افغانستان

پکتیکا: له کرزي وروسته هم؛ ولسمشر غني ملکي وژنه ونه غندله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي له لوري په پکتیکا کې د قومي مخورو وژنه وغندل شوه، خو ولسمشر غني لا هم چوپه خوله دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ امریکايي بې پیلوټه الوتکو د «بانځو» سیمې د مخورو او قومي سپین ږیرو موټر په نښه کړ او پکې سپاره ۱۸ تنه یې ووژل.

دغه قومي مشران او سپین ږیري د یوې سیمه ییزې شخړې د حل په موخه په جرګه روان و چې په لار کې پرې امریکايي بې پیلوټه الوتکو برید وکړ.

پخواني ولسمشر حامد کرزي د بهرنیانو له لوري دا ډول کړنې وغندلې او هغه يې د ولسي غبرګونونو لامل په ګوته کړې دي، خو ولسمشر غني لا هم چوپه خوله دي.

ولسمشر غني چې په له هېواده د باندې هم د هغو پېښو په اړه ژر غبرګون ښيي چې له امریکا پرته اسلامي ډلو تر سره کړې وي.

نوموړي د خپل واک په لومړي کال په فرانسه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د توهین غچ اخیستونکو بريدونه په توندو ټکو وغندل او هغه يې «وحشيانه» عمل وباله.

تر اوسه په ارګ کې نه یوازې ولسمشر غني؛ بلکې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د پکتیکا د خونړۍ پېښې په اړه هیڅ نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x