
د جهادي ډلې په بريد کې اتلس فليپيني سرتيري وژل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۵ل): د فليپين حکومت وايي، چې د هېواد سويل کې د اسلامي جهادي ډلې په بريد کې لږ تر لږه اتلس سرتيري وژل شوي دي.
د فليپين پوځي چارواکي وايي، چې د بيزيلان په جزيره کې د ابو سياف جهادي ډلې سره په نښته کې لږ تر لږه اتلس سرتيري وژل شوي او له پنځوسو زيات ټپيان دي.
د چارواکو په وينا دا مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه، چې امنيتي ځواکونو د دغې ډلې د مشر د نيولو لپاره دغه جزيره کې عمليات پيل کړل.
امريکا د يادې جهادي ډلې د مشر اسنيلون هيپيلون پر سر پنځوس لکه ډالر جايزه ټاکلې ده.
غربي رسنۍ د ځايي چارواکي له قوله وايي، چې لږ تر لږه سلو مخالفينو د جګړې پر مهال له څلورو سرتيرو سرونه پرې کړي دي.
د فليپين دفاع وزارت وياند رسنيو ته ويلي، چې دولتي ځواکونه د جهادي ډلې د مشرانو نيولو په موخه يادې سيمې ته روان وو، چې لاره کې ورته مخالفينو کمين نيولی و.
د پوځ وياند وايي، چې د سرتيرو مرګ ژوبله له دې امله ډېره ده، چې بريدګرو په لوړو غرونو کې مورچې نيولي او په هر ډول نوو او پر مختللو وسلو سمبال دي.
د ځايي چارواکو په وينا دغه جهادي ډله په نويمو کلونو کې ابوسياف د القاعده په مرسته جوړه کړې وه.