افغانستان

غزنی: اندړو کې علم خېل کلی هم د اربکیانو له ګوتو ووت

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې د غزني ولایت د اندړو ولسوال د دې ولسوالۍ د سقوط وېرې اخیستی، تېره ورځ د اربکیانو له واکه یو بل کلی هم ووت.

د اندړو ولسوال محمد قاسم ديسیوال د اندړو د وضعیت په اړه اندېښنه ښوودلې وه او ويلي يې و، چې له شاوخوا ۷۰۰ اربکيانو یوازې ۱۰۰ ورپاتې دي.

طالبانو تېره ورځ د اربکیانو هغه مرکز له منځه یووړ، چې د تېرو نږدې څلورو کلونو په اوږدو کې يې پرلپسې په له منځه وړلو کې ناکام شول.

د اندړو ولسوالۍ په علم خېلو کلي کې د اربکیانو مرکز تېر کال هم د خونړۍ جګړې شاهد و، چې څه د پاسه ۱۳ اربکیان پکې ووژل شول، خو طالبان يې پر نیولو بريالي نه شول.

تېره ورځ غرمه مهال طالبانو دغه مرکز له منځه یووړ او اربکیان له دې کلي په تېښته بريالي شول.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې له دې مرکزه يې ګڼ مهمات هم تر لاسه کړي دي.

ياده دې وي څو ورځې وړاندې د اندړو ولسوال وېره ښکاره کړه چې ښايي د طالبانو په سږنیو عملیاتو کې دا ولسوالۍ سقوط وکړي.

اندړ د افغانستان په سطحه د اربکيانو لومړی پیدا ځای و، چې اوس يې پکې زور اوبه شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x