
پيشو «لنډه کيسه»، نصير احمد احمدي
نصير احمد احمدي
په وړكتوب كې مې د خداى په ژوندي سارو كې له پيشو څخه ورټ (كركه) كېده. خو څه چې دې بد اېسي، هغه به دې تل په څټ كې راشين وي. هغه وخت د يوې كرغېړنې پېشو خدايزده له كومه زموږ په كور زړه لګېدلى و.
دې لټ او بېسېكه حيوان، د تنورپاك غوندې سپېره وزمه تور رنګ درلود. د هغې ظاهري بڼه لكه وروست جسد د كركې او نفرت وړ وه. پيشو به تل خپل غرمني خوب ته زموږ د كور چوتره خوښه كړې وه. د هغې به سم دم خرهارى خوت، داسې خرهارى لكه د چلمي بنيادم له سږو څخه چې راخېژي. خو ما به هم پر كراره نه پرېښوده، ډېر وخت به مې د هغې تر خېټې لاندې د خپلې ښۍ پښې څپړه لاندې كړه،د پيشو ډنګره ملا به په هوا كې ليندۍ شوه او كله چې به يې راوتلي هډوكي پرځمكه ولګېدل، د هغې له چونګېدا به مې خوند اخيست.
نيكه به مې راته ډونګېده چې ولې د خداى دا بېګناه حيوان پر ځمكه نه پرېږدې. خو زه پوهېدم چې ده خداى پاري ويل نه كول، د نيكه عقيده وه چې توره پيشو د دېبانو او پيريانو له ارواوو سره په تماس كې وي. ځكه به يې تل له وېرې د خپلې برخې غوښې يوه وړه ټوټه پيشو ته ورڅكله.
يو دوه ځلې مې په ګونۍ ( بوجۍ ) كې تر ليريو كليو تېره كړه، خو چې كله به ستړى ستومانه د انګړ پر دروازه راننوتم، لومړى به مې په چوتره كې غزېدلې پيشو ترسترګو شوه. دا هم پوهېدله چې چندانې خوند نه وركوم. ځكه به تل زما د سترګو له ديده ګوښه كېدله.
يوه ورځ په كاهدانه كې د وچې رشقې ميده كولو ته كښېناستم. د ساتول له تېرولو وروسته مې د رشقې پولۍ(كودۍ) ته لاس وراوږد كړ، يو ناڅاپه پيشو له كريږې سره پر وچه رشقه ورټوپ كړل. دا د پولۍ هغه ځاى و، چې ما به خپلې ګوتې وروړلې. د پيشو په دې جرئت مې لړمون اور واخيست. په خوشكه مې پر هغې د تېره ساتول وار وكړ. پيشو له يوې زړه لړزوونكې چيغې وروسته بوڅه راواوښته.
د هغې له رغړېدو سره مې له وېرې زبون ووهل شو. پيشو په خپلو چمبو ( پنجو ) كې ټينګ نيول شوى، يو ګزى مار له رشقې نه راايستلى و. په پوړېدلو(لړزانده) ګامونو دباندې ووتم. لكه نوې ساه چې راننوتې وي، يو دم مې چغه كړه:
“هلئ مار دى”.
شېبه وروسته د كور نارينه وو د مار په لټه پسې په څلورښاخو د وچې رشقې توشپلو (راسپړلو- پاشلو) ته لستوڼي راونغاړل.
په پيشو پسې مې هر لوري ته مغزى كوږ كړ. خو د خپل ژوند ژغورونكې مې ترسترګو نه شوه.
پر ځمكه څڅېدلو سرو څاڅكو اړ ايستم چې كاهدانه پرېږدم. وينه د چمبر (كلا) د دوړېدلي دېوال لوري ته څڅېدلې وه. د دېوال سيوري ته مې غزېدلې پيشو ترسترګوه شوه. د ساتول وار د هغې پر ككرۍ له وينو ډك پرار ( ټپ ) جوړ كړى و. د تېر فكر هندارې مې پر مغزو زور راوست. له ځان څخه مې ورټ وشو، د زړه په غوښتنه مې دواړه لاسونه د پيشو خوا ته ور اوږده كړل، چې په غېږ كې يې ونيسم، خو د پيشو وېروونكې چغې چې تر ډېره د بنيادم خشكې ( غوسې ) ته ورته وه، زما خلاصې ګوتې په هوا كې سره ټولې كړې. زما په فكر د دې چيغې مانا دا وه:
“اوس زما وار دى چې له تا څخه كركه وكړم، ته د دې وړ نه يې چې ما ته خپل خوني لاس راوړې، ته د يوه بېرحمه او بې عاطفې زړه خاوند يې…”
او زما ټټر هغه وخت تود لوندوالى احساس كړ، چې د پيشو په وينو لړلی سور جسد مې د اوښكو په بدرګه پر خپله سينه پورې ولګاوه.
پای
١٣٨٢ ل کال د حمل مياشت