د علي رضی الله عنه او د عمروبن ود مبارزه

لیکوال: عبدالحمید جوده السحار
ژباړن: شرر ساپی

د لښکر مشران د مشورې لپاره کېناستل. بني قريظه خپله ژمنه ماته کړه، بايد دوی اوس له دې خندق څخه ورتېر شي، چې د دوی او مسلمانانو ترمنځ يوه پريکنده جګړه وشي، دوی پرې د پاسه دي او بنو قريظه لاندې برخه کې دي، بس پرلپسې يو څوګوزارونه به وي بيا به نه اسلام وي او نه مسلمانان او زمانه به يې په ياد د هېر لستوڼی راکاږي.

د خندق يو تنګ ځای ته يې ځانونه ورسول چې له دې ځای نه خپل اسونه ورپورې باسې، په دغه اسپورانو کې عکرمه بن ابي جهل، د علي بن ابي طالب د خور ام هانئ مېړه هبيره بن ابي وهب، ضرار بن الخطاب او عمروبن ود و، عمروبن عبد ود ورمخکې شو، دا په عربانو کې مشهور اسپور و چې په بدر کې ټپي شو او بيا يې پښې سپکې کړې، په احد کې يې ګډون نه و کړی،اوس له لښکر سره راغلی دی چې د خپلې لمن څخه د پېغور داغ ووينځي، او څوک خبر دې که دا ځل له مېدانه په وينو ککړه لمن يوسي! راوړاندې شو چې ټولو ته د مبارزې چلنج ورکړي، هغه ډېر غښتلی اسپور دی، غږ يې کړ

– څوک مبارزې ته راوځي؟

علي کرم الله وجهه ورپاڅېد او ويې ويل:

– اې د الله نبي زه ورځم.

رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ورته په ډېر تلطف وويل :

– کېنه هغه عمروبن عبد ود دی.

عمرو بيا خپل اواز تکرار کړ او ويې ويل:

– څوک جګړه کوي؟

هيڅوک ور پورته نه شول، مسلمانانو ته پېغور ورکوي او ملنډې پرې وهي نو ويې ويل:

– ستاسې هغه جنت څه شو چې تاسې دعوه لري چې څوک مو ووژل شي ورننوځي؟ کوم څوک نه راوځئ؟ بيا يې يو څوبيته شعر زمزمه کړ:

نور له دې غږه شوم ستړی

((څوک راځې مبارزې ته ))

په زلمي کې

سخاوت ،شجاعت دواړه

ډېرې غوره غريزي دي

علي کرم الله وجهه وويل :

– اې د الله رسوله زه ورځم.

– هغه عمرو دی.

بيا عمرو په دريم ځل غږ وکړ:

– څوک مبارزې ته راوځئ.

علي کرم الله وجهه وويل:

– اې د الله رسوله زه وروځم.

– هغه عمرو دی .

– که عمرو هم وي!

رسول الله -صلی الله عليه وسلم- اجازه ورکړه، خپله توره ذوالفقار يې ورپه غاړه کړه او خپله زغره يې ور واغوستله، علي مخکې روان دی او له ځان سره په هم هغه وزن، بحر او قافيه دا بيتونه زمزمه کوي :

عجله او بېړه مه کو

ستا د فکر پرخلاف

داسې څوک درته راووت

چې په زړه کمزوری نه دی

ډېر ځېرکه او پاک نيتی

صداقت په هره چاره کې

د هرې بريا لار ده

رسول الله -صلی الله عليه وسلم- اسمان ته سترګې پورته کړې او د زړه له درده يې وويل:

– اې زما الله د بدر په ورځ دې رانه عبيده واخيست، د احد په ورځ دې رانه حمزه واخيست،او دا علي زما ورو زما د تره زوی دی ما يواځې مه پريږده او ته غوره وارث يې، اې الله پرې کامياب يې کړه .

علي عمروبن عبد ود ته ورغی او ورته يې وويل:

– يا عمرو تا له الله سره ژمنه کړې وه چې که هر قريشې درنه دوه غوښتنې وکړې يوه به يې منې .

– بلې همداسې ده.

– نو زه دې د الله، د الله رسول او اسلام ته رابلم.

– دې ته خو اړتيا نه لرم.

– زه دې مبارزې ته راغواړم.

عمرو وخندل او ويې ويل:

– دا خو داسې خبره وه چې ګومان نه کوم ,کوم عرب دې پرې ما وويروي .

علي کرم الله وجهه جګړې ته تيار شو، عمرو ورته وويل :

– وراره ولې داسې کوې؟ په خدای که زه غواړم چې تا مړ کړم.

علي ورته وويل:

– خو په خدای زه غواړم چې ودې وژنم.

عمرو غيرت اوننګ ونيو، په خپل اس باندې رامخکې شو، علي ورته وويل :

– څنګه درسره جګړه وکړم چې ته په اس سپور يې ؟ ما سره پلی شه.

عمروبن عبد ود دا نه خوښوله چې علي دې ووژني ځکه چې ابوطالب يې د يوې پيالې ملګری و، خو علي کرم الله وجهه راوپاراوه، په غوسه شو، له اس نه کوز شو، توره يې راوويستله ته وا چې د اور ټوکړه ده، خپل اس يې وواهه او په علي پسې راغی. رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ونه شو کولاې چې جګړه په خپلو سترګو وويني، په خپل ځان يې د خپل حبيب ، ورور ، وراره او د زهراء د مېړه د مرګ له وېرې زړه خوږېده .

علي بن ابي طالب د عمرو ګوزار په خپل ډال واخيست، عمرو پرې بل ګوزار وکړ ډال وشلېده د علي سر ولګېده وېنې پرې راماتې شوې، د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- او مسلمانانو زړونه وښويدل، خپل رب ته يې دعا ګانې شروع کړې چې د حسن او حسين پلار په عمرو چې د عربانو غښتلی اتل دی بريالی کړي. علي کرم الله وجهه عمرو د سترګو په رپ کې غافل کړ او بيا ذوالفقار د لمر په وړانګو کې وبرېښېده او د عمرو په ورميږ برابر شو، عمرو راوغورځېده او په خپلو وينو کې ولمبېده، مسلمانانو د تکبير چېغه وکړه، کله چې رسول الله -صلی الله عليه وسلم- د تکبير چېغه واورېده، پوه شو چې خواږه علي عمرو وواژه، د وېرې ځای ډاډ او سکون ونيو، د اسلام د اسپور استقبال ته ورمخکې شو او ډېر زيات خوشال دی، علي سرلوړی راوګرځېده او د الله په مرسته خوشاله دی، رسول الله -صلی الله عليه وسلم- ورته وويل:

– يا علي چې ورسره مخ شوې، په ځان څومره باوري وې؟

– کله چې ورسره مخ شوم احساسوله مې که ټوله مدينه په يوې خوا ولاړه وای او زه بلې خواته ولاړ وای نو په ټولو به بريالی شوای وم.

کله چې عمرو ووژل شو، له خندق نه راپورې وتلې اسپوران بېرته وتښتېدل، زبيربن العوام ورپسې شو، په هبيره بن ابی وهب يې حمله وکړه، د اس شونډک يې غوڅ شو، او د سپرلۍ په شا يې اچولې زغره هم وغورځېده، زبير راواخيستله؛ عکرمه بن ابي جهل خپله نېزه وغورځوله؛ ضرار بن الخطاب او هبيره بن ابي وهب په علي کرم الله وجهه باندې حمله وکړه، علي ورپسې راوګرځېده ضرار خو پښې سپکې کړي او وتښتېده، هبيره يوه شېبه ټينګ شو، بيا يې خپله زغره ګوزار کړه او وتښتېده، هغه د قريشو اسپور او شاعر و .

مسلمانانو خپل شعار بدرګه کاوه :

– حم لاېنصرون( حم دوی کاميابېدلاې نه شي)

محمد صلی الله علیه وسلم او ملګری يې خندق غزا