
غزل: ثناء ضېوال
ثناء ضېوال
محبت ته مې اشنا له وسه کیژي
غاړه راکړه که دې تا له وسه کیژي
د مرغانو د ستالو وسي نه یم
خو نیولو ته مي بیا له وسه کیژي
چي ټکر خورې د پښتون له تندې سره
دغه څه رنګ د دنیا له وسه کیژي
ستا د سرو زرو پیزوان او دا غربت
راته ووایه زما له وسه کیژی
ته چي هر ځای یی خوښې دي شه په برخه
بس زما خو دا دعا له وسه کیژي
چې دستا غوندې کور پریژی مسافر شي
یی [ضیواله] دا دې چا له وسه کیژې