
د غني سکوت؛ امریکايانو ته د ملکي وژنو جواز ورکوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه ۱۳۹۵ل): هارټ اف ایشیا یا د اسیا زړه په نوم انګلیسي ورځپاڼې په پکتیکا ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په ډرون برید کې د ملکي وګړو د وژنې او د ولسمشر محمد اشرف غني سکوت په اړه سرلیکنه خپره کړې ده.
هارټ اف ایشیا ورځپاڼې چې تازه یې په خپرونو پیل کړی دی، لیکلي چې په ملکي وګړو د ملي وحدت حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر سکوت ښيي چې نوموړي امریکايي ځواکونو ته واک ورکړی څو افغانان ووژني.
دوه ورځې وړاندې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو ډرون الوتکې بمبارۍ لږ تر لږه ۲۰ بې ګناه ملکي وګړي و وژل.
د دغو ملکي وګړو نومونه هم په رسنیو کې خپاره شول او طالبانو رد کړله چې ګواکې په دې برید کې د دوی ملګري وژل شوي دي.
هارټ اف ایشیا ورځپاڼې په خپلې سرلیکنه کې لیکلي چې اشرف غني یواځې د چاودنو او سرتیرو بریدونو په اړه غبرګون ښيي او د امریکايي بریدونو په اړه چوپ وي. د ورځپاڼې په باور له دې معلومیږي چې اشرف غني یواځې چاودنې او سرتیري بریدونو د غندنې وړ ګڼي او د امریکايي ځواکونو بمبارۍ نه.
سرلیکنه مخې وايي چې په پکتیکا کې د ۲۰ ملکي افغانانو په وژنې د ولسمشر نه غبرګون، نه يې غندل او نه هم د ټپي ملکیانو لیدنې ته روغتون ته ورتګ ښيي چې نوموړي لپاره د امریکايي ځواکونو لخوا د افغانانو وژل مشروع او قانوني دي.
د سرلیکنې لیکوال په ولسمشر غږ کړی چې باید په دې پوه شي چې د هغو افغانانو چې په امریکايي بمباریو کې وژل کیږي، وینه له هغو کمه نه ده، چې په چاودونو او سرتیرو بریدونو کې وژل کیږي.
تر هغه وروسته چې اشرف غني د ګډحکومت ولسمشر شو، نوموړي تر دې دمه د امریکايي ځواکونو لخوا د بې ګناه ملکي وګړو وژنه نه ده غندلې.