محمـــده ص ستــــالـــــه وصلــــه زرغــــــونه ده مــدېنه

madine

محمـــده ص ستــــالـــــه وصلــــه زرغــــــونه ده مــدېنه

تورغــلاف دى غــــوړېدلى ستــالــه هجــــره پرکعبه

ته رسول يې محمـــــــده ته رحـــمت يې دسبحـــــــــان

ته سپېڅــلى پاک بنـــــــده يې ته آقــــــايې دجهــــــان

ته غمخوردبشريت يې ته لارښـــــود يې دايمــــــــــان

ته ښــــــائـســت دجنتـــــــونـــو درتــــــه ورته دي ګلان

ته سالار يې ته ســـــردار يې ته دلــــبر يې ته جـــــانان

فضيلت لـــرې  افضــل يې داويـلي پا ک سبحـــــــان

ته په مينــه کي رښتنى تل قـــــائــم يې په وعـــــــــده

ته يې لمرته يې سپوږمۍ ته يې بريښنـاته يې ډېوه

ته چي نــه وې زور زيــــاتى وو قــــــدرنــــه وو دبـشــر

شاګردي وه دشيطــان بتــان خــــدايان وو لــــر اوبـــــر

نه مسجد نه مـــدرسـه وه نه تعـــليم وو نه سنګـــــــــــر

ته چي راغلې تا بيـــان کـــــړو قــــدرتـــونه داکــــــبر ج

له دنيـــا دي په مـــــېړانه دوحشـــت ټــــــول کـــړ ټغــــر

خو شحالي شوه آرامي شوه ورورګلـوي شوه سراسر

حق عيان لکـــه سپين لمـــرشومعناداره شوه جـــذبه

ستــالـــه نــوره تورو زړونـــو ته ورولـــــوېــده شغـــــله

لو ړمقـــام دي رب عيــــان كــــړدقــــــــــــــرآن په ايـاتـــــــو

ډيركفــــارمسلمــــانان شـول ستـا  په حقــــــو معجــــــزو

ټول بتـــان دمكې مــات شـــول دوران تېــرسـو دتيـــارو

دكسـرى قصـــرى چپـــــه شـــو ظـالمان شــو په ګــــونډو

هرميـــــــدانـــوو تـــا ګـــټـــلى هـمــــيشـه په تـكــــــــــبيـرو

او س غازيان كـوي رفتـار ستـا په سپيڅلو سپينو پلـو

څوك جهادكړي څوك دعوة كـــړي څوك مشغول دي په ذكرو

څوك تيـــار فــــدائي بريــدته نــوبـت غــواړي په سـوالو

تل پالــــلى تــا سنګـــــروو په بـلنـــده حــــوصـلــه

الهام ستايم ستا اخلاق ستا دعوتونه ستـا څېره

سيداحسان الله الهام  تاريخ20/05 /2011



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.