نړۍ

هند: درمسال کې اور لګېدو لسګونه کسان وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۵ل): د هند سويلي کيرالا ايالت په کولم ولسوالۍ کې د هندوانو په درمسال کې اور لګېدلی، چې له امله يې تر اوسه ۸۴ کسان وژل شوي او له ۲۵۰ زيات ټپيان دي.

د کيرالا پوليسو مشر ټي پي سين کمار رسنيو ته ويلي، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸۴ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په وينا مرستندويه ځواکونه د پېښې سيمې ته رسېدلي او هڅه کوي، چې ټپيان روغتونونو ته ورسوي.

امنيتي چارواکي وايي، چې دا پېښه د اور پټاکيو له امله رامنځته شوې ده.

د درمسال مسوولينو رسنيو ته وويل، چې دې معبد کې هغه مهال اور ولګېد، چې دلته د اور لوبو جشن روان وو.

د هندي رسنيو له قوله د اور لګېدو په دغه پېښه کې له ۲۵۰ زيات کسان ټپيان دي او مرستندويه ټولنې هڅه کوي، چې په بيړه يې روغتون ته ولېږدوي.

ځايي رسنۍ وايي، چې دا پېښه پر ځايي وخت د شپې درې بجې رامنځته شوې، چې درمسال کې د وشنو په نوم د هندوانو جشن روان و.

ورته لیکنې

Back to top button