نظــر

سوله بهتره ده! / استاد محمد زمان مزمل

په زمکه باندې د انسان ژوند مختلف اړخونه لري.

خدای پاک زمکې ته انسان د یوه خلیفه په توګه رالیږلی، چې زمکه آباده کړي او خپله انسانان پکې آباد شي او تر ټولو ښه ژوند ولري.

ولې انساني غرائز او کله نا کله د ګټو پر سر مسابقه انسانان له طبیعي ژوند نه بهر کړي.

نو ځکه کله په اختلاف اوړي او چې حل یې نکړي نو پر جنګ اوړي او چې د حل لاره لنډه ورته پيدا نکړي نو په هغو انسان سوزونکي وحشت اوړي چې جګړه یې لکه افغانستان هر څه برباد کړي: کلي، آبادي، زراعت، ژوند، زلمي، او بلکې بشپړ نسل پکې برباد شي او ټول د جهالت او جګړو په اور کې یواځې پر جګړه مصروف وي.

 

منم چې د افغانستان اولې او وروستې جګړه اصلاً دښمنانو پر تجاوز پر مونږ تپلې وې او مونږ پکې د مقاومت پرته بله لاره نلرله او نه یې لرو.
ولې مونږ پرون او نن هم د یوې دغسې جګړې په لړ کې بیا هم متحد نه و بلکې په همدغسې د فرض وحدت ظروفو کې یو د بل مخ ته مسلح ودریدو.

د همدې ترخې تجربې له تل نه او د خدای پاک د ستر حکم په اساس باید افغانان:

اول: په فارغ زړه د اتحاد لارې ته راوګرځي
دویم: د مذاکراتو له لارې یې پيل کړي
دریم: په دې لاره کې هر طرف بل لورې ته په نسبت زیات د تنازل په روحیه ورګډ شي

بزرګوار خدای د الرحمان په سورت کې د ټولو نعمتونو په سر کې د بیان او خبرو نعمت یاد کړی، هغه په همدې چې هغه د انسان بی شماره ربړې حل کوي.

الله پاک چې ویلي دی «الصلح خیر» معنا یې همدا ده چې انسان دغسې لارې ته وهڅوي او د خدای په خبره باور وکړي.

مونږ مسلمانان خدای پاک د دغسې یوې عقیدې په سلسله کې سره ورونه کړي یو چې د قتل د نوی جنایت په پيښيدو بیا هم دغه وروری پاتې ده چې باید مسلمانان پکې خپل د سولې ژوند کرکو ته پری نږدی هلته چې وايي:

«فمن عفی له من اخیه» یعنی که قاتل ته مقتول د ورور یا پلار چې د هغه وروری عفوه وکړه.

مونږ چې په افغانستان کې تر شلو کلونو زیات سره بیل او په جګړو کې پاتې یو مونږ ته په کار دي چې راتلونکي نسلونه د دې بیلتون او د دې جګړو نه وژغورو.

هر جنګ غالب او مغلوب، فاتح او مفتوح لري ولې داخلي کورنۍ جګړې اصلاُ فاتح نلري!

که مونږ پرون پخپل هیواد کې متحد و اصلاً به دې هیواد ته نه شوروی اتحاد او نه هم ننی جاني ائتلاف په دغسې ډول نه و راغلی چې هیڅوک پکې دوستان نه دی.

اوس هم له پردیو نه د خلاصون لاره هماغه ده چې بیرته سره ورونه شو او د دې پردیو د تجاوز ټغر په ګډه ټول کړو.

دا چې مونږ دې پخپل هیواد کې د یوه واقعي سولې شرائط برابر کړو، په کار دی :

اول: چې افغاني لورې په دې اړه د تېر بدغوني سیاست بنیاد په ګډه پریدي او د سولې لپاره د یوې ارادې او عزم سره راشي.

دویم: باید چې په دې حرکت کې د جګړې ټول اطراف شامل شي هیڅوک پکې بهر پاتې نه شي.

دریم: د سولې لپاره هغه کسان ولیږل شي چې پر سوله باور لري او د سولې لپاره د مناسبې ژبې او تهذیب خاوند وي.

څلورم: هومره پکې په مقابل طرف بار نه شي چې هغه پکې د روانیدو حوصله ونلري.

پنځم: هغه مواد چې پکې د خدای حکم دی په هغه کې چنې ونه شي او هغه چې پکې د ملت سرلوړي ده هغه وزغمل شي.

شپږم: سوله په مجموع کې یو شریک کردار دی، کامیابي یې باید د ټولو کامیابی وګڼل شي او په دې کې د چا د وړلو او بایللو فکر دخیل نه شي.

اووم: باید د سولې په مذاکراتو تل دریم ګړی مصلح ومنل شي ترڅو د مخامخ مذاکراتو په لړ کې پاتې متحدود لاینحل مسائل پخپل بی طرفه کردار حل او سوله وروستی پړاو ته ورسوي.

اتم: سوله ګر دریم ګر جهت باید د سولې په خبرو کې په هغه تدریج او په هغه بې طرفۍ کې ځان وساتي چې د یوې کامیابې سولې لپاره ضروري دی.

نهم: څنګه چې په افغانستان کې مطرح سوله تر شا د نظام او د قدرت توزیع او په قدرت کې د سیاسي احزابو او ملتونو یو متوازن حضور تر شا لري باید یوه سلسله مهم مسائل هغو مشترکو مراجعو ته پریښودل شي چې د ملت په سطحه د یوې ملي پریکړې ښه توان لري.

د لوی خدای نه غواړم چې افغانان د خیر او فهم له مخې په هغه حد کې ویښ او بیدار کړي چې د خپل هیواد راتلونکی خپله وټاکي او چا ته یې د کچکول نیولو ضرورت پيدا نکړي! (آمین)

 
استاد محمد زمان مزمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x