bijlee ahtijaj

افغان کډوال بې آذانه روژه ماتوي

روژه چې د الله تعالى د لوري مسلمانانو ته د رحمت او مغفرت مياشت گرځول شوې ده د پېښور خواوشا افغان کډوال يې په عذاب کې تېروي. په دې مبارکه مياشت کې ټول مسلمانان په پوره اخلاص روژې نيسي او د خپل وس مطابق عبادات کوي خو هغه افغان کډوال چې په کمپونو کې تراوسه بې ياره او بې مددگاره اوسيږي د خيبر پښتونخوا چارواکوپرې برېښنا بنده کړې ده. د څکلو او لمونځونو کولو اوبه ځکه نه لري چې د ژورو او سترو څاگانو څخه اوبه په برېښنا راپورته کېږي.

په افغان کډوالو کې زيات کډوال زړه نازړه دي چې پر مونږ به برېښنا آزاده کړل شي او که نه ترڅو په دې روژه کې خپل وطن ته ولاړ او د پېښور د برېښنا رياست له عذابه ځانونه وژغورو. د کډوالو د کمپونو يو شمېر مشران د برېښنا کارکوونکو نه د ستونزې د حل دپاره ورغلل خو په ځواب کې يې ورته وويل چې مونږ ته همدا ډول امر شوى زمونږ څه په وس نشته.

په پېښور کې افغان کډوالو او هم د کوهاټ زيات شمېر افغان کډوالو د افغان سفارت او قونسلگرۍ پورې د خپلې ستونزې آواز رسولي خو دواړو ځايونو ورته د افغانانو په سترگه نه دي کتلي.

په پېښور کې افغان کډوال وايي چې د لرو پرتو سيمو په دېره گرانه د څکلو اوبه کورونو ته راوړي. د ماښام پر مهال د گړيو ستنو ته وگورو او بې آذانه روژه ماته کړو چې دا يوه مياشت کله نا کله او د مبارکې روژې په مياشت کې سکوټه برېښنا بنده ده. په يوه جومات کې هم اذان نه اوريدل کيږي. پيشنمي مو هم دا حال دى.

افغان کډوال چې په پېښور خواوشا سيمو کې اوسيمي پر هغوى د برېښنا د بندولو په اړه چې ترې پوښتنه وشوه وې ويل تر تېرې مياشتې پورې مو مصارف يعنې د برېښنا بلونه پوره ادا کړي دي. په پاکستان کې افغان کمپونو ته برېښنا په ټيکداري نظام چليږي چې د عام پاکستاني ولس په پرتله څو چنده گرانه افغاني کمپونو ته ورکول کيږي. په پېښور کې افغان کډوال د خيبر پښتونخوا له چارواکو د گيلو تر حده اوړيدلي وايي چې په فلسطيني غزه کې د اسيرو فلسطينيانو سره هم دومره ظلم نه کيږي. کله مونږ چې تراوسه پورې تراويخ او روژه ماتې د برېښنا په رڼا کې ونه کړ.

دا کډوال د پاکستان مرکزي حکومت نه په دې نارضايتي ښايي چې د افغان کډوالو د پاره د يوې خوا د اوسيدنې وخت پراخه وي او د بلې خوا ورسره په دې سخته روژه کې دا ډول ناروا سلوک کوي.

د افغان دولته هم د دوى سره په ناروا سلوک همدا حال بيانوي. وايي تر څه وخته چې دوى په دې کمپ کې ژوند اختيار کړى د افغان په صفت يې چا پوښتنه نه ده کړې. که د کډوالو کوم رياست يې په پېښور کې جوړ کړى وي دا به د کډوالو وزارت او رياست ترمنځ خبره وي. په پېښور کې د کډوالو رياست په ځمکه نشته او که په هوايي جوړ کړي ترې خبر نه يو.

دوى په دې اندېښمن دي چې که الله يې توبه قبوله کړه د پېښور چارواکي به پرې برېښنا ازاده کړې او که نه دا د رحمت مياشت به په عذاب کې چې بوډاگان او ماشومان يې د گرمۍ توان نه لري بې آذانه به روژې ماتوي.

س، سيرت

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د