فراه: د سیمه ییزو قومندانانو خپلمنځي شخړه کې پنځه تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې د سیمه ییزو قومندانانو تر منځ په نښته کې پنځه تنه وژل شوي دي.

د صدرالدین په نوم د ځايي اربکیانو مشر د عبدالله په نوم پر بل اربکي قومندان بريد کړی او هغه يې له خپلو ملګرو سره ځای پر ځای وژلی دی.

عبدالله چې په سیمه کې يې د ملي پیوستون د پروژو د پلي کېدو مسوولیت هم پر غاړه درلود، په غنجغر سیمه کې د صدرالدین د وسله والو له کمین سره مخ شو.

په دې بريد کې عبدالله، د هغه دوه زامن او یو ساتونکی وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

په جګړه کې د صدرالدین یو وسله وال هم د مقابل لوري په ډزو کې وژل شوی دی.

تر اوسه د فراه ځايي مسوولینو د دې دوو قومندانانو د خپلمنځي شخړې په اړه څه نه دي ويلي، خو وسله والو طالبانو يې په اړه څرګندونې کړې او ويلي يې دي چې عبدالله د غوجي په سیمه کې د پروژو د ليدلو لپاره روان و، چې د صدرالدین له لوري پرې برید وشو.

ياده دې وي د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې اربکیان د دولت له واکه په وتلو دی، چې دولتي رسنۍ يې کله کله «غیر مسوول وسله وال » هم معرفي کوي.

په ورته وخت کې د کندهار په میوند کې هم امریکايي بمبار ۲۴ اربکيان وژلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د