افغانستان

د بلخ د سولې شورا: د حکومت خپلمنځي اختلاف د سولې د هڅو خنډ دی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه، ۱۳۹۵ل): په بلخ کې د سولي ولایتي شورا وايي چې د سولې په هڅو کې لوی خنډ د حکومت خپلمنځي اختلاف دی.

د دې شورا د کمېټې مسوول بازمحمد غریبيار وايي چې د حکومت خپلمنځي اختلافات او د مخالفینو د پرمختګ او زړورتیا سبب شوي دي.

د هغه په خبره تر څو چې پر مخالف لوري سیاسي او پوځي فشار را نه وړل شوي په وينا يې سولې ته غاړه نه ږدي.

د سولې شورا د کمېټې دا مشر وايي چې دولت باید مقابل لوری په زور سولې ته اړ کړي او تر فشار لاندې يې ونیسي.

بازمحمد غریبیار وايي چې طالبان د حکومت له خپلمنځي اختلافه ګټه اخلي او مخ پر وړاندې روان دی.

نوموړي پر دې خواشيني څرګنده کړه چې لا هم امنیتي ادارې د سرپرستانو له لوري اداره کېږي او په ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو تر منځ هیڅ همغږي نه ليدل کېږي.

که څه هم د سولې اړوند د څلور اړخیزو ناستو په نوم څو غونډې تر سره شوې خو کومې مثبتې پایلې يې نه دي لرلې.

د شنونکو په باور په ګډ حکومت کې لا هم د سولې د خبرو اتر پر وړاندې یو دریځ نه تر سترګو کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x