ټولنیزه برخه

انتقاد ومـنه؛ عواقب يې خواږه دي!

لیک: عبيـدالله سـاحــل

د انسان جوړښت داسې شوی، چې د ځان په اړه هېڅکله هم ټيټ تصور نه کوي. دا په خپل ځای کې غوره کار دی، د ځان په اړه ټيټ تصور د مايوسۍ په معنی دی او مايوسي جرم دی، انسان بايد مايوسه نه شي، بلکې مايوسۍ په وخت کې د بريا په هڅه کې شي؛ خو ځينې خلک دغه حالت د ځان په اړه ناسم تعبيروي، خپل ټول ښه او بد ورته ښه ښکاري، که د ښو مننه يې کوې خوشاله کيږي او که په بدو يې نيوکه کوي نو د تحمل ظرفيت نلري، ځکه هغه ځان په دې قانع کړی، چې انسان بايد د ځان په اړه لوړ تصور ولري.

نيوکه کول هم لوړ جرئت غواړي او پر نيوکه قانع کيدل هم لوړ ظرفيت غواړي، که څوک په خپل ځان کې د انتقاد د تحمل ظرفيت پيدا کړي، نو ډيره لنډه موده کې يې په ژوند کې پراخه بدلون راځي. که څوک درباندې نيوکه کوي نو په ورين تندي يې ومنه، غبرګون مه څرګندوه. خپل عيب د ولو منځ وي، چاته نه ښکاره کيږي، ځينې وخت که درته څوک ګوته ونيسي په تا به ډيره بده تمامه شي، ځکه د هغې ګوت نيونې په وړاندې به تاته ځان معصوم ښکاره کيږي، خو دلته هم تحمل وکړه، د هغه پر نيوکه باندې فکر وکړه، شايد دا هماغه عيب وي، چې ته ورته تر اوسه ، نه يې متوجه شوی.

که د خپلو اسلافو او تاريخ جوړونکو څيرو ژوند ته سر ښکاره کړو، داسې ډيرې بېلګې به ومومئ، چې هلته هغوي خپل ځانونه په خپله خوښه د انتقاد څپيړې ته وړاندې کړي، تر څو ورباندې ملګري انتقاد وکړي او د هغې له لارې  خپله ورکه ستونزه راپيدا کړي. په تاريخي رواياتو کې د امام حسن البناء په اړه راځي، چې هغه به د خپلې مرکزي شورا ملګري په مياشت کې يو ځل راغوښتل او په خپلو منځونو کې به يې د يو بل پر خاميانو نيوکې کولې، ويل کېږي چې دغه ناسته د هغوي په تربيوي ناستو کې تر ټولو مهمه او ارزښتمنه ناسته وه.

که نن د فساد او فتنو په دغه بحراني حالت کې موږ دا نه شو کولی، چې خپل ځانونه په خپله خوښه انتقاد نيونې ته وړاندې کړو، حد اقل بايد دومره وکړو، چې د بل صالح او خير خواه ورور په نيوکه باندې غبرګون څرګند نه کړو، بلکې په ورين تندې او پراخه سينه يې ومنو.

يو ملګري راته کېسه کوله ويل يې، چې د صفت سره نه غږيږم !! ولې نه غږيږې، هغه خو ستا ډير نږدې او راز داره ملګری دی؟! راته يې کړل، د هغې ځينې کارونه او حرکات ناسم دي، زموږ د ټولنې له دود سره سمون نه خوري، له ډير صبر وروسته مې ورته يو ځل وويل: صفت جانه ! دغه دغه حرکات ستا ناسم دي که ورته پام وکړې غوره به وي، هسې نه خدای مکړه حيثيت ته دې زيان ونه رسوي. د دې پر ځای، چې ما درک کړي د انتقاد تقدير مې وکړي، د ځمکې ـ ځمکې راغورځيده، ته څوک يې، چې زما په حرکاتو نيوکه کوې!! زه د غټو ـ غټو خلکو سره ناسته ولاړه لرم، شپاړس کاله مې ليک او لوست کړی، ته اوس راځې او ما باندې نيوکه کوې!!

زه ما په اند ملګرتيا بايد له هغه چا سره وشي، چې هغه ستا د ټولنيز ژوند هر ووړ او ستر کار ته متوجه وي، په نيکو کارونو کې دې وهڅوي او په ناسمو کارونو دې نيوکه وکړي او متوجه دې کړي، که د ملګرتيا له فلسفې نه د (انتقاد/نيوکې)  راز منفي شي، نو بيا د ملګرتيا نه، نه ملګرتيا بهتره ده.

زما د ژوند تجربه ده، چې ډير کله راباندې يو ملګري نيوکه کړې، پر ما سخته تمامه شوې، خو وروسته يې زما ژوند کې بدلون او تحول راوړی، دا ځکه د انسان فطرت او جوړښت داسې دی، چې هغه د نورو نه د دې تمه لري، چې بايد مدحه او ستاينه يې وشي، انتقاد او نيوکه يې د فطرت او طبيعت خلاف وي، خو بايد ټول کارونه د نفس او خواهشاتو مطابق نه وي، که درباندې نيوکه وشي، هر څومره چې درباندې زشته تمامه شي بيا هم تحمل يې کړه، چې يوازې شوې فکر پکې وکړه، شايد ستا د برياليتوب راز همدغه نېوکه شي.

دا چې نيوکه کول او د نيوکې منل د انسان په ژوند کې د پام وړ رول لري، نو بايد د نيوکې په اړه ځينې اداب او اصول له پامه ونه غورځول شي، چې د لته يې د يو څو يادونه په لنډه توګه کوو:

د نيوکې/ انتقاد موخه:

په يو چا باندې انتقاد کول، د هغه په شخصي حريم باندې نيغ په نيغه ګذار دی؛ خو که دغه ګذار په پاک زړه، سپيڅله اراده او د مقابل شخص د ژوند د سالم بدلون په نيت باندې وي پکې اجر دی، که د دې برعکس وي، نو په دې پوه شئ چې د يو چا د حيثيت زيانمنول همدومره حرام دي، لکه د هغې وينه تويول، چې حرام دي.

د نيوکې/ انتقاد وخت:

دې ته مو بايد هم پام وي، چې هر وخت او په هر ډول شرايطو کې نيوکه کول، د دې پر ځای، چې مثبت نتايج ولري، ستونزې پنځوي، مناسبه داده، چې نيوکه بايد د مجلس په منځ کې د ګڼو کسانو په وړاندې ونه شي، په داسې حالت کې هم ونه شي، چې د مقابل شخص حالت او موډ خراب وي، په ارامه او خوږه فضاء کې هلته، چې د غبرګون احتمال ډير کم او يا محال وي، بايد په يو چا انتقاد وشي.

د نيوکې/ انتقاد الفاظ:

د نيوکې الفاظ بايد نهايت خواږه، نرم، په زړه پوري، جذاب او په موسکا کې وي، نيغ په نيغه انتقاد کول تاوان لري، په کار داده چې د انتقاد نه وړاندې يوه لنډه مقدمه کيښودل شي، اصلي خبره په ډير خوږ تعبير او له حکمت نه ډکه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x