افغانستان

عبدالقیوم ذاکر: د مذاکراتو په «تېرایستونکې» پروسې باور نه لرم

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري۲۲مه ۱۳۹۵ل): د طالبانو د رهبري شورا غړي ملا عبد القیوم ذاکر هغه راپورونه رد کړي چې په کې د نوموړي په حواله د مذاکراتو غوښتنه شوې وه.

د روانې اونۍ په سر کې ځینو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې ښاغلي ذاکر طالب مشرانو ته یو ۱۲ ماده ييز وړاندیز کړی او غوښتنه یې کړې چې له امریکا او کابل حکومت سره دې مستقیمې خبرې پیل شي.

خو نوموړي نن د طالبانو د رسمي ویب پاڼې (الاماره) له لارې دغه راپورونه ناسم بللي او ویلي یې دي چې هیڅ کله یې د مذاکراتو وړاندیز نه دی کړی.

ښاغلی ذاکر وايي: «ما هیڅکله د مذاکراتو خبره نه ده کړې او نه هم د مذاکراتو په تېرایستونکې پروسې باور لرم». هغه زیاتوي چې د یو «سوچه اسلامي نظام» د حاکمیت لپاره به مبارزه کوي.

ښاغلي ذاکر همدا راز په رسنیو غږ کړی چې د بې بنسټه راپورونو له خپرولو ډډه وکړي.

ملا عبد القیوم ذاکر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال وتلی نظامي قومندان وه او ګڼې دندې يې ترسره کړي. پر افغانستان د امریکا له یرغل وروسته نوموړی ونیول شو او په ګوانتنامو زندان کې یې نږدې شپږ کاله بند تیر کړ، چې تر راخوشې کیدو وروسته د نظامي کمیسون د مشر په توګه وټاکل شو.

نوموړی دا مهال د طالبانو د رهبري شورا غړی دی او د طالبانو په لیکو کې له بانفوذه شخصیتونو څخه شمېرل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

ډیر ښه کار شوی ، مونږ چه کله د ذاکر مولوی صاحب د سولی د وړاندیز په اړه هغه افواهات ولوستل ، خدای شته ډير خواشینی او خوابدی شوم او له ذاکر مولوی صاحب می ویره پیدا شوه چه ذاکر صاحب بیعت نه دی کړی بلکه د غلامی اداری له خوا ورته د بیعت کولو دستور ورکړی شوی او سمدلاسه په دغه ډول افواهاتو غواړی چه طالبان سره وویشی او تر منځ یی نفاق رامنځته کړی ، دا یی مشت نمونه خروار ، له دی وروسته به تر دی لا زیات ستونزی رامنځته کړی ،حتی غوښتل می چه په دی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x