نظــر

د امریکا پوځ جګړه او مورال دواړه بایللي

مصطفی شریف

وايي کله چې د امریکا پخواني ولسمشر (نیکسن) له ویتنام څخه د خپلو پوځونو د ویستلو تصمیم ونیوه، پنتاګون يې ددې پریکړې مخالفت وکړ. نو (نیکسن) ورته په ځواب کې وویل: آیا تاسو ته د هغو بحري ځواکونو شمیره معلومه ده چې هره ورځ په ویتنام کې خپل پرتوګونه ککړوي؟

د (نیکسن) دا خبره که له یوې خوا د امریکايي عسکرو ماتې او نفسیاتي شکست ته اشاره وه، خو له بلې خوا واقعیت او حقیقت هم وه او بې غیرته امریکايي بحري قواوو به ریښتیا هم خپل پرتوګونه مردارول.

د امریکايانو د عسکرو اصلي او ریښتوني انځور له هغه څخه ډیر زیات مختلف دی چې په میډیا او رسنیو کې یې خلک اوري او ګوري، او د انسان عقل یې قوت، مجهزوالي، چټکتیا، زړورتیا او سرښندنې ته هیښ پاتې کیږي. د هالیووډ سینمايي فلمونو د خلکو په اذهانو کې امریکايي عسکر داسې انځور کړي چې د نړۍ هیڅ ځواک یې په وړاندې نه شي ټینګیدای، خپلو جګړییزو اهدافو ته سخت ژمن دي، له وطن سره بې کچې مینه لري، او خلکو ته د خیرښیګڼې په رسولو او د سولې او امنیت په خپرولو کې له خپل سر څخه هم دریغ نه کوي.

ښايي دغه تبلیغاتي اعلانونه او توصیفي خپرونې هغه مهال تر یوه حده سمې ثابتې شي چې جګړه د مادیاتو لپاره وي. خو کله چې همدا امریکايي عسکر په یوه داسې جګړه کې ښکیل شي چې د مقابل صف جنګیالي یې د ایمان او عقیدې په جذبه جنګیږي بیا هغه وخت د امریکا لپاره یوه شرمناکه او رسوا کوونکې فاجعه وي.

مونږ ته که څه هم د دغو افسانوي عسکرو اصلي څیره له پخوا څخه معلومه وه، خو ډیرو خلکو ته به یې اوس له مخ څخه پرده پورته شوي وي. مونږ په افغانستان کې ولیدل چې امریکایي عسکر څومره د ټیټ همت خاوندان دي؟ د جبن او بې غیرتۍ خو پرې تمامه ده، فکري انحراف او اخلاقي فساد خو یې له هیڅ چا څخه پټ نه دی، وحشت او ځناورتوب یې تر دې حده رسیدلی چې قلم یې له لیکلو عاجز دی، د ذهني امراضو او رواني ناروغیو په انتشار خو پخپله اعترافات کوي. او داسې نورې ډیرې بیلګې شته چې په تیرو لسو کالو کې يې د امریکا د کاغذي پوځ له مخ څخه د اجیرو رسنیو غوړولې پرده پورته کړه.

ښايي په سپینه ماڼۍ کې د افغانستان د جګړې پلان جوړوونکي اوس هم په روانه جګړه کې د خپل پوخ د شکست او ماتې په راز نه پوهیږي، ځکه خو د مقاومت جنګیالي کله د یو چا پورې تړي او کله یې په بل چا پسې ګنډي. هغه څوک چې د جګړې توازن د مادي قوت په تله تلي او د ایمان او عقیدې له زور او قوت څخه ناخبره وي د داسې هوايي اټکلونو توقع ترې حتمي ده.

وايي د هجرت په دولسم کال د خالد بن ولید (رض) په مشرتوب د اسلامي فتوحاتو لړۍ د عراق څنډو ته ورسیده. د مسلمانانو لښکر په څلویښتو ورځو کې وکولای شول چې د عراق له دریوو برخه څخه دوه برخې فتح، او فارسي مجوسیانو ته درانه او شرمناک تلفات واړوي. دا په داسې حال کې چې اسلامي لښکر د افرادو او تجهیزاتو له لحاظه د فارسي لښکر په پرتله سخت کمزوری هم وه. نو د فارسیانو قومندانانو د دې لپاره چې د مسلمانانو د پرمخیون دا لړۍ ډب کړي، په خپل مینځ کې د سلا مشورو وروسته پریکړه وکړه چې خپل سرتیري به د جګړې په میدان کې په ځنځیرونو کلک تړي، دا ددې لپاره چې که د مسلمانانو له ډاره یې سپینې وتښتي هم د جګړې له میدانه به نه شي تښتیدلی او مجبورا به جګړې ته ادامه ورکوي. خو دا د الله (ج) وعده ده چې کفار به ډیر مالونه مصرف کړي ترڅو د اسلام د مخنیوي لپاره پلانونه جوړ کړي، خو په پای کې به یې همدا مالونه او پلانونه په خپل زیان تمام شي او بالآخره به شکست هم خوري. هلته هم همداسې وشول، ددې بې عقله تصمیم په پایله کې د فارسیانو لسګونه زره عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړل.

دغسې یوه تجربه امریکایانو هم ترسره کړه. کله چې د پنتاګون واکمنانو ولیدل چې سرتیري يې د جګړې په میدان کې د ټینګې نه دي، د یوې داسې لارې چارې په لټه کې شول چې د خپلو عسکرو په زړونو کې میړانه او زړورتیا راوټوکوي. نو یو نوع طبي ټابلیټ (ګولۍ) یې اختراع کړل چې د (زړورتیا یا شجاعت) په نامه یادیدل. د زړورتیا ګولۍ امریکایانو د لومړي ځل لپاره په عراق کې استعمال کړي. د دې ګولیو په نتیجه کې به له عسکرو څخه خوب تښتید او تر ډیره به ویښ پاتې کیدل، همدا راز به په دې ګولیو سره عسکرو ته یو نوع بدني ځواک او ذهني آرامي حاصلیدله. ددې ګولیو یو نوعیت د (Modafinil) په نامه یادیدلې چې له خوبولي سړي څخه خوب تښتوي. په دې ګولیو کې د (Ephedrine) په نامه یوه ماده موجوده وه چې د بدني نشاط په برخه کې ترې کار اخیستل کیږي. دا ګولۍ به په ځانګړو پاکټونو کې تهیه کیدلې او بیا به په عسکرو توزیع کیدلې. امریکایانو به عسکرو ته ویل چې ددې ګولیو په خوړلو سره د انسان له زړه څخه ډار او ویره کډه کوي او په دښمن باندې مخامخ هجوم وروړي. څرنګه چې د طبي ګولیو اثر او اغیز معمولا تر دوه یا درې ساعتو پورې وي، اکثره وخت به چې کله په اوږدو عملیاتو کې د امریکايي عسکرو د ګولیو تاثیر ختم شو نو پښې به يې سستې شوې او د جګړې توان او قدرت به یې د لاسه ورکړ. د یادونې وړ ده، څرنګه چې امریکا او اسرائیل دوه اړخیزه جنګي ستراتیژیک تړونونه لري، عین همدا ګولۍ اسرائیلي عسکرو ته هم ورکول کیږي.

وايي یو سړی د ګډا په مسابقه کې پاتې راغی بیا یې د خپلې ماتې د جبران لپاره ویل چې میدان کوږ وه. کله چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو څخه پوښتنې ګویګنې وشوې چې ولې د طالبانو بریدونو ته ځان نه شي ټینګولای، د ډیرو عسکرو جواب دا وه چې زمونږ د پتلون ځنځیرونه یا خو له اوله خراب وي او یا د ګردونو او دوړو له امله زیانمن شي، نو مونږ خپل پتلونونه او جیبونه ټینګ نه شو تړلی. د (USA Today) ورځپاڼې په حواله یو شمیر عسکرو دا شکایت هم کاوه چې د پتلون ځنځیرونه یې ډیر اوچت اواز راباسي او کله-کله چې مونږ خپل پتلونونه تړو یا خلاصوو نو د اواز له لاسه زمونږ موقعیت طالبانو ته معلوم شي او بیا په هماغه ځای ډز کوي. د همدې امله د امریکا پوځ په ۲۰۰۷ کال کې یوه ټولپوښتنه ترسره کړه، په ټولپوښتنه کې اکثره عسکرو د پتلون لپاره د توکمو (تڼیو) لګول غوره بللي وه، په داسې حال کې چې یوازې ۱۱٪ عسکرو ځنځیر ته رایه ورکړې وه. هماغه وه چې د امریکا پوځ پریکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو عسکرو پتلونونه د تڼۍ والا پتلونونو باندې بدل کړي.

که په لنډه توګه یې ووایو، امریکا په افغانستان کې سخت شرموونکی شکست خوړلی، د امریکا هغه پوځ چې د نړۍ ډیر منظم پوځونه به یې د نامه له اوریدلو په لړزه راتلل په افغانستان کې د تش لاس خو د ایمان په وسله سنبالو افغانانو په لاس په شرمونو وشرمید. افغان میړني ولس امریکا ته تاریخي شکست ورپه برخه کړ، داسې شکست چې نه د وسلو په زور ممکن وه او نه د توپ او ټانګ په مټ شونی وه.

اوس به ډیرو خلکو ته ثابته شوي وي چې دا جګړه نه د فلانکي په مرسته ګټل کیدای شي او نه د بستانکي، ډیرو خلکو ته به اوس د هغې ادعا بطلان په ډاګه شوی وي چې د اشغال پرضد د افغانانو د روانې مبارزې د کامیابۍ دلیل د فلانکي او بستانکي مرستې او ملاتړ بولي، جګړه نه د بنده لپاره څوک کولای شي او نه د بنده په کومک چا جګړه ګټلې ده، جګړه نه په کرايي عسکرو ګټل کیږي او نه چا په ټابلیټو ګټلې، جګړه نه د پتلونو په بدلولو ګټل کیدای شي او نه په پوځي تجهیزاتو او مالي امکاناتو ګټونکې ده. له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو مسلسل اعلانونه دا هر څه په عمل کې ثابتوي.

 د جګړې په ډګر کې د راسخ ایمان له څښتن څخه پرته بل هیڅ څوک نه شي ټینګیدای، جګړه په خپلې داعیې د پوخ باور په مټ ګټل کیدای شي، جګړه داسې څوک ګټلی شي چې د خپلې قربانۍ په مشروعیت او سپیڅلتیا ټینګه عقیده ولري، جګړه هغه څوک ګټلی شي چې د غلبې او شهادت په دواړو حالاتو کې خپل ځان هدف ته رسیدلی بولي.

نو زه په بشپړ باور او پوره ډاډ سره ویلی شم چې دا جګړه لکه د اسلامي تاریخ د نورو جګړو په څیر، یو ځل بیا د اسلام د سپیڅلې لارې لارویانو ګټلې، هغه څوک چې په مادي تجهیزاتو او پوځي امکاناتو ایمان لري د دې تاریخي معرکې په هیښوونکې پایلې کې دې د ځان لپاره پندونه او عبرتونه ولټوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x