هلمند جګړه کې ښکېل ولایت؛ خو امنیتي مسوولینو ۸۰۰ پولیس کم کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې که څه هم د دې ولایت واک له ګواښ سره مخ دی، خو کورنیو چارو وزارت د پولیسو له تشکیل نه ۸۰۰ تنه کم کړي دي.

د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ چې دنده يې ځنډول شوې ده، رسنیو ته ویلي چې کورنیو چارو وزارت له شاوخوا ولسوالیو نه سلګونه پولیس را ټول کړي دي.

عبدالرحمن سرجنګ، د هلمند مرستیال والي او د ۲۰۵ قول اردو عمومي قومندان دندې وروسته له هغه وځنډول شوې چې د هلمند امنیتي وضعیت په کنټرول کې بې وسه ثابت شول.

سرجنګ وايي چې پولیس له وسله والو مخالفينو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، خو کورنیو چارو وزارت له نا امنه ولسوالیو د پولیسو تشکیل کم کړی دی.

نوموړي په باغران، ديشو او ناوه کې د پولیسو کمښت یاد کړی او هم يې ويلي چې د ټولو موسسو لپاره د پولیس تشکیل لغوه شوی دی.

هلمند چې د جګړې د کنټرول لپاره يې امریکايي عسکر هم تازه جګړې ته ورننوتي، د هېواد یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د جګړې موسم نه پېژني.

ياده دې وي تر دې وړاندې اجراییه رییس هم د ګڼو ولایتونو له اطرافو د امنیتي ځواکونو د راټولېدو خبر ورکړی و او ويلي و، چې دوی به په مرکزونو کې له دمې وروسته تهاجمي بريدونه کوي، خو اوس په دفاعي حالت کې قرار لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د