نظــر

په سوله کې د چا ګټه ده؟

لیکوال: احمد- کابل

صلحه د عربي ژبې لغت دی. چې په پښتو ژبه کې سوله لیکل کيږي. چې د جوړجاړي، ارامي، سوکالي او د حقوقو د مساوي کېدو په معنا ده.

سوله د شخړې د رامنځته کېدو په صورت کې تر سره کیږي، هغه شخړه که د دو او یا زیاتو کسانو، کورنیو، کلیو، قومونو او یاهم هېوادونو ترمنځ وي. له پخوا زمانې راهیسي په افغانانو کې شخړې رامنځته شوي او په وړاندې یې سولې شوي دي، کله به چې په خلکو کې شخړه رامنځته شوه نو سم دلاسه به د قوم او کلي مشران را ټول شول، په کټونو او یاهم په ځمکه به یې فرش او یا خپل څادرونه و غوړول او د سولې لپاره به حلقه شول، ځوانان به د مشرانو شاته د اوامرو پرځایکولو لپاره ولاړ ول او دواړه مغرض ګروپونه به د مشرانو په څنک کې یو بل ته مخامخ ناست ول، مشرانو به د دواړو ډلې خبرې اورېدې او بیا به یې خپله فیصله کوله، دغه فیصله که څه هم کومې ډلې ته به پکې زیان وو ولې بیایې هم منله او که چا ترې سرغړونه کوله د هغې په وړاندې بیا مشرانو خپله بله فیصله اوروله، لکه مالي تاوان، د کلي او قوم ورسره د اړیکې ترکول او یاهم له کلي او وطن څخه شړل او داسې نور… چې زموږ په تاریخ کې یې ډیر مثالونه شته، داسې ناستوته جرګه ویل کیږي.

د اسلام مبارک دین په ټولو اسماني ادیانو کې وروستی او بشپړ دین دی او تل یې خپلو پیروانو ته د سولې، ورورولۍ او د ژوند په ټولو چارو کې د منځلارې توب لارښونه کړې ده، په همدې اساس د اسلام ستر لارښود د ټول بشریت لپاره د سولې، نیکو اخلاقو او ښه کردار یوه بېلګه ده. دا چې د اسلام مبارک او سپیڅلي دین سولې ته لوړ مقام ورکړی دی او مسلمانانو ته یې په سولې کولو امر کړی دی. په سوره حجرات کې الله تعالی فرمایلي دي ژباړه: مسلمانان یو دبل وروڼه دي، پدې اساس تاسې وروڼه په خپل منځ کې سوله وکړئ. الله تعالی فرمایلي ژباړه: که چېرته دوی سولې ته غاړه کېښوده نو اې پیغمبره! ته هم سوله وکړه. الله تعالی په سوره النساء کې فرمایلي ژباړه: سوله بهتره ده. همددارنګه په نبوي احادیثو کې سولې ته ارزښت ورکړل شوی دی، رسول الله فرمایلي دي ژباړه: د مسلمانانو ترمنځ هره سوله رواه ده، مګر هغه سوله چې حلال وي حرامو لره او حرام وي حلالو لره، مسمانانو لره په خپلو شرطونو پاتې کېدل لازمي دي، مګر هغه شرط چې حرام وي حلالو لره. بې له شکه په سوله کې د مسلمانانو خیر دی او د الله تعالی رضا ده، که چیرته موږ د حدیبې سولې ته ځیر شو نو ظاهراً د مسلمانانو په تاوان ښکارېده ولې الله تعالی ډېر برکت ورکړ چې پایله یې تاسو ټولو ته معلومه ده.

د سولې د ارزښت اوګټو په اړه د نړۍ فیلسوفانو، پوهانو او لیکوالانو لکه: افلاطون، سقراط، بنجامین جویټ، اسکرین، هیلن کیلر او داسې نورو منل شویو استادانو ډیر څه ویلي دي او سولې ته یې د ټولنې اړین ضروریت، پرمختګ، سعادت او نیکبختي نومونه ورکړي دي او سوله یې د یوې ټولنې لپاره د اکسیجن په څېر چې یوه ژوندي ژوي ته ارزښت لري تعبیر کړې ده.

درنو لوستونکو راځئ چې ریښتیا ووایو او وایې ورو او خپله مثبت فکر وکړو عقل پکار واچو ښه او بد و پیژنو او دا ومنو چې د الله تعالی په وړاندې مسوول یو. په افغانستان باندې د تپل شویو بدبختیو د حل لاره یواځې او یواځې هر اړخیزه سوله ده. که سوله وشي نو هېواد به په هر ډګر کې د ترقي یوه نوي پړاو ته لاړ شي. د تیرو شپاړس کلونو را هیسې امریکایان او حکومت له طالبانو سره په جګړه بوخت دي او خپله د امریکایانو او حکومت په خوله چې موږ تر اوسه په زرګونو طالب جنګیالي وژلي او یاهم په بند کې غورځولي دي او همدارنګه په زرګونو طالبان د سولې له عالي شورا سره یوځای شوي دي، همدغه شمېر د يونما مؤسسه مني او زیاتوي چې دغه شمیر له هغه شمېر څخه کوم چې د طالبانو د واکمنۍ پر محال وو زیات دي. اوس دلته پوښتنه را پیدا کیږي چې د امریکایانو په خوله باید نور د طالب په نامه کوم ګواښ وجود ونه لري، ځکه طالبان یا خو امریکې تا و وژل یا دې بندي او یا هم درته تسلیم شوي دي. نو بیا دا اوس چې ستاسو څخه په هر ډګر کې سوبه وړي دا څوک دي، په اکثرو ولایتونو کې دولت یواځي په مرکزونو واک لري نه په ولسوالیو، بې له شکه نن ملت د طالب په نامه ولاړ دی، راځئ چې داحقیقت د الله تعالی د رضا په خاطر ومنو او ټول لساني، مذهبي او نور تعصبات شاته پریږدو او حق ته لبیک ووایو، کفارو په مختلفو نومونو سره لکه: ډیموکراسي، ترقي، تعلیم او تربیه، بشري حقوق، انسانیت پېژندنه او داسې نورو سره په افغانستان یرغل وکړ او خپل لاس پوڅي حکومت يې جوړ کړ او هغه کسان یې په واک کړل کومو ته چې د بشر په ژبه بد الفاظ نه پیدا کیږي، هغوی نن خپلو ځانوته ملي اتلان، قهرمانان وایي شهرکونه، سړکونه او څلور لارې یې په خپلو نومونو کړي، خپله د مرګ ورځ یې په ټول ملت جبري رخصت اعلان کړې، هر څوک دا وایې چې اوسنی حکومت دوه سری حکومت دی یعنې دوه پاچاهان لري، ولې زه وایم چې دوه نه بلکې شپږ پاچاهان لري لکه: اشرف غني، عبدالله، دوستم، محقق، عطامحمد او کرزی، که کرزی په راس کې نه دی ملګري یې شته لکه جنرال رازق اوداسې نور، داچې نوموړي کسان څومره استعداد لري دا بېل بحث دی.

څه موده وړاندې حنیف اتمر پر طالبانو غږ وکړ او ورته یې وویل: سولې ته راشئ او کنه بیا به موږ درسره و جنګیږو. طالبان له حکومت سره تقریباً په دوه ډګرونو کې په جګړې بوخت دي، يو د جګړې ډګر او بل سیاسي ډګر او په دواړو ډګرونو کې یې حکومت ځپلی دی، که چیرته د جګړې ډګر ته فکر وکړو حکومتي مطبوعات هره ورځ د حکومت ضعف بیانوي او وایي چې زیات شمیر ولسوالۍ او ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي، همدارنګه په سیاسي ډګر کې یې هم ماتې خوړلې ده، چې ښه بېلګه یې د پګواش غونډه وه، د پګواش له غونډې څخه وروسته د کابل خپلواکو او نیمه خپلواکو چاپي مطبوعاتو په پوره تفصیل سره او حتا د طلوع تلویزیون په ګردي میز کې شریک والو ته وویل چې ولې د طالب مشرانو د خبرو په وړاندې د حکومت ګډون کوونکي چپ پاتې شول او هیڅ جواب یې ورته و نه ویل. دوی ځکه چوپ پاتې شول چې د طالبانو غوښتنې د ملت غوښتنې او د ملت په ګټه وې اوکه یې څوک نه مني وردېشي د ملت کور (پارلمان) ته او هغه وکیلان چې د پګواش په غونډه کې راټول شوي وو، ترې ودې پوښتي چې کوم لوری کمزوری ؤ او حکومت د طالبانو په وړاندې ولې چپ پاتې شو؟ سره ددې چې د حکومت هر لوړ پوړی غړی خپل ځان ماسټر، ډاکټر او سیاستمدار بولي بیا ولې دا سیاست مداران چوپ پاتې دي.

پدې موږ هېواد وال پوهیږو چې په هېواد کې اکثره مطبوعات د کفارو او حکومت په اشاره کار کوي، کفار او حکومت تل کوښښ کوي چې هېوادوال له حقیقت څخه بې خبره وساتي. داچې د کابل حکومت د طالبانو په وړاندې په هر ډګر کې ضعیف، ناتوان او ملامت دی او بیا هم طالبانوته اخطار ورکوي، دا په څه معنا ده؟ دا په دې معنا چې امریکایان او د کابل حکومت په اصل کې سوله نه غواړي، یوه هفته وړاندې د سولې د عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد د شمشاد تلویزیون سره په مرکه کې تر ډیره د کابل له حکومت څخه پرده پورته کړه او هغه په غټو ټکو وویل: چې د حکومت واکداران سوله نه غواړي. او دا ریښتیا خبره ده که چیرته سوله راشي نو بیا خو د حکومت باداران (امریکایان) په افغانستان کې نه شي پاتې کیدای، چې دوی نه وي نو بیا به د اسلام په وړاندې خپل شوم اهداف څنګه پر مخ یوسي. او بل داچې مخکې مې وویل چې په افغانستان کې څو حاکمان شتون لري او هر یو یي خپلې ګټې په جګړه کې خوندي بولي، سولې ته هیڅ اړتیا نه لري، که چېرته الله تعالی سوله راولي بیا به د دوی څه حال وي، داچې اکثریت یې د خپل کور د کنټرولولو استعداد نه لري، ایا په حکومت کې د واک د رسیدو لپاره به یې څوک پریږدي، دا سړکونه چې نن ورته تړل کیږي او بیا دوی په لسو زرې یو رنګه موټرو کې تیریږي، دولتي او شخصي ځمکې چې په زور نیسي، د هېواد د ګمروکاتو عواید چې په خپل جیب کې اچوي، د مخدره توکو، شرابو او نجونو قاچاق همداسې نور ډیر… ایا ژوندي یې څوک پریږدی؟ مخکې له دې چې طالبان یې محاکمه کړي ملت ورسره خپل حساب کوي، ځکه دوی د ملت په وینو لوبې کړي دي اول باید ملت ته ځواب ورکړي.

په سوله کې د هر دردېدلي او بی وزله افغان ګټه ده، په سوله کې د ضعیف پلار او بورې مور ګټه ده چې زوی یې ورته یرغلګرو او د هغوی غلامانو په شهادت رسولی، په سوله کې د هغې ناوې ګټه ده چې مېړه یې له یوې شپې تیرولو ورسته پدې ګناه په شهادت رسېدلی چې د یرغلګرو په وړاندې خنډ واقع شوی، په سوله کې د هغه زوی ګټه ده چې د ده له پیدا کېدو مخکې یې د دین دښمنانو ورته پلار وژلی، په سوله کې د هغې افغانۍ مېرمن یا پېغلې ګټه ده کومه چې پدې ګناه چې ته د مجاهد او یا طالب ناموس یې، وحشیانو په زوره خپل مرکز ته بولې او هلته د بشري حقوقو غوښتونکو، ډیموکراسانو، او نړیوالو ته د انسانیت ښوونکو د ځناورو په شان تر څو ورځو پورې د تحقیق تر عنوان لاندې پرې جنسي تېری کړی، په سوله کې د هغه ماشوم ګټه ده چې د یرغلګرو په هوایي برید کې یې ورته د کورنۍ ټول غړي په شهادت رسولي او دی د خپل ځان د یتیمیدو په ګناه لاهم نه پوهیږي… په سوله کې زما او ستا او د هغه چا ګټه ده چې لاسونه یې د ملت په وینو سره نه وي.

درنو لوستونکو زه له تاسو څخه پوښتنه کوم ایا ستاسې په کورو نو کې ستونزې نه شته یا نه دي پیداشوي، ایا داسې کور شته چې هلته د میړه او ښځې، پلار، مور، ورور، خور او نورو دوستانو په خپل منځ کې ستونزې نه وی؟، هیڅ امکان نه لري چې زموږ په کورونو کې دې ستونزې شتون ونه لري او د دې ستونزو په وړاندې تر هغه چې زموږ د کورنۍ غړي له خپلو شخصي او نفسي خواهشاتو تېر نه شي او په خپل حق پښه کښې نږدي ستونزې نه شي ختمیدی.

تاسو دا راسره ومنئ چې زموږ د حکومت واک داران نن په خپلو شخصي ګټو داسې لګیا دي لکه د پوډرو عملیان او بوغیان چې نه په خپله لمن، نه په عزت، نه په کور، نه په خپله ښځه او اولاد خبر وي، هېواد او ملت دوی ته هیڅ ارزښت نه لري.

داچې نن حکومت د طالبانو په وړاندې په هر ډګر کې مات او په ژړا بېرته راغلی دی، که چیرته دوی په رښتیا خپل ځانونه د ملت حاکمان او خواخوږي بولي نو پکار داده چې دوی د سولې د راوستو لپاره د طالبانو ټولو غوښتنو ته غاړه کیږي. نور دې په دې ملت رحم وکړي، ځکه ملت نور د بدبختیو زغم نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x