جان کیري د ګډ حکومت موده تمدید کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۵ل): د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تېره ورځ په کابل کې د نوموړي په هڅو جوړ شوي د ملي وحدت حکومت موده ۳ کاله نوره هم تمدید کړه.

که څه هم تمه وه چې د امریکا په سفارت کې د جان کیري په هڅو جوړ شوي ګډحکومت موده به د روان کال په ستمبر میاشت کې بشپړه شي او لویه جرګه به راوغوښتل شي خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر د دغو ګنګوسو په ځواب کې وویل چې د حکومت دواړو مشراتو تر منځ په شوې سیاسي توافقنامه کې د مودې پوره کېدو نېټه نشته.

د ستمبر ۲۰۱۴ موافقې له مخې ټاکل شوې وه چې د اجراییه ریاست پوسټ د قانوني کولو لپاره به د دوه کلونو په ترڅ کې لویه جرګه راغوښتل کیږي څو اساسي قانون تعدیل کړي.

کیري له اشرف غني سره ګډ خبري کنفرانس ته وویل چې د ګډحکومت د مشرانو تر منځ شوې موافقتنامه کې د پای بندونه نشته.

جان کیري پر دې سربېره له طالبانو وغوښتل چې د ده په ابتکار جوړي شوي حکومت سره مذاکراتو ته حاضر شي، د سولې له بهیر سره یوځای شي او تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

نوموړي په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه لا هم د طالبانو پر خلاف په وسله‌واله مبارزه بوخت دي او تېره ورځ امریکايي ډرون الوتکو په پکتیا کې شاوخوا ۲۰ ملکي وګړي ووژل، وویل چې دوی سولې ته هیله‌مند دي.

جان کیري په کابل کې د څو ساعته پاتې کېدو وروسته د عراق او بحرین په سفر روان شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د