افغانستان

کابل: د څو درنو چاودنو غږ اوریدل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۱مه ۱۳۹۵ل): د پلازمېنې کابل ښار په ديپلوماتیکه سیمه کې د څو درنو چاودنو غږ اوریدل شوی دی.

نن ټکی اسیا ته را رسېدلي راپورونه وايي چې په دوهمه امنیتي حوزه کې ۳ راکټونه لګیدلي دي. خو امنیتي چارواکو لا تر دې دمه څه نه دي ویلي چې په دوهمه امنیتي حوزه کې چاودنې شوې که راکټونه لګيدلي دي.

الجزیرې تلویزون خبریال وايي چې یو راکټ هغې سیمې سره نېږدې غورځيدلی چې څو شېبې وړاندې جان کیري په کې شتون درلود.

کابل ښار په داسې حال کې تر برید لاندې نیول کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته را رسېدلی څو د ګډ حکومت د مشرانو تر منځ ستونزې حل کړي.

د تلفاتو په اړه تر دې دمه خبر نه ورکړل شوی نه امنیتي چارواکو یې په اړه څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x