نظــر

په روژه کې جګړه

    په اسلام کې دروژې میاشت د نورو میاشتو په پرتله ځانګړی ارزښت لري، او دا ځکه چې دغه میاشت د الله جل جلاله او بندګانو تر منځ د ځانګړو رازونو میاشت ده، یو مسلمان بنده د الله جل جلاله په امر خوراک او څښاک نه کوي، سره له دې چې که وغواړي کولی شي په داسې پټه توګه څه وخوري اویا یې وڅښي چې پرته له الله جل جلاله بل هېڅوک یې ونه ویني ، مګر د الله جل جلاله په څارنې د ایمان له کبله دا کار نه کوي.

دا چې په دغه مبارکه میاشت کې ولې د الله جل جلاله او بنده تر منځ د ځانګړو رازونو او نیازونو  نوراني وړانګې پیاوړې   کېږي؟ یو لامل یې دا کېدای شي چې د روژې په مبارکه میاشت کې سرکشه شیطان تړل کېږي،

په دې توګه مسلمان له خپل لومړني فطرت سره د تړاو په لارو ګودرو کې له کومې ستونزې او خنډ سره نه مخ کېږي، ټول به ویني چې د روژې په مبارکه میاشت کې یو ځانګړی کیفیت وي، جوماتونه په لمونځ کوونکو ډک شي، په هر جومات او هر کور کې د قرآن کریم د تلاوت آوازونه پورته کېږي، په لارو کوڅو کې خلک داسې روان وي ته به وايي کوم پیره دار ور پسې دی! بازارونه چې د ځمکې پر مخ تر ټولو بیکاره ځایونه دي  ځوږ او شور یې  غلی شي، هر څوک په غیر ارادي ډول کنترول شي! هو د ا په حقیقت کې د الهي مهربانۍ او رحمت، بښنې او مغفرت محسوس مظاهر دي،  ځکه خو د روژې په مبارکه میاشت کې د دوزخ دروازې تړل کېږي او د جنت دروازې پرانستل کېږي.

 په روژه کې عبادتونه د نورو میاشتو په پرتله ډېر ارزښتناک دي، د نورو میاشتو نفلي عبادت په روژه کې د فرض عبادت درجه لري، او په روژه کې فرض عبادت د نورو میاشتو په پرتله د اویا فرضو درجه لري.

قرآن کریم چې د ټول انسانیت لپاره د وروستني الهي قانون په بڼه د الله جل جلاله له خوا د جبریل علیه السلام په واسطه پر حضرت محمد صلي الله علیه وسلم باندې را نازل شوی د روژې په مبارکه میاشت کې را نازل شوی، ځکه خو روژې ته د قرآن کریم میاشت هم ویل کېږي، او په همدې میاشت کې تر بلې هرې میاشت د قرآن کریم تلاوت زیات کېږي.

دا هم د یادولو ده چې د اسلام د مبارک دین د لارښونو له مخې هر هغه حکم چې دالله جل جلاله له خوا یې د کولو حکم شوی وي دهغه کول او کوم چې د نه کولو حکم یې شوی وي دهغه نه کول  عبادت ګڼل کېږي، لمونځ ، روژه زکات، حج، جهاد، د مور او پلار او مشرانو درناوی، په کشرانو ترحم اوشفقت، پر مسکینانو زړه سوی او ور سره مرسته کول، له خلکو سره نیک چلن، چا ته ضرر نه رسول، هغه که په خوله وي که په لاس او که په زړه، که مخامخ وي او که پس شا دا ټول عبادتونه دي، د مبارک حدیث په بنا جهاد داسلام دلوړې څوکې حیثیت لري، نور عبادتونه د جهاد له برکته او د جهاد تر سیوري لاندې ډېر ښه تر سره کېدای شي، او هر کله چې په کوم ځای کې جهاد نه وي هلته بیا په ټولیز ډول د نورو عبادتونو خوند هم نه وي.  

      دښمن پوه دی چې مسلمانانو ته دغه مبارکه میاشت ډېر ارزښت لري، له همدې کبله هر مسلمان هڅه کوي چې په دې میاشت کې ډېر او ښه عبادتونه وکړي، دښمن په دې هم پوهېږي چې جهاد په اسلام کې ډېر لوړ ځای لري، لکه په حدیث شریف کې چې راغلې چې الجهاد ذروة سنام الاسلام، د مکرجن دښمن په دې هم ښه سر خلاص دی چې د روژې د مبارکې میاشتې په را رسېدو سره به پر دوی باندې د مجاهدینو ګوزارونه مرګوني وي، ځکه خو اوس له بیلا بیلو لارو او په ګڼو ډولونو هڅې کوي چې د مجاهدینو له کارنده ګوزارونو څخه په یو ډول ځان وژغوري، دوی هڅه کوي چې جهاد د مسلمانانو په ذهنونو کې د نورو عادي جګړو په څېر ور وپيژني، دا دي اوس د همدې لپاره تبیلغات کوي او وايي چې جهاد یوه جګړه ده، مسلمانانو پیل کړې خلک پکې وژل کېږي، کلي، کورونه او ښارونه پکې ورانېږي، ماشومان پکې یتیمان کېږي، مېرمنې پکې کونډېږي او…

که په غور فکر وشي دا د موضوع یو اړخ دی، خو که بل اړخ ته راشو نو لومړی باید وویل شي چې په افغانستان کې جګړه چا پیل کړه؟ طیارې د چا راغلې؟ ټانکونه د چا راغلل؟ سرتېري او ځواکونه د چا راغلل؟ ا که فرض کړو چې په روژه کې جګړه کول ددښمن په خوله ښه کار نه دی نو آیا په هغه وخت کې چې کله اشغالګرو زمونږ پر ګران هېواد یرغل وکړ او دا نورو ځوځو ماځوځو دلته لاسونه ور سره یو کړل آیا په هغه وخت کې د مبارکې روژې حرمت په نظر کې ونیول شو؟ لکه اوس چې ویل کېږي؟  

که په رښتیا هم دښمن په دې باور لري چې دروژې په مبارکه میاشت  کې جګړه کول، د خلکو ځورول، دکورونو او ښارونو ورانول ښه کار نه دی نوبیا دا همدا اوس د روژې په مبارکه میاشت کې  په بیلابیلو نومونو د هېواد په ګڼو برخو کې  د نويو نويو عملیاتو دپیل کولو اعلانونه د څه لپاره؟   په زندانونو کې دا په زرهاوو بندیان د څه لپاره پراته دي؟ او دا هره ورځ نیول کېږي د څه لپاره ؟

 دښمن باید له هر څه دمخه ټول بندیان د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر آزاد کړي! بلکې په روژه کې نه څوک ونیسي او نه په چا چاپه ووهي، حال دا چې دا یو هم نه کوي او نه یې مني!.

کله چې اشغالګرو زمونږ پر خاوره یرغل وکړ په هغه وخت کې هم د نوموړې یرغل وروستۍ برخه په روژه کې روانه وه، هم بمبارئ کېدلې، هم خلک وژل کېدل، هم نیول کېدل، هم له کورونو نه شړل کېدل اوهم زندانونو ته اچول کېدل، په هغه وخت کې دا خبره یو ځل را پورته شوه چې باید په روژه کې جنګ ودرول شوي، مګر  همدا سره بوش ویل چې نه، مسلمانان په خپل دین کې په روژه کې  جګړه کول څه عیب نه بولي او دوی په خپل تاریخ کې په روژه کې جګړې کړې دي!  د کابل اداره  چې لا په هغه وخت راوستل شوي نه وه، بالکل  یې په روژه کې د بمباریو د بندیدلو خبره را پورته نه  کړه!

 باید هېره نه کړو چې د اسلام د لارښونو په رڼا کې د اسلام او  مسلمانانولپاره  جګړه کول  د نورو جګړو په څېر نه دي، په اسلام کې جګړه کول یوه مقدسه او سپېڅلې جګړه ده چې د مقدسو او پاکو موخو لپاره تر سره کېږي، ځانګړي اصول او قواعد لري،  که کوم مسلمان پکې وژل کېږي هغه شهید دی، هم په دنیا کې  د مسلمانانو په وړاندې، او هم په آخرت کې د الله جل جلاله په وړاندې ډېرې لوړې درجې او لوی کرامت لري، د اسلام ویاړلی او ځلانده تاریخ په دې ګواه دی چې مسلمانانو د روژ ې په مبارکه میاشت کې ډېرې بریاوې لرلې دي، خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم د روژې په مبارکه میاشت کې غزاګانې کړې دي، د کفر په وړاندې یې د مسلمانانو د لښکر مشري په خپله پر غاړه اخیستې ده، له هغه را وروسته  د اسلامي واکمنۍ په اوږدو کې د کفر او اسلام تر منځ ځینې جګړې د روژې په مبارکه میاشت کې تر سره شوې دي، چې دلته یې په لنډ ډول یو څو بیلګې را اخلو:

د یادونې ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم، الله جل جلاله  ته تر ټولو بندګانو ډېر ور لنډ او ډېر پرې نازولی و، رسول الله صلی الله  علیه وسلم  چې څه ډول الله جل جلاله پېژندلو، بل هېڅوک یې په هغه ډول نه پېژني، څومره چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله د عبادت په طریقه پوهېدلو بل هېڅوک دومره نه پرې پوهېږي، هېڅوک  دالله جل جلاله داسې عبادت نشي کولی لکه رسو الله صلی الله علیه وسلم چې کولو، او هېڅوک د الله جل جلاله د اوامرو په کولو او له نواهیو نه په اجتناب کې دومره جدي نه وو لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم، او دا هم د قرآن کریم د مبارک حکم پر اساس ټولو مسلمانانو ته روښانه ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول امت لپاره نمونه دی، هر مسلمان باید هڅه وکړي چې خپل ټول کړه او وړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر کړي، په سورت احزاب کې الله جل جلاله فرمايي :ـ(  لقد كان لكم في رسول ا لله أسوة حسنة لمن كان يرجو الله واليوم الأخر و ذكر الله كثيرا)  او ټولو ته څرګنده ده  چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله د روژې په مبارکه میاشت کې غزاګانې کړې دي، خپله یې ګډون پکې کړی بلکې مشري یې دده مبارک پر غاړه وه.

لومړی: دبدر غزا:

د هجرت په دوهم کال د د روژې د مبارکې میاشتې  په اوه لسمه نېټه را منځ ته شوه، د مسلمانانو د لښکر مشر خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم و، او د مشرکینو د لښکر مشري ابوجهل علیه اللعنة کوله، د مسلمانانو شمېره شاوخوا ۳۱۴ او دکفارو ۹۵۰ کسان وو، په نوموړې غزا کې له مسلمانانو څخه ۱۴ کسان شهیدان شول چې ۶ یې مهاجر او ۸ یې انصار وو، او له کفارو نه اویا کسان ووژل شول، اویا زخمیان شول او اویا کسه یې اسیران شول.

دوهم: د مکې مکرمې د فتحې غزا:

 د هجرت په اتم کال د د روژې د مبارکې میاشتې په شلمه نېټه را منځ ته شوه، په نوموړې غزا کې د مسلمانانو شمیره لس زره کسان وو، او د کفارو تعداد معلوم نه وو چې څومره وو، د مسلمانانو د لښکر مشر رسول الله صلی الله علیه وسلم وو او د کفارو  مشر معلوم نه و ځکه چې هغوی ټول د تیښتې او ماتې په حال کې وو، کوم مشخص مشر یې نه درلود، په نوموړې غزا کې له مسلمانانو څخه ۲ کسه شهیدان شول، او له کفارو نه  ۱۲ کسان ووژل شول.

دریم: د قادسیې جګړه :

 په یو روایت د هجرت په شپاړسم  کال د روژې په میاشت کې د حضرت عمر رضی الله عنه په خلاف کې  دحضرت سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه په مشرۍ را منځ ته شوې، په نوموړې تاریخي او برخلیک ټاکونکې جګړه کې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د مسلمانانو د لښکر مشر سعد بن ابی وقاص رضی الله تعالی عنه وټاکلو، سعد بن ابی وقاص هغه صحابي دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د احد په غزا کې له دې کبله چې کفار یې ښه په نښه کول غشي ور کول او ورته ویې ویل چې زما مور او پلار دې له تا قربان شي وله یې!! د یادونې ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ټول ژوند کې بل هېچا ته دا خبره نه ده کړې چې زما مور او پلارې دې له تانه قربان شي، یوازې سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه  یې  په دغه ارزښتناکه، طلايي او تاریخي کلیمه نازولی دی!!

په نوموړې جګړه کې د کفارو مشري رستم پر غاړه لرله کوم چې په همدې جګړه کې ووژل شو، د مسلمانانو شمېره ۳۰۰۰۰ ، او د کفارو ۱۲۰۰۰۰  وه، له مسلمانانو څخه په نوموړې جګړه کې ۸۰۰۰ مجاهدین په شهادت ورسېدل او له کفارو نه ۳۰۰۰۰ کسان ووژل شول!

د النوبه ښار جګړه:

نوموړې سیمه په هغه وخت کې د مصر او سوډان تر منځ پرته وه، او اوس د مصر او سوډان تر منځ ویشل شوې ده، نیمه یې تر مصر پورې او نیمه یې تر سوډان پورې تړاو لري، د هجرت په پنځه دیرشم کال د روژې په مبارکه میاشت کې د حضرت عثمان بن عفان رضی الله عنه په وخت  کې د حضرت عبد الله بن ابي سرح چې په هغه وخت کې د مصر و الي و، د شلو زرو مجاهدینو په مشرۍ د نوبې ښار له کفارو سره وروسته له هغه په جګړه پیل وکړ  کله چې د نوبې کفارو له مسلمانانو سره  شوې سوله ماته کړه، او کله چې پوه شول چې په جګړه کې یې مسلمانان له ماتې سره مخ کوي نو یې بېرته دسولې غوښتنه وکړه او  مسلمانانو بیا له سره سوله ور سره وکړه.

د اندلس د فتحې جګړه:

 اندلس د وتلي قوماندان طارق بن زیاد په مشرۍ د اموي کورنۍ د وتلي  خلیفه عبد الملک بن مروان په وخت کې  فتح شو، نوموړې جګړه په ۹۲ هجري قمري کال کې د روژې د مبارکې میاشتې په ۲۸ نېټه پیل شوه او د ۸ ورځو په ترڅ کې د اندلس په فتحې سره پای ته ورسېده، د یادونې ده چې په دغه ۸ ورځو کې د اختر ورځې هم راځي، په دې معنی چې د کفارو او مسلمانانو تر منځ د اختر په ورځو کې هم جګړې شوې دي، په دغه جګړه کې د مسلمانانو د لښکر شمېره ۱۲ زره مجاهدین وو، او د کفارو د لښکرو مشري د لذریق په نامه یو کافر کوله، او د لښکر شمېره یې تر یو لک زیاته وه.

د صفد جګړه:  

دهجرت په ۵۸۴ کال کې د روژې په مبارکه میاشت کې د بیت المقدس مشهور فاتح صلاح الدین ایوبي له خپل لښکر سره د صفد ښار چې د فلسطین تر ټولو لرغونی او لوی تاریخي ښار دی فتح کړ، د نوموړي ښار د فتح کولو لپاره ټوله روژه جګړه روانه وه، تر  دې چې د اختر په څلورمه ورځ فتح شو.

د شقحب او یا مرج الصفر جګړه:  

نوموړی ښار  د دمشق په ۳۷ کیلو مترۍ کې پروت دی، په دغه جګړه چې مغولو پر شام برید وکړ، مسلمانان یې مقابلې ته ودرېدل،  د حنبلي مذهب مشهور او وتلي عالم ابن تیمیه رحمه الله هم پکې ګډون کړی و، نوموړې جګړه په ۷۰۲ هجري کال کې د دروژې د مبارکې میاشتې په دوهمه نېټه پیل شوه درې ورځې یې دوام وکړ او د دښمن په ډېرو تلفاتو او د مسلمانانو په بریا پای ته ورسېده.

د مسلمانانو مشري پادشاه ناصر محمد بن قلاوون  کوله او ورسره قوماندان بیبرس، قوماندان سیف الدین سالار، قوماندان سیف الدین کرای هم وو، او د تتاریانو مشري قطلوشاه کوله، په نوموړې جګړه کې د مسلمانانو شمیره د ۲ لکو شا وخوا وه، او د تتاریان تر ۲ لکو زیات وو، په دغه خونړۍ جګړه کې چې ۳ ورځې یې دوام وکړ د مسلمانانو ۲۱۷ قوماندانان شهیدان شول، او د عامو شهیدانو کره شمیره یې نشته، او د تتاریانو په زرهاوو کسان ووژل شول.

دعین جالوت جګړه:

عین جالوت د فلسطین په شمال کې د یو ځای نوم دی، دا جګړه په هغه وخت کې د مسلمانانو  له خوا د مصر د پادشاه قطز په مشرۍ  او د چنګیز د لښکرو تر منځ شوې ده، د چنګیز د لښکرو مشري د کتبغا په نامه یو کس کوله، نوموړې جګړه په کال ۶۵۸ هـ ق  د روژې د مبارکې میاشتې په ۲۵ نېټه پیل شوه، د مسلمانانو شمیره د ۴۰  زرو په شاوخوا کې وه، او د چنګیزیانو شمیره د شلو زرو په شاوخوا کې وه، که څه هم  چې په پایله کې مسلمانان د ډېرو تاوانونو په ګاللو سره بریالي شول، خو  د چنګیز  شل زره کسیز پوځ یې هم ټول  دړې وړې کړ. مورخین لیکي چې همدغه ماتې د چنګیزي امپراتورۍ  دنابودۍ پیلامه شوه، ځکه چې له دې مخکې چنګیزیانو ماتې نه وه خوړلې.  

په پای کې یوه یادونه:

 کېدای شي له ځینو سره دا پوښتنه پیدا شي چې دا خو د مسلمانانو او کفارو تر منځ جګړې دي، او کومه چې فعلا په افغانستان کې روانه ده دا خو له یوې خوا مجاهدین او له بلې خوا د کابل اداره ده، او دا دواړه لوري ځانونه مسلمانان بولي، نو دا څه رنګه  پر هغو جګړو ور قیاس کېدای شي چې د جګړې یو لوری مسلمان او بل یې کافر وي، لکه په دغو یادو شویو تاریخي جګړو کې؟

باید وویل شي چې دا خو ټولو ته تر  لمر روښانه ده چې په افغانستان کې هم جګړه د مسلمانانو او کفارو تر منځ ده، په دې ټول پوهېږي چې په افغانستان کې همدا اوس په لسهاوو زره بهرني کافر پوځونه د څه لپاره پراته دي؟  او د څه لپاره راغلل؟ طیارې او ټانکونه، سرتېري او پوځونه یې د څه لپاره دي؟  دا چې نېغ په نېغه یې نظامي، تربیتي، مالي او سیاسي ملاتړ او مرسته کوي له هېچا هم پټ نه دي، هره ورځ د خبري رسنیو له لارې ټول خبرېږي چې څومره کفار وژل کېږي؟ تر ټولو لنډه او جوته بیلګه یې دا څو ورځې وړاندې په بغلان کې د امریکايي الوتکې را نسکورېدل او پکې سپاره تر دیرشو پورې د کفارو وژل کېدل دي.

دا چې د کابل اداره د کفر په څنګ کې ولاړه ده، د کفر په مټو او امر خپل مسلمان ولس وژني، زندانونو ته یې اچوي، چاپې پرې وهي، دا خپله د نوموړې ادارې ناپوهي او جهالت دی، هم یې د دنیا او هم یې د آخرت بدمرغي ده، چې په هېڅ صورت د کفر ا و اسلام تر منځ د جګړې ماهیت او کیفیت نه شي بدلولی.

ایمل نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x