
افغانستان، پاکستان او هند سختې زلزلې ولړزول
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۵ل): افغانستان، پاکستان او هند کې درنې زلزلې درې واړه هېوادونه ولړزول.
راپورونو له مخې د کابل پر وخت درې بجې درنه زلزله وشوه او له کبله یې خلک له کورونو او دفترونو سرکونو ته راووتل.
د زلزلې پېژندنې اداره وايي، چې د زلزلې شدت ۷،۱ و، مرکز يې د هندوکوش غر و او شاوخوا پنځلس ثانيې وخت يې ونيو.
لومړی د زلزلې واړه ټکانونه وو او وروسته يو قوي ټکان راغی او اوس هم د زلزلې وروستي ټکانونه راځي.
ويل کيږي، چې کېدای شي د زلزلې له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتي وي؛ ځکه چې شدت يې ډېر و او په ګڼو سيمو کې د مخابراتي شرکتونو خدمتونه هم ځنډول شوي دي.