ana and us soldeirs

پر بهرنیو سرتیرو برید کونکی عسکر د طالبانو سره یو ځای شوی دی

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي  هغه عسکر چي د کندهار په هوايي ډګر کي بندي وو، او تیره ورځ د یوه بل پوځي سره په تیښته بریالی شوی، طالبانو ته ځان رسولی، او اوس خوندي ځای ته انتقال شوي دي.

باید وویل شي چي تیره ورځ ویل شوي وه چي په کندهار کي د 205 اتل قول اردو د توقیف خانې څخه هغه افغان سرتیری په تیښته بریالی شو چي یوه اونۍ مخکې پر شپږو بهرنیو سرتیرو ډزي کړي وې، او د قاري یوسف په وینا یې ۳ تنه بهرنیان یې وژلي وه، او درې نور یې ټپيان کړې وه.

دغه عسکر چي دجلال اباد ولایت دی، د قاري یوسف په وینا احسان الله نومیږي، او د یو بل بریدمن په مرسته تر طالبانو ځان رسولی او د طالبانو له خوا یې شانداره استقبال سوی دی.

نومړي ویلي چي دغه بندي عسکر مرسته کونکي بریدمن ته په دې خاطر سپارل شوی وو، تر څو یې بهرنیانو ته وسپاري، خو د هغه افغاني غیرت دا قبوله نه کړه چي خپل افغان بهرنیو اشغالګرو وحشي ځواکونو ته وسپارلي، او له همدې کبله یې تیښته غوره وباله.

قاري یوسف وړاندي ویلي چي دوی د احسان الله سره له مخکي لا په تماس کي وه، او کله چي نومړي پر بهرنیانو برید وکړ، نو مونږ یې مسؤولیت ځکه نه واخیست چي دده ژوند په خطر کي وو، او ددښمن له خوا نیول شوی وو.

طالبان ادعا کوي چي دې ته ورته په افغاني عسکرو کي دوی ډیر خپل مجاهدین ځای پر ځای کړي دي، چي هر یو یې د خپل وار په انتظار دي، او مناسب وخت ته ګوري چي پر بهرنیانو برید وکړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د