fbpx
حميدالله حميدي

د لویو کسانو شپږ ځانګړنې

ژباړه: حميدالله حميدي

که غواړئ پیاوړي او مخکښ اوسئ، که غواړئ پر ځان خلک را جزب کړئ او خیر ورته ورسوئ او که غواړۍ د خلکو په زړونو کې ځای پیدا کړئ، نو لازمه ده، چې په ځان کې ځینو ځانګړنو ته هم ځای ورکړئ.

رهبري یعني پر ځان باندې د خلکو را ټولول او هغه فرصت، چې تاسو ته د پلار، مور، مشراو مدیر مقام درکوي. له دې لارو بیا تاسو کولای شي په سمه توګه نورو ته ګټه ورسوئ.

د بېلګې په توګه: مور او یا پلار کېدل، چې تر ټولو لوی مسؤلیت دی، که په سمه توګه یې تر سره کړئ او ښه اولادونه وروزئ نو له شک پرته، چې یوه سالمه ټولنه به مو روزلې او جوړه کړې وي.

که تاسو په یوه شرکت کې د مدیر په توګه کار کوئ او له خپلې دندې سالمه ګټه پورته کړئ، ښکاره ده، چې د شرکت کارونه به مو سم پر مخ ځي او تر نورو به مخکښ وي.

دغه راز  که تاسو په کلي، ولسوالۍ، ولایت او یا هم په یوه هېواد کې د یوه مشر په توګه دنده تر سره کوئ او خپله دنده سمه پر مخ بوزئ هغه ده ، چې څومره ډیرو کسانو ته به مو خیر رسېدلی وي.

جیم ران وایي: (( رهبري تر ټولو ستر ننګونه ده!))

په رهبرۍ کې تر ټولو اړین څه په ځان کې د مهارتونو پیدا کول دي. د نړۍ په کچه رهبارن تل په ځان کې د مهارتونو پر روزلو کار کوي هماغه دي چې موثر هم واقع کېږي.
۱- قوي اوسئ، خو ګستاخ نه!

د دې لپاره، چې پر یوه قوي رهبر بدل شئ باید قوي او استوار قدمونه پورته کړئ، تر څو وکولای شي خپلو ټولو غوښتنو ته ورسېږئ. ځینې کسان ((قدرت)) له ((ګستاخۍ)) سره ګډ‌وي، خو داسې نه ده، ((کستاخي)) هېڅکله هم د ((قدرت)) ځای نه شي نیولای.

۲- مهربانه اوسئ، خو ضعیف نه!

یوه څه ته مو باید پام وي، چې مهرباني باید له ضعف سره پرتله او ګډ نه شي، ځکه مهرباني ((ضعف)) نه دی، بلکې ((قدرت)) دی. باید دومره مهربانه اوسئ، تر څو وکولای شئ، خلکو ته حقیقت و وایئ. باید دومره زړه سواندي اوسئ، چې وکولای شئ خپله د زړه خبره بې له دې چې پټه یې کړئ خلکو ته یې و وایئ. باید دومره مینه ناک و اوسئ، چې د خلکو ستاینه په هماغه کچه وکړئ، چې وړتیا یې لري.

۳- زړور اوسئ، خو ظالم نه!

بریا تل زړور توب ته اړتیا لري. د دې لپاره، چې پر نورو  برلاسي ښکاره شئ د خپلې ډلې په سر کې روان شئ.

۴- خاکسره اوسئ، خو ډارن نه!

ډارن اوسېدل مو هېڅ ځای ته نه شي رسولای. ډېری کسان خاکسري له ډار سره پرتله کوي او فکر کوي، چې ګواکي دغه کس ډارن دی، په داسې حال کې، چې هغه به نه غواړي ځان لوی وښایي. خاکسري او فروتني یوه الهي کلمه ده، چې د لویو او درنو کسانو خاصه ده.

خاکسري یعنې د کایناتو او زموږ ترمنځ د فاصلې پېژندل او دغه راز د دې حس درلودل، چې موږ هم د کایناتو یوه برخه یو. خاکسري له مینې، لیوالتیا او احترام څخه عبارت ده، خو ډار بیا یو ډول ناروغي ده.

۵- شوخ طبعته اوسئ، خو کم عقل نه!

شوخ طبعتي د هر رهبر تر ټولو اړینه ځانګړنه ، چې غواړي بریالی شي، خو کم عقلي بیا د یوه رهبر شخصیت له خاورو سره خاورې کوي.

۶-  رېښتیني اوسئ، خو خیال فرداز نه!

هڅه وکړئ، چې تل له حقیقت سره مخ شئ، خپل درد او رنځ پټ وساتۍ، خو د خلکو پر هغه بیا خواشیني څرګنده کړئ او ډاډ ورکړئ. ژوند، چې څه ډول دی هماغسې یې ومنئ. ژوند یو بې مثال شی دی، ځینې ژوند ته په درنه سترګه نه ګوري، خو تاسو باید په دې پوه شئ، چې ژوند ستاسو لپاره هغه چانس دی، چې بیا هېڅ کله هم په لاس نه درځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د