nashtar1

د نعمان منلي نښتر

 
د (نښتر ) له کالم سره به زه نعمان منلي ستاسو په خدمت کې یم ، پخوانیو ډاکټرانو یاروغتیاپالانو به د جراحي اوسرجیکل په برخه کې د نښتر له نېښ نه ډیر کار اخیست , د انسان په بدن کې به يې د هغه د ضرري ویني داېستلو یا دپړسیدلې زخم د سورې کولو او … له پاره د نښترنېښ کاراوه . د ملتونو پر بدن هم ډیر ځله ډول ډول ناروغۍ بلوسې کوي او د دې ناروغیو د درملنې له پاره د عالم او لیکوال قلم د نښتر کار ورکوي ، د هر هیواد عالم او لیکوال باید خپل هیواد او دین ته مخلص ، ځیرک او پوهه وي . هغه باید دا ډول ناروغۍ تشخیص او ملت ته یې په ګوته کړې او داراز یې د درملنې لارې چارې ورته وښيې . 

زموږ پر هیواد د پردیو له یرغلونو سره د نورو ډیرو ستونزو په شمول ګروهیزې او فکرې ناروغئ هم رالیږدول کیږې ، لکه باندنې یرغلګر چې د اشغال شوې ولس له وګړیو نه د ځان دساتنې او لارښوونې په نیت وګړیز ځواک استخداموي داراز له اشغال شوي ولس نه دخپلو ګروهیزو موخو او افکارو د ترویج په نیت له هغه ولس نه اجیر او مزدور قلمونه هم استخداموي ، موږ په خپل هیواد کې په دا څو لسیزو کې داسې قلموال ولیدل چې د یرغلګرو ګروهې او افکار یې موږ ته زموږ په ملې ژبو وژباړل او په لویه پیمانه یې زموږ په ولس کې خپاره کړل .
د لینن د الحادي فکر او اند ژباړن اوس هم زموږ په هیواد کې ژوند کوي او دا نن یې موږ وینو چې دبل بادار په اجوره د هغوی لیبرالې اندونه ژباړې او تشریح کوي . نن خبره دومره سوروره شوې ده چې د استشراقي فکر پلویانو زموږ په هیواد کې  په ډیره شیطاني توګه پراخه کار پیل کړی دی او غواړې له حق دین نه مسلمانان لرې او دباطل لارې ته نږدې کړي . 
نښتر به د ملت دا ډول خوړینې دانې او خوناب نیولې پړسوبونه تاسو ته تشریح کوي ، او د خپل سپیڅلې دین په رڼا کې به هغه ناسم افکار تر مکملې تشریح اوسپړنې لاندې راولې . په پیل کې د یوه قسم حق راباندې لرئ چې درته پورته یې کړم او هغه داسې چې په هغه ستر ذات قسم خورم چې زموږ او ستاسو روحونه یې په واک کې دي چې په دې کرښو ماته هیڅ لوری نه یوه افغانۍ راکوي ، نه یوه کالداره ، نه یو ریال او نه یو ډالر . او په دې کرښو سره یواځي او یواځي د خپل ولس او خپل دین د خدمت نیت لرم اوبس . إن اريد إلا الإصلاح ما استطعت . 
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د