ورزش

د افغانستان او نمیبیا تر منځ ټیسټ لوبه په ژوندۍ بڼه خپریږي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان او نمیبیا تر منځ د کرکیټ ټيسټ څلور ورځېنۍ لوبه په ژوندۍ بڼه خپریږی.

دا د افغانستان د کرکيټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې ټيسټ لوبه دې يې په ژوندۍ بڼه د تلویزون له لارې وښودل شي.

د افغانستان کرکيټ بورډ وايي چې دغه سیالي به د هندوستان د ملي سپورتي چینل DD Sports له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي او په افغانستان کې يې د ملي تلویزون له خبري چینل څخه هم په ژوندۍ بڼه د خپریدو هلې ځلې روانې دي او رسمي پایلې به یې ژر خپرې شي.

کرکیټ بورډ وايي چې اجراییوي رییس یې نن هند ته سفر وکړ او هلته یې د نمیبیا سره د ټیسټ سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپریدل کره کړ.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د انټرکانټیننټل کپ سیالیو د لړۍ دریمه سیالي سبا چې د روان زیږدیز کال اپریل له ۱۰ مې نېټې سره سمون لري، د نمیبیا کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x