دویم مخ کې لیکل شوي دي. ددې کال لومړۍ ګڼه په ۴۸ مخونو کې خپره شوې ده.

د آیینه عرفان مجلې د ۱۳۱۳ لمریز کال د لومړۍ ګڼې په پشتۍ کې ځینې تغیرات راغلي دي. د یوه ښکلي چوکاټ په منځ کې د مجلې نوم او په پورتنۍ برخه کې(مجموعه ادبي وعلمي) او لاندې یې(دوره نادري) لیکل شوي دي. د پشتۍ د لومړي مخ په پای کې  (باحث از مساعی علمی و انکشاف مدنی است که به همدستی هیئت تحریر به دارالتالیف وزارت معارف در مرماه یکبار نشر میشود) او مطبعه عمومي عبارتونه کښل شوي دي. دغه ګڼه هم په ۴۸ مخونو کې له چاپه راوتلې ده. د پشتۍ په دویم مخ کې د پخوا په شان نیولیک په دریم مخ کې ځینې یادونې او د پشتۍ په څلورم مخ کې د انځورونو او د مجلې د ګڼې او نیټې په حذفولو سره د ګډون بیه داسې لیکل شوې ده: وجه اشتراک در مرکز(۹) افغاني، ولایات دوره های ګذشته ده افغاني درخارج (۴) کلدار. عنواني مراسله( وزارت معارف ریاست تعلیم وتربیه )هم لیکل شوي دي.

د ۱۳۱۴ لمریز کال په ګڼو کې د مجلې د پشتۍ دریم مخ سپین دی او په څلورم مخ کې د مجلې هیله او ځینې یادونې راغلې دي. د ۱۳۱۶ لمریز کال ترپایه د مجلې په قطع او صحافت کې کوم د یادونې وړ بدلون نه دی راغلی، زیاتې ګڼې په (۴۸) مخونو کې خپرې شوې دي یوازې د مجلې هیله او ځینې نورې یادونې کله کله د پشتۍ په دریم مخ کې لیکل شوې دي. ددې ټکي په یادولو سره چې په ۱۳۱۶ کال کې د مجلې د ځینو ګڼو د مخونو شمیر زیات شوی دی.

د آیینه عرفان مجلې د ۱۳۱۷ لمریز کال لومړۍ ګڼه هم په (۴۸) مخونو کې له چاپه راوتلې ده، د پشتۍ په لومړي مخ کې د مجلې نوم په دري او انګلیسي ژبو(آئینه عرفان) او (Aeenae Erfan)  لیکل شوی دی. د مجلې کال، ګڼه، نیټه، پته او ګډون بیه  د مجلې په لومړي مخ کې درج شوي دي.

د مجلې د نورو راتلونکو کلونو ګڼې هم په لږ بدلون سره په همدې قطع او صحافت خپرې شوې دي. ددې مجلې د (۱۳۱۷) کال د وري میاشتې په لومړۍ ګڼه کې د محمد عثمان خان پشتون په قلم لومړنی پشتو مطلب خپور شوی دی او په راتلونکو ګڼو کې په هره ګڼه کې پښتو مقالې راغلې دي.

په ۱۳۱۸ کال کې دارالتالیف د ښوونې او روزنې ریاست په نوم و نومول شو او برهان الدین خان کشککي یې د رئیس په توګه وګومارل شو. د ځینو لیکنو له مخې آیینه عرفان مجله له ۱۳۱۹ لمریز کال څخه تر ۱۳۲۲ لمریز کال پورې د ارواښاد برهان الدین کشککي په زیار خپریدله. خو ددې مجلې خپرونې د ۱۳۲۲ لمریز کال تر ۱۳۲۹ کال پوري د اداري او یو شمیر نورو ستونزو له مخې و ځنډیدې.

له دغه ځنډ وروسته دغه مجله د (عرفان) په نوم په ۱۳۲۹ کال کې د عبداللطیف اریان په مسوول مدیریت له چاپه راووتله او په دې توګه ددغې مجلې دریمه خپرنۍ دوره پیل شوه. موږ ددغې دورې د ۱۳۳۱ لمریز کال کلکسیون ترلاسه کړ. ددغه کال لومړۍ ګڼه په ښکلې قطع او صحافت په (۱۳۸) مخونو کې له چاپه راوتلې ده. د مجلې د پشتۍ په دویم مخ کې د مجلې نوم(عرفان) لا ندې د (مجله علمي، ادبي، اخلاقي، اجتماعی) جمله لیکل شوې ده. له دې وروسته د مجلې ګڼه، نیټه او پته لیکل شوې ده، چې د مجلې په سرصفحه کې هم د یو شعر په زیاتوالي سره تکرار شوې ده او د پشتۍ په څلورم مخ کې عکسونه هم چاپ شوي دي. په دغو کلونو کې پر ځینو ژورنالیستیکو او خبري رپوټونو سربیره په زړه پوري علمي، ادبي، ټولنیز، اخلاقي او روزنیز مطالب خپاره شوي دي.

له دې څخه په وروستو کلونو کې د عرفان مجلې په قطع او صحافت کې د یادونې وړ بدلون نه دی راغی د مجلې د مخونو په شمیر کې کله کله زیاتوالی او کموالی ترسترګو کیږي، خو مجلې خپله خپرنۍ کړنلاره تعقیب کړې ده.

په ۱۳۳۳ لمریز کال کې ارواښاد محمدحیدر ژوبل د عرفان مجلې د مسوول مدیر په توګه ګومارل شوی په دې دوره کې هم د مجلې په قطع او صحافت او د مضامینو په محتوا کې څه ناڅه بدلونونه رامنځ ته شوي دي. دمجلې په زیاترو ګڼو کې ادبي، علمي او فرهنګي مطالبو ته ځای ورکړل شوی دی.

په ۱۳۳۶ لمریز کال کې د مجلې د پشتۍ په لومړي مخ کې د امیر عبدالرحمن خان د مقبرې د تصویر په څنګ کې د مجلې نوم(عرفان) لاندې(ماهانه مصور) او د مجلې ګڼه او کال کښل شوي دي. د عرفان مجلې په سرمخ کې د عرفان تر نوم لاندې ماهانه مصور علمي، ادبي و اجتماعي د مسوول مدیر نوم، د مجلې پته، د مجلې سمبول، ګڼه او نیټه لیکل شوي دي.

په همدې کال کې د (پوهنه) په نوم په پښتو ژبه بله مجله هم خپره شوه. دلته لازمه ده چې د (پوهنه) مجلې د خپرونو په هکله خبرې وشي. (پوهنه) مجله د عرفان مجلې د پښتو خپرونې په توګه په ۱۳۳۶ کال کې په وړه او نږدې جیبي قطع د محمد حیدر ژوبل په مسوول مدیریت له چاپه راوتلې ده. ددې مجلې د دریمې ګڼې د پشتۍ په لومړي مخ د مجلې نوم(پوهنه) او لاندې(دری میاشتنۍ عرفان مجله) او په پای کې د مجلې پته، ګڼه او کال لیکل شوي دي.

د پشتۍ په څلورم مخ کې هم پورتني ټکي په دري ژبه لیکل شوي دي. د سرمخ په دویم مخ کې له نیولیک څخه وروسته د ګډون شرح کابل ۱۲ افغانۍ، ولایات ۱۴ افغانۍ ښوونکو او زده کوونکو ته نیمه بیه ذکر شوي دي.

په پوهنه مجله کې چې د عرفان مجلې د ادارې له خوا خپریدله په زړه پورې علمي، ادبي، ټولنیز، اخلاقي او روزنیز مطالب په پښتو ژبه خپاره شوي دي.

په ۱۳۳۷ لمریز کال کې په پوهنه مجله کې زیات بدلون راغی ددغه کال د میزان د ۲۲ نیټې ګڼه د عرفان او پوهنې د هدیه په نوم د میرنجم الدین انصاري تر نظر لاندې په ښکلې قطع او صحافت له چاپه راوتلې ده. دپشتۍ په لومړي مخ کې د ارګ تصویر ترمنځ په سر صفحه کې د مجلې نوم او پته کښل شوي دي او په دویم مخ کې د مجلې د مطالبو نیولیک راغلی دی. د یادولو وړ ده چې پورته ذکر شوې ګڼه د عرفان او پوهنې فوق العاده ګڼه ده خو ددې کال دریمه ګڼه په ۲۲ مخونو کې د میرنجم الدین انصاري تر پاملرنې لاندې د محمد اکبر روشنضمیر په اهتمام له چاپه راوتلې ده. د مجلې پشتۍ د ۱۳۳۶ کال په څیر ترتیب شوې ده د ۱۳۳۷ لمریز کال د جدي میاشت محمد اکبر روشنضمیر د مسوول مدیر په توګه وګومارل شو.

په ۱۳۳۹ کال کې د مجلې په خپرونو کې ځینې بدلونونه راغلل د مجلې د پشتۍ د لومړي مخ په پورتنۍ برخه کې د مجلې نشان لاندې یې (علمي ـ ادبي- تربیتي او اجتماعي) د پشتۍ په منځنۍ برخه کې د مجلې نوم(پوهنه) میاشتنۍ خپرونه د تاسیس کال(۱۳۳۶) د ټیلیفون نمبر(۲۰۸۰۹) د مجلې پته( د پوهنې وزارت- سنایي واټ) او د مجلې ګڼه او کال لیکل شوي دي.

د پوهنه مجلې زیاتره برخه ښوونیزو- روزنیزو ادبي او ټولنیزو تاریخي مضامینو ته وقف شوې ده. د نورو وروستیو کلونو په ګڼو کې کله کله د پشتۍ په طرحه کې بدلون او په مطالبو کې زیاتوالی راغلی دی.

مجلې د ښوونیزو او روزنیزو مطالبو د خپرولو ترڅنګ پښتو ژبې او ادب ته هم زیات خدمت کړی دی. د پوهنه مجلې په بیلابیلو ګڼو کې د پښتو کلاسیک او معاصر ادبیات معرفي شوي دي.

په ۱۳۴۲ کال کې غلام محی الدین شیوا د عرفان مجلې د مسوول مدیر په توګه ټاکل شوی خو د پوهنې مجلې په ګڼو کې یې نوم نه دی لیکل شوی. د ۱۳۴۳ کال وروستۍ ګڼې د سمیع مدهوش تر کتنې لاندې خپرې شوې چې مرستیال یې شمس الدین بارکزی دی.

په دې کلونو کې د (پوهنه) مجلې په قطع او صحافت او د مطالبو په کمیت او کیفیت کې ځینې بدلونونه راغلي دي. د پوهنې مجلې د ۱۳۴۴ کال موجودې ګڼې د مستقلو کتابونو په شکل په دری ټوکو کې خپرې شوې دي د مجلې پنځمه، شپږمه او اوومه ګڼه د((ښوونې روزنې حیاتي اساسات دوهمه برخه)) په نوم د کتاب په ډول چاپ شوې، مسوول مدیر یې عبدالروف قتیل خوږیاڼی، مهتمم اسدالله لودین او پښتو کوونکی شمس الدین بارکزی ښودل شوي دي.

د پوهنې مجلې اتمه او نهمه ګڼه ((د افغانستان د بین المللي روابطو تاریخ لومړۍ برخه)) په نوم چاپ شوې. مسوول مدیر یې اسدالله ستومان مرستیال شمس الدین بارکزی او ژباړونکی سید اسدالله ستومان لیکل شوي دي.

همدارنګه لسمه، یوولسمه او دولسمه ګڼه په یوه ټوک کې ((د افغانستان د بین المللي روابطو تاریخ دوهمه برخه)) په نوم د سید اسدالله ستومان په مدیریت له چاپه راوتلې ده چې ژیاړونکی یې هم پخپله سید اسدالله ستومان ښودل شوی دی. چې فهرست یا نیولیک یې ددې کتاب د پوهنې مجلې د نیولیک په برخه کې راوړل شوی دی.

اوس بیرته د عرفان مجلې د خپرونو تاریخي سیر ته راګرځو. د عرفان مجلې د ۱۳۳۷ لمریز کال د اسد میاشتې څخه د قوس تر میاشتې پورې ګڼې د میر نجم الدین انصاري تر نظر لاندې خپرې شوې دي.

د ۱۳۳۷ کال په جدي میاشت کې محمد اکبر روشنضمیر د عرفان مجلې د مسوول مدیر په توګه ټاکل شوی . په دې دوره کې هم د پخوا په څیر عرفان مجلې خپله نشراتي کړنلاره د مجلې په قطع او صحافت کې د ځینو بدلونونو په راوستلو سره په ښه ډول تعقیب کړې ده او د ښوونیزو، روزنیزو، اجتماعي او ادبي مطالبو په څنګ کې تاریخي او خبري مطالبو ته ځای ورکړل شوی دی.

د ۱۳۴۲ لمریز کال له لومړیو وختونو څخه د ۱۳۴۶ کال تر جدي میاشتې پورې غلام محی الدین شیوا د عرفان مجلې د مسوول مدیر په توګه کار کاوه. په دې کلونو کې د عرفان مجلې په قطع او صحافت او مضامینو کې ځینې بدلونونه لیدل کیږي. له دې جملې څخه د ۱۳۴۴ کال په ګڼو کې د پشتي په لومړي مخ کې د(عرفان) تر نوم لاندې(( نشریه رسمي، اسنادی و تربیتی وزارت معارف)) عبارت او په پای کې د مجلې پته((شاه محمود غازي میدان)) او د مجلې د تاسیس کال د مجلې ګڼه او کال هم لیکل شوي دي. د مجلې مضامین هم د پخوا په نسبت کم شوي او زیاتره ښوونیزو روزنیزو مطالبو په څنګ کې خبري او وژورنالیستیکو مطالبو ته ځای ورکړل شوی او آن په ځینو ګڼو کې تر نورو مطالبو مهم عرفاني خبرونه یو په دوه زیات خپاره شوي دي. چې دا حالت د(۱۳۴۵) او (۱۳۴۶) کلونو په ګڼو کې هم دوام کوي او د مسلکي برخې پله تر بل هر وخت درنده پاته شوې ده.

د ۱۳۴۶ لمریز کال د دلوې او حوت ګڼې د عرفان مجلې د مرستیال زین الله منلي په زیار د پخوا په څیر خپرې شوې دي.

د ۱۳۴۷ کال په لومړیو وختونو کې عبدالرسول اسدي د عرفان مجلې د مسوول مدیر په حیث ګومارل کیږي. په مجله کې په ځینو خبري مطالبو سریبره تربیتي، علمي، ادبي، څیړنیزو او ټولنیزو مطالبو خپرولو ته هم زیاته پاملرنه شوې ده. د مجلې د پشتۍ په لومړیو مخونو کې د مجلې نوم((عرفان)) او نشریه علمي، تربیتي، ادبي، اسنادي په لیکلو برسیره د مجلې په ګڼه کې د ځینو خپرو شویو مقالو سرلیکونه هم لیکل شوي دي. او د مجلې په سر مخ کې په ذکر شویو مطالبو سربیره د مجلې سمبول، د مسوول مدیر نوم او د مجلې پته هم لیکل شوي دي. د مجلې نیولیک د سرصفحې په دویم مخ کې راغلی دی. دپشتۍ دریم مخ سپین او په څلورم مخ کې یې د مجلې نوم، د مسوول مدیر نوم او د مجلې پته په انګلیسي ژبه لیکل شوي دي.

په ۱۳۴۷، ۱۳۴۸ او ۱۳۴۹ کلونو کې د مجلې په طرح کې د ځینو بدلونونو په څنګ کې د هماغې ګڼې د مطالبو د لیکوالو نومونه هم د پشتي په لومړي مخ لیکل شوي دي.

په ۱۳۵۲ کال کې په مجله کې ځینې بدلونونه تر سترګو کیږي د مسلکي مقالو تر څنګ د ادبیاتو برخه هم ډیره شوې ده. په مجله کې زیاتره تبلیغاتي اړخ ته پاملرنه شوې ده او په مختلفو مناسبتونو د عرفان مجلې فوق العاده ګڼې خپرې شوې دي.

د ۱۳۵۵ لمریز کال د جوزا په لومړۍ نیټه د ښوونکي د ورځې په مناسبت د عرفان فوق العاده ګڼه د جریدې په شکل په اتو مخونو کې له چاپه راوتلې ده.

په ۱۳۵۷ کال کې د عرفان مجلې ۱-۳ ګڼه د مجلې د مرستیال سمیع الله ساپي په زیار له چاپه راوتلې ده. له دې څخه وروسته میرمن کبرا مظهري ملورو د عرفان مجلې د مسوول مدیرې په توګه ټاکل شوې ده.

له دې سره سره چې د ۱۳۵۷ او ۱۳۵۸ کلونو په ګڼو کې د سیاسي او تبلیغاتي مطالبو چاپولو ته زیاته توجه شوې ده خو مجلې بیا هم خپله خپرنۍ کړنلاره تعقیب کړې او د ښوونې او روزنې برخه یې له یاده نه ده ایستلې. په دې کلونو کې د عرفان مجلې په قطع او صحافت او د مضامینو په محتوا کې هم یو لړ بدلونونه تر سترګو کیږي.

په وروسته کلونو کې له ۱۳۵۹ څخه د ۱۳۶۱ کال تر لومړیو میاشتو پورې د مجلې په قطع او صحافت کې د بدلونونو په پام کې نیولو سره کیدای شي ووایو چې له دې سره سره چې مبتذلو او تقلیدي همدارنګه سیاسي او تبلیغاتي مطالبو د مجلې په خپرونو سیوری اچولی و خو بیا هم مجلې خپله خپرنۍ کړنلاره ساتلې او د تربیتي، علمي، ټولنیزو ، فلسفي، ادبي او تاریخي مقالو خپریدو ته پاملرنه شوې ده. تر ډیره حده د ژبو توازن هم په پام کې نیولی شوی دی.

د عرفان مجلې د ۱۳۶۱ کال پنځمه ګڼه د پویا فاریابي په مسوول مدیریت له چاپه راوتلې ده په دې او نورو وروستیو ګڼو کې زیات بدلونونه لیدلی شو. د مجلې د پشتۍ په لومړي مخ د نورو بدلونونو ترڅنګ د(مجله اموزی، پرورش وادبیات) عبارت لیکل شوی دی، د مجلې د مطالبو نیولیک د پشتۍ په دویم مخ او د مجلې د لیکنې هیات، ګډون بیه او په څلورم مخ کې د مجلې نوم او نور ذکر شوي عبارتونه په انګلیسي ژبه لیکل شوي دي.
ددغو کلونو په زیاترو ګڼو کې تر ټولو زیات ادبي څیړنې او لنډې کیسې خپرې شوې دي او آن کله کله خو ددغو او یو شمیر نورو تبلیغي، ترویجي او له روسانو څخه د کورکورانه تقلیدي مطالبو پله پر ښوونیزو – روزنیزو هغو درنه شوې ده، چې د شوروي اتحاد د ورته خپرونو اغیز پرې له ورایه بریښي.

د عرفان مجلې د ۱۳۶۵ کال لومړۍ ګڼه د ذبیح الله په مسوول مدیریت له چاپه راوتلې ده، له دې سره سره چې د مجلې په قطع او صحافت کې د کتنې وړ بدلون نه تر سترګو کیږي خو د تیر په پرتله په مجله کې د ښونیزو – روزنیزو مطالبو خپرولو ته پاملرنه شوې ده.

د عرفان مجلې د ۱۳۶۷ کال دولسمه ګڼه د سید یحی اسدي په زیار چې هغه وخت د مجلې مرستیال و، خپره شوې ده.

محمد قاسم هیله من په ۱۳۶۸ لمریز کال کې د عرفان مجلې د مسوول مدیر په توګه وټاکل شو او د مجلې د همدغه کال دویمه ګڼه د ښاغلي هیله من په مسوول مدیریت له چاپه راوتلې ده. په دغه دوره کې د مجلې په خپرونو کې ډیر بدلونونه رامنځ ته شوي دي. عرفان مجله تر ډیر خپل مسلکي تګلوري ته راګرځول شوې ده.

د عرفان مجلې په ګڼو کې د وخت له غوښتنو سره سم د ټولنیزو، ادبي او تاریخي مطالبو په څنګ کې د ښوونیزو- روزنیزو مطالبو چاپ او خپریدو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. په مجله کې په زړه پوري علمي او ادبي مطالب خپاره شوي دي. په ۱۳۷۰ کال کې د عرفان مجلې په خپرونو کې نور بدلونونه هم راغلي دي. د مهمو علمي مطالبو تر څنک څو اختصاصي برخې په مجله کې زیاتې شوې دي. چې کولی شو د(( ادب ملغلرې)) ((صفحه اختصاصي شاګردان مکاتب)) (( ښوونځي د عرفان په هنداره کې)) او (( یونسکو سازمان علمي، فرهنګي و تربیتي ملل متحد)) یادونه وکړو.

په دې دوره کې د مجلې د قطع او صحافت او د مطالبو د ګټورتوب په نظر کې نیولو ته توجه شوې ده. د ۱۳۷۰ کال په وروستیو او د ۱۳۷۱ کال په لومړیو کې ددې کرښو لیکونکی د عرفان مجلې سرپرستي په غاړه درلوده. خو د ۱۳۷۰ کال دوه وروستۍ ګڼې چې یوه یې د پوهنې په مطبعه کې چاپ شوه خو خپره نه شوه او بله یې د چاپ لپاره استول شوې وه خو په جګړو کې مطبعه ویجاړه شوه او دواړه ګڼې خپرې نه شوې.

په ۱۳۷۱ کال کې د عرفان مجلې د چاپ چارې ودرول شوې. خو د مجلې د مدیریت تشکیل په پخوانۍ بڼه د پوهنې وزارت د خپرونو ریاست په چوکاټ کې وساتل شو. هغه وخت وزارتونه د مختلفو جهادي تنظیمونو ترمنځ ویشل شوي وو. د پوهنې وزارت به په بیلابیلو کابینو کې د مولوي یونس خالص د اسلامي حزب یا هم د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم په برخه و. د ۱۳۷۱ کال په لومړیو کې ډګرجنرال ربیع الله شهامت مجددي د مجلې د مسوول مدیر په توګه وټاکل شو. څه موده وروسته د حرکت انقلاب اسلامي تنظیم  غړی ابلاغ د مجلې مسوول مدیر شو. خو مجله چاپ نه شوه. د همدې کال په اسد میاشت کې مو د عرفان مجلې د یوې ګڼې لپاره مطالب برابر کړل په پام کې وه چې یوه ګڼه چاپ شي. خو د مجلې چاپ بیا هم وځنډید.

۱۳۷۴ کال ربیع الله منیب د عرفان مجلې مسؤول مدیر و.

په ۱۳۸۱ کال کې د مجلې مسؤول مدیر محمد قدوس زکوخیل وټاکل شو. په ۱۳۸۶ حبیب الرحمن مومند د عرفان مجلې د مسؤول مدیر په توګه ګومارل شوی. د ۱۳۸۹ کال په وري میاشت کې وږمه سادات د عرفان مجلې د مسؤول مدیرې په توګه وټاکله شوه او د مجلې مهتمم محمد صادق سپین غر و چې نوموړی په همدې کال کې څه موده د مجلې سرپرست مسوول مدیر  هم و.

د۱۳۸۹ کال په مرغومي میاشت کې محمد ابراهیم ستانکزی د عرفان مجلې د مسوول مدیر په توګه وټآکل شو. د نوموړي د مدیریت په دوره کې مجله هره میاشت په منظم ډول خپریږي.

په بیلابیلو وختونو کې د عرفان مجلې ترڅنګ د پوهنې وزارت له خوا نورې نشریې هم خپرې شوې دي چې د (پوهنه) (اخبار عرفاني) (بخوان وبدان) مجلې او معارف اخبار یادونه کولی شو . د پوهنه مجلې په اړه دمخه خبرې وشوې.

اخبار عرفاني له هیواده بهر د افغان زده کوونکو او په ولایتونو کې د تعلیمي موسساتو لپاره ځانګړې خپرونه وه چې په هرو پنځلس ورځو کې به یو ځل په څلورو مخونو کې له چاپه راوتله. د اخبار عرفاني مسوولیت هم د محمد حیدر ژوبل په غاړه و. دغه نشریه په ۱۳۳۱ کال کې تاسیس شوه.

د بخوان وبدان مجله په ۱۳۳۲ کال کې د غلام محی الدین شیوا په مسوول مدیریت له چاپه راووتله. بخوان وبدان مصوره ښوونیزه روزنیزه میاشتنۍ مجله وه چې معمولآ په ۳۲ مخونو کې د کم سواده او د سواد د زده کړې د کورسونو د فارغانو لپاره خپریدله.

دغه راز د یادولو وړ ده چې د ۱۳۸۲ کال د قوس میاشتې په ۲۵ نیټه د عرفان مجلې تر څنګ د پوهنې یا معارف جریدې  نشرات هم پیل شول. دغه جریده د د خپرونو او عامه اړیکو د ریاست د تحریراتو او اداري چارو د لوي مدیر ښاغلي محمد اکرم وفادار د نوموړی نشریی د مؤسس په وړاندیز او د افغانستان د وخت د انتقالي دولت  د  ۱۹۴۹ ګڼه حکم له مخې د محمد داود شفيق نبیل په مسوول مدیریت خپره شوه.

نوموړی نشریه کله په میاشتنۍ او کله په ۱۵ ورځنۍ بڼه د ۲۰۰۰ ګڼو په تیراژ چاپ او تعلیمی ادارو او اړونده ادارو او نورو وزارت خانو ته هم ویشل کیږي.

ددی نشریي مسؤل چلونکي د زمان په اوږدو کې په لاندي توګه وه.

داود نبیل د ۱۳۸۲ کال لومړنی مسؤل مدیر

هدایت الله واحدی د ۱۳۸۴ دوهم مسؤل مدیر

عزیز تحریک د ۱۳۸۵ کال دریم مسؤل مدیر

معراج زمانی د ۱۳۸۶ کال څلورم مسؤل مدیر

لیلما الکوزۍد ۱۳۸۸کال د پنځم مسؤل مدیر

محمد نسیم عیاذ د ۱۳۹۱ کال څخه تر اوسه مسؤل مدیر دی.

ددغې جریدې د لیکنې هیات محمد کبير حقمل، معراج زماني، گل رحمن رحمن، عبدالصبور غفراني، قاري محمد نبي محمدي، و محمد اکرم وفاداردي.

دغې جریدې لومړی په ۴مخونو کې خپرونې پیل کړې چې بیا وروسته په اتومخونو کې له چاپه راووتله. په دې جریده کې زیاتره د پوهنې اړوند خبرونه او په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې پرمختګونه خپریږي.ددې ترڅنګ د ښوونکو اوزده کوونکو ځانګړې صفحې او ادبي ټولنیز او تفریحي مطالب هم پکې خپریږي. اوس په میاشت کې دوه ځله خپریږي.

ددې په خواکې هغه وخت د پوهنې وزارت د مرکز له خوا نورې نشریې هم خپریدې  لکه د پښتو ټولنې نشریه، اریانا مجله، آریانا دایره المعارف، زیري اوونیزه، افغانستان او همدارنګه د پوهنتون د ریاست له خوا چې په لومړیو کې د پوهنې وزارت اړوند و د حقوق مجله، ادب مجله، د تعلیم او تربیې مجله، وږمه مجله، طبي مجله خپریدله.

ملک الشعرا عبدالحق بیتاب د عرفان مجلې په ستاینه کې یو شعر لیکلی چې ددې لیکنې په پای کې یې رااخلم:

مجله های دگر ماه خور بود عرفان

بود مصور معنی مجله یی عرفان

معارف است از او روشناس اهل جهان

از آن که امده دارای ساده گی بیان

دلاجرئتش آیینه سکندر خوان

در او معاینه بینی جهان معنی را

زجام جم شده بهتر پدیده امعان

سواد او به نظر هست مایه عیش

چو مردمک که بود نور بخش بچشم کسان

بیاض بین سطورش خرد چو دید شمرد

بیاض گردن خوبان سیه مقابل آن

عبارتش زسلاست که زندگی بخش است

نخوانم روان زآنکه هست روح روان

بدیده جلوه کند زنده عکسها که دروست

که غطه ور شده هریک بچشمه حیوان

به نقد جان اگرش می خرند مشترکین

به شان علم که باشد هنوز هم ارزان

دروست درج مقالات علمی وادبی

تمام ذهن نشین با دلایل برهان

زحیث نورفشانی به فکرها(بیتاب)

مجله های دگر ماه خور بود عرفان

—————————————-

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x