کندهار: د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کي ۲۴ اربکیانو ته مرګ-ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۵ ل): د کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ د بندي تیمور سیمي ته څېرمه په رېګ سیمه کي امریکایي ځواکونو پر اربکیانو هوایي برید کړی چي په پایله کي یې ۲۴ اربکیانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

بهرنیو ځواکونو یاد هوایي برید د شپې مهال هغه وخت ترسره کړی کله چي اربکیان په درو رینجر موټرو کي د رېګ سیمي ته په ساده جامو کي د قاچاقبرو د نیولو لپاره تللي وه، پر همدې مهال بهرنیو ځواکونو پر دوی باندي د طالبانو په ګمان هوايي برید ترسره کړی او مرګ ژوبله یې رامنځته کړي ده.

د بندي تیمور سیمي یوه ځايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چي امریکایي ځواکونو په دغه برید کي ۲۴ سیمه ییزو پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي او ددوی درې موټر یې له منځه وړي دي.

بل پلو د ژړۍ ولسوالۍ د نلغام سیمي یو مخکښ اربکۍ قومندان (شاولي) د ورپېښي ناروغۍ له امله مړ سوی.

د یادو پېښو په اړه تر دې دمه د کندهار چارواکو څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د