misr intikhabat

طالبان: د انتخاباتو شعار یوه غولونکې پروپاګنډه ده

نن ټکی آسیا: د طالبانو په ویب پاڼه الاماره کي په یوه خپره شوې تبصره کي ویل شوي چي غرب یوازي د هغو دیموکراسي حکومتونو ملاتړ کوي، چي ددوی د ارادو تمثیلونکي په کښي واک ته ورسیږي، او هر کله چي اسلامي قوتونه د انتخاباتو له لاري واکمن شوي، نو بیا یی دوی با کفایته بولي، او خپل ولس ځیني ناراضه بولي.

دا تبصره چي د طالبانو نظر څرګندوي، زیاته وي چي انتخابات او دیموکراسي د غرب هسي یو غولونکی شعار دی، او غوښتنه یې کړی چي د مصر منتخب ولس مشر دکتور محمد مرسي ته دي بیرته واک وسپارل شي او د اسلامي ګوندونو مشران دي د زندانونو څخه ازاد کړل شي، او د نورو د نیولو څخه دي ډډه وکړل شي.

 د خپل کتونکو د لا زیاتو معلوماتو لپاره د طالبانو له خوا نن ټکی آسیا ته را لیږل شوې تبصره په لاندي ډول ده:

 

د مصر ولس او د دیموکراسی ناورین؟

د رواني میاشتي (جولای ۲۰۱۳ز) په دریمه نیټه د مصر پوځ د پردیو په لمسون د هغه هیواد منتخب ولس مشر ښاغلی محمد مرسي د کودتاه له لارې له واکه لري کړ، نه یوازې دا چې د مصري ولس د رایو او د مصري قانون احترام یې ونکړ بلکه د هیواد دقانوني حکومت په غړو یې زندانونه ډک کړل، د اسلامي تنظیمونو په ځانګړي ډول د آزادۍ او عدالت ګوند مشران یې تر تعقیب لاندي ونیول، د جمهوري ریاست ګارډ په سوله ایزه لاریون کوونکو په داسي حال کې بې رحمه ډزې وکړي چې هغوی د سهار په لمانځه ولاړ وو! د ماشومانو او مېرمنو په ګډون یې په لسهاوو شهیدان کړل او تر زرو زیات یې ټپیان کړل! دمصري پوځ دا غیر عادلانه کړنې اوس هم دوام لري.
ددې پر ځای چې پوځ د قانوني حکومت او منتخت ولسمشر تر څنګ ولاړ او د ستونزو جوړونکو کسانو مخه یې نیولې وای، بر عکس د قانوني حکومت او منتخب ولسمشر پر ضد د سیکولرانو او لیبرالیانو تر څنګ ودرید! خپلې پوځي کودتاه ته یې د ولسي پاڅون نوم ورکړ، او په دې برخه کې یې له ځینو سیاسي او دیني څېرو نه دهغوی د سیاسي بصیرت د کموالي او یا نشتوالي له کبله ناوړه استفاده وکړه!
 د ازهر د شیخ محترم دکتور احمد طیب په شان روحاني اشخاص یې په دغه ملي او تاریخي ناورین کې له ځان سره ور ګډ کړل او د پوځي کودتاه د مشروعیت شاهدان یې وګرځول! په دې توګه په نړیواله کچه په ځانګړي ډول د اسلامي نړۍ په کچه د ازهر شریف نړیوال او اسلامي، قانوني او شرعی حیثیت ته لوی تاوان ورسول شو! ددې لپاره چې دغه حیثیت بیرته اعاده او ددغه لوی تاوان جبیره شوې وي باید د ازهر شریف شیخ د حق په خوا کې په ودرېدلو سره له خپل دريځ نه په علني ډول پېښیماني څرګنده کړي!
 د مصر پوځ د امریکا په څېر د خپلو غیر قانوني کړنو د توجیه لپاره  د کودتاه مخالفینو ته د دهشتګرو، ترورستانو او د وطن د دښمنانو ناوړه القاب وکارول، اسلامي ډلې او مشران یې په فتنه اچولو، وسله لرلو، وینو تویولو او.. او.. تورن کړل!
د لویدیځي نړۍ واکمنانو چې دیموکراسي د خپل نظام تر ټولو لویه لاسته راوړنه بولي، انتخابات او منتخب حکومتونه د ولسونو مسلم حق بولي نه یوازې دا چې د مصري ولس د آرمانانو په جنازه کې یې اوښکې تویې نکړې بلکه پوځي کودتاه یې د مجبوریت چاره وبلله!
که لږ شاته وګورو نو وینو چې د الجزائر په انتخاباتو کې اسلامي تنظیمونو غوڅ بری تر لاسه کړ مګر ددې پر ځای چې حکومت ورته وسپارل شي خپله دوی يې محبسونو او ادیرو ته وسپارل! په فلسطین کې کله چې د حماس اسلامي ګوند په انتخاباتو کې بریالی شو چا په رسمیت ونه پیژاند، بلکې دتوندلارۍ ټاپه پرې ولګول شوه، همدا رنګه په ترکیه کې هم کله چې نجم الدین اربکان د انتخاباتو له لاې واک تر لاسه کړ په وچ زور بیرته له واک نه لیرې کړل شو! دا دي اوس په مصر کې د آزادۍ او عدالت ګوند انتخابات وګټل مګر پرینښول شو چې خپله موده پوره کړي.
په غیر اخلاقي او غیر قانوني توګه د مصر د منتخب حکومت له منځه وړل او د نړۍ پڅ غبرګون څرګندوي چې د دیموکراسۍ نارې او د انتخاباتو شعار یوه غولونکې پروپاګنډه ده، صرف هغه وخت کارګر ثابتیږي چې د لویدځوالو د موخو او ارادو تمثیلوونکي واک ته پکې ورسېږي، په داسې حال کې بیا د هغوی واکمني هم ولسي ریښې لري، او هم د غرب ملاتړ، مګر که د دغه غربي نظام په پایله کې اسلامي قوتونه د بریا میدان ته راووتل بیا نو هغوی هم بي کفایته دي او هم ولسي نارضایتي له ځان سره لري!
ددې لپاره چې دمصر هېواد دغه اوسنی ناورین پای ته ورسېږي باید زر تر زره د مصر منتخب ولسمشر ښاغلي دکتور محمد مرسي ته بیرته خپل قانوني واک وروسپارل شي، د اسلامي ګوندونو مشران له زندانونو څخه آزاد کړل شي او دنورو له نیولو څخه ډه ډه وشي؛ ځکه ددغه رنګه کړنو ناوړه اغېزې به نه یوازې دا چې د مصر ولس او هېواد له ګڼو ناخوالو سره مخ کړي بلکې په نړۍ، سیمه او په ځانګړي ډول زمونږ د هېواد په شمول په نورو اسلامي هېوادونو او ولسونو هم خپله ناوړه اغیزې ولري؛ ځکه خلک به د هېواد پرېښودلو ته اړ شي، او په دي توګه به سیمه او نړۍ د ناامنۍ او ګډوډۍ په لوري مخه کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د