
ایراني ځواکونو درې افغانان وژلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۵ل): ایراني سرحدي ځواکونو د افغانستان–ایران پر پوله درې افغان کډوال وژلي دي.
د هرات ولایت چارواکي وايي چې د ایراني ځواکونو په ډزو کې درې افغان کډوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د دوی په وینا دغو کډوالو غوښتل چې ایران ته واوړي.
د هرات ولایت مقام ویاند جیلاني فرهاد پرته له دې چې د پېښې په اړه ډير جزییات ورکړي، ویلي چې وژل شوي کسان د هرات د کوشان ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
د افغانستان – ایران پر پوله تر دې وړاندې هم ډيری ورته د تاوتریخوالي پېښې رامنځته شوي دي. ایراني ځواکونو تقریبا درې میاشتې وړاندې هم څلور افغان کډوال وژلي وو.
د یو شمېر راپورونو له مخې هره ورځ شاوخوا زر افغانان د ایران له سرحده اوړي څو اروپا ته ځان ورسوي.
اوسمهال په ایران کې دوه میلیونه افغانان اوسیږي چې د ایراني حکومت لخوا یې د ځورولو خبرونه وخت پر وخت ورکول کیږي.
له افغان مهاجرینو سره د ایران په ناوړه کړنو نړیوالو سازمانونو هم وخت پر وخت توندې نېوکې کړي دي.