دمشهور صحابي نعمان بن مقرن یو څو تل پاتي یادونه

قاري احسان

نعمان بن مقرن رضي الله عنه مشهور صحابي، د نهاوند په لوی جنګ کي د اسلامي لښکر سر لښکري وو، د دوی قبیله (المزني) مدیني ته نیږدي د مکي او مدیني په لاره اوسیدل، نبي علیه السلام چي مدیني ته هجرت وکړ، دمزیني قبیلي ښي خبري به ورته رسیدلي.

یو ورځ نعمان بن مقرن د خپلو ورڼو چي لس نفره ول او دمزني قبیلي د سپینږیرو په مجلس کي وویل: چي په الله مي دي قسم وي ما خو د محمد نه څه نه دي اوریدلي مګر خیر، او د ده دبلني مو رحمة، احسان او عدل اوریدلی دی، څه وجه ده چي نور خلګ يي په دین کي په ډلو ډلو داخلیږي او موږ انتظار کوو.

بیا يي وویل: چي سبا ته خو زما ټینګ عزم دی چي ورځم به نو که څوک راسره ملګري کوي سبا ته دي تیاری ونیسي.

د نعمان دې خبرو پر قوم ډیر تاثر وکړ، کله چي سهار سو د نعمان لس وروڼه او څلور سوه آس سپار نفر تیار سو چي د الله دین ومني.

خو نعمان ډیر غیرتي مشر وو، هسي په تس لاس ډیر شرميدی، چي د دي لويي ډله سره د نبي علیه السلام په حضور کي حاضريږي او څه تحفه نه وي وسره، مګر خو دمزینه د قبیلي مخکنۍ سخا څه نه وو ورته پاتیکړي، خو بیاهم نعمان خپل کور او د وروڼو په کورو راوګرزيده یو څه مال میږي يي را رواني کړي، د نبي علیه السلام په حضور کي حاضر سو. د خپل ایمان اعلان يي وکړ، له ده سره چي څونه کسان تللي وو هغوی ټول د اسلام په دین مشرف سول.

له دې سره د مدیني په هره خوا کي د خوښۍ وړانګي خپري سوي، ځکه تر اوسه داسي نه وو پیښ سوي چي د یو کور لس وروڼه سره له څلور سوه آس سپارو دي د ایمان په دایره کي داخل سي.

خپله نبي علیه السلام د نعمان په اسلام سره بېخي ډیر خوشحاله سو، او الله رب العزت دنعمان هغه مال میږي ځیني قبولي کړي، له اسمانه يي ورته د قبولیت بشارت راواستاوو.

{وَمِنَ الْأَعْرَابِ مَنْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَيَتَّخِذُ مَا يُنْفِقُ قُرُبَاتٍ عِنْدَ اللَّهِ وَصَلَوَاتِ الرَّسُولِ أَلَا إِنَّهَا قُرْبَةٌ لَهُمْ سَيُدْخِلُهُمُ اللَّهُ فِي رَحْمَتِهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ} [التوبة: 99] نبي علیه السلام د نعمان په باره کي داسي وویل: چي په یقین سره دایمان لپاره هم کورونه سته او د نفاق لپاره هم، خو یقینا د نعمان کور د ایمان کور دی.

د نعمان د اسلام کیسه د بدر د خونریزه جنګ نه وروسته پیښه سوه.

له اسلام راوړلو وروسته نعمان بن مقرن د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په ټولو غزاګانو کي شرکت وکړ، کله چي د ابو بکر د خلافت دور سو، هر خوا د ارتدا لړۍ ډیره ګرمه سوه، په دې حساس وخت کي نعمان او د هغه قوم د خلافت لپاره ډیری مالونه وقف کړل، چي د ارتداد د فتني د لمینځه وړلو کي ډیر موثر تمام سو.

کله چي بیا د عمر فاروق د خلافت دور راغلی، په دې دور کي هم نعمان هغه تاریخي کارنامي وکړي چي د تاریخ پر زرین اسمان تر اوسه د ستورو په شان ځلیږي.

د قادسيي په جنګ کي د مسلمانانو سر لښکري سعد بن ابي وقاس د فارسیانو وکسرا یزدجرد ته یو وفد واستاوه چي مشري يي نعمان کوله. هلته يي کسرا ته داسي استازيتوب وکړ چي دکسرا ماغزه يي ور مات کړل.

د قادسيي په جنګ کي فارسیان مات سول او په زراوو عسکر يي مړه سول.

خو د انتقام اور يي لا نه وو سوړ، د نهاوند په منطقه کي يي تقریبا یو لک او پنځوس زره فوځیان د مسلمانانو سره د جنګ لپاره را جمع کړل.

کله چي عمر فاروق ته خبر ورسید نو ده وویل: چي په الله مي دي قسم وي داسي څوک به د مسلمانانو د لښکر مشر ورته وټاکم چي تر توره هم تیز وي، ناستو خلګو سوال وکړ چي دا به څوک وي؟ عمر رضي الله عنه ورته وویل: چي نعمان بن مقرن، هغوی وویل: چي بلکل مناسب دی.

له دې سره نعمان خپل لښکر نهاوند ته ورساوه، او ورته امر يي وکړ چي کله دریم تکبیر وارئ نو پر دشمن به حمله کوئ.

کله چي نعمان امر وکړ، ډیر سخت جنګ پیل سو، فارسیان بیا له شکست سره مخ سول، دونه عسکر يي مړه سول چي د جنګ په میدان کي بېحده ویني وبهيدلي. په دغه وینو کي د نعمان آس وښویدی، په دغه حال کي پر نعمان غشی ولګید او د اجل داعي ته يي لبیک ووایو. انا لله وانا الیه راجعون

د جنګ په اخیر کي مسلمانانو پوښتنه وکړه چي زموږ قائد چرته دی، دنعمان ورور ورته وویل: چي الله د هغه سترګي په فتح سره یخي کړي، او په شهادت سره يي خاتمه سوه.

2016-04-07

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د