شعـــــرونه

غزل: نور احمد صديقي

نوراحمد صدیقي

څومره ښکلي یې، مخ کې ښکاریدل بیګاه
خالونه راته یو یو خندیدل بیګاه

کلونه ورک جانان، خوب کې راله راغی
ما مخې ته ګلونه ورشیندل بیګاه

تورو سترګوته مې هرځلي کتل چې
په زړه مې تاو باڼه لا خښیدل بیګاه

ما ویل دواړه به دزړونو خواله وکړو
تنها شوو، دواړو زړونه رپیدل بیګاه

خدای ج خلق کړې دا ښکلا  مې چې لیدله
نور څه نه، غزلونه مې لیکل بیګاه

تیاره وه، ما  خپل ځان سم لیدلی نشو
دوی هر یو لکه لمر چې ځلیدل بیګاه

پاس آسمان کې راڼه ستوري بلکیدل چې
صدیقي به سبحان الله ویل بیګاه

۱۳۹۵-۰۱-۲۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x