نړۍ

د امريکايي کانګريس پخواني مشر د هلکانو په جنسي ځورونې تورن شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه، ۱۳۹۵ل): د امريکايي کانګريس پخوانی مشر ډينيس هسټرټ د هلکانو په جنسي ځورونې تورن شوی دی.

د امريکا څارنوالۍ وايي، چې ډينيس هسټرټ کوم وخت د پهلوانۍ د مشر روزونکي په توګه دنده ترسره کوله، هغه مهال يې لږ تر لږه په څلورو هلکانو جنسي تېري کړي دي.

تېره ورځ لويې څارنوالۍ يو شمېر اسناد خپاره کړل، چې د جمهوري پلوي ګوند له لوري د کانګريس پخواني رييس د پهلوانۍ د مشر روزونکي د دندې پر مهال پر پنځو ماشومانو جنسي تېري کړي او يو يې له خپلې دعوې تېر شوی؛ ځکه چې هسټرټ نوموړي ماشوم ته پيسې ورکړي دي.

د امريکايي رسنيو له قوله دغه پېښې د ۱۹۶۵ او ۱۹۸۱م کلونو ترمنځ شوي او د دغو هلکانو عمرونه له ۱۴ تر ۱۷ کلونو وو.

ګارډين برتانوي ورځپاڼې ليکلي، چې ډينيس هسټرټ هڅه کړې، چې د پېسو لګولو پر مټ د دغو پېښو مخه ډب کړي، مګر د ځورول شوو هلکانو کورنيو او خپلوانو پر دې ټينګار دغه قضيه بايد د محکمې له لوري وڅېړل شي.

ښاغلی هسټرټ څلور اويا کاله عمر لري، د هلکانو په جنسي ځورونې او مالي فساد تورن دی او په دې اړه يې اعتراف هم کړی دی.

نوموړی له ۱۹۹۹م تر ۲۰۰۷م د امريکا د کانګريس رييس و.

محکمې پرېکړه کړې، چې هسټرټ به ځورول شوو هلکانو ته د پيسو ورکولو په مقابل کې د هغوی د چوپ کولو په تور محکوم شي.

د نوموړي مدافع وکيل وايي، چې موکل يې بايد د بوډاتوب او ناروغۍ له امله وبښل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

مونږ او تاسی ته به د یو څو اویا کلن عمر او هغه هم د کانګرس مشر بچه بازی لویه خبره ، ګناه ، غیر اخلاقی عمل او ستر جرم وی ، دامریکا د فری مسینری ټولنیز حکومت د پاره هر ډول غیر اخلاقی عمل د هغوی د فریمسنری یا ماسونیزم په دین کی تقوی ، ایمان ، مورال ، وړتیا او لوړتیا ده ، دا چه په دی عمر کی دی په ۱۷ کلنو هلکانو بچه بازی کوی حتی دغه بد عمل یی ترسره کړی ، هغه هلکانو باندی یی داعمل په زور خو نه دی ترسره کړی خو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x