افغانستان

کندهار: امریکايي ځواکونو اربکیان بمبار کړي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۵ل): امریکايي ځواکونو په کندهار کې اربکیان بمبار کړي دي.

یک تلویزون ته یو شمېر سرچېنو ویلي چې د میوند ولسوالۍ د بندي تیمور ته څېرمه ریګ نومې سیمه کې امریکايي ځواکونو ۲۴ اربکیان بمبار کړي او ځای پر ځای یې وژلي دي.

یاد تلویزون ته یوې سرچېنې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي دي چې وژل شوي کسان ټول سیمه‌ییز پولیس یا اربکیان دي.

سرچېنې زیاته کړې چې یادو کسانو په درې موټرو کې روان و، څو قاچاقبر ونیسي.

نن ټکی اسیا ته هم د بندي تیمور یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې برید په اربکیانو شوی دی. هغه زیاته کړه چې بهرنیو ځواکونو یاد هوايي برید هغه مهال وکړ چي پولیس په درو رینجر موټرو کي د رېګ سیمي ته په ساده جامو کې د قاچاقبرو د نیولو لپاره تللي وو او بهرنیو ځواکونو پر دوی باندې د طالبانو په ګمان هوايي برید ترسره کړ.

د کندهار ولایت مقام ویاند صمیم خپلواک بیا دا رد کړي او په وینا یې وژل شوي کسان ټول قاچاقبر او وسله‌وال دي. هغه په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

امریکايي ځواکونه په اربکیانو په داسې حال کې بمباري کوي چې دوه ورځې وړاندې یې په پکتیکا کې په یوې بمبارۍ کې ۲۱ ملکې وګړي و وژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x