ورزش

انډین پریمیر لیګ: ډیلي د کلکتې په وړاندې سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۲مه ۱۳۹۴ل): نن د انډین پریمیر لیګ دوهمه لوبه د ډیلي او کلکتې لوبډلو ترمنځ وه چې دغې لوبې کې ډیلي د کلکتې په وړاندې سخته ماتې وخوړه.

د لوبې پچه د کلکتې لوبډلې وګټله او د ډیلي لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د کلکتې لوبډلې توپ اچوونکو پیاوړې توپ اچونه وکړه او د ډیلي لوبډلې توپ وهوونکو ته يي د ځان سمبالولو فرصت په لاس ورنکړ.

د ډیلي لوبډلې په ۱۷.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۹۸ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته يي د ۹۹ منډو هدف وټاکه.

د کلکتې لوبډلې لپاره رسل ۳، هوګ درې، هسټینګ دوه او چاولا هم دوه ویکټې واخیستې. هسټینګ خپل ۲.۴ اورونو کې یوازې شپږو منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی ثابت شو.

د کلکتې لوبډلې لپاره ګواتم ګمبیر او یوتاپا پیاوړې توپ وهنه پیل کړه او وتوانیدل خپلې لوبډلې لپاره غوره او ستره ملګرتیا وکړي او دغه ستر بریا ترلاسه کولو کې خپل رول ولوبوي.

د کلکتې لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې پیلوونکو لوبغاړو پیاوړې توپ وهنې په مرسته په ۱۴.۱ اورونو کې یوازې یو لوبغاړی له لاسه ورکولو سره پوره او په دې ډول خپل لومړۍ لوبې کې يي بریا خپله کړه.

د کلکتې لپاره یوتاپا په ۳۳ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۳۵ منډې جوړې کړې او د میشرا پر بال يي خپل ویکټه له لاسه ورکړه. ګمبیر په ۴۱ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۸ او پانډې په ۱۲ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۱۵ منډو جوړولو سره ناسوځیدلي پاتې شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx