نظــر

لوی جوګي د لویې جرګې کار وکړ

قاري حبیب

د یوه سیاسي واکمن نظام لپاره تر ټولو مهم اصل دادی چې څوک یي ټاکي او له کوم ادرسه مشروعیت ترلاسه کوي.په اسلام کې د نظام د تعین لپاره د تغلب، استخلاف او شوری لارې تعین شوي دي. مګر په اروپایي او نورو ټولنو کې چې ددموکراسۍ شعار بدرګه کوي د عامو ټاکنو لاره یوازینۍ مرجع بلل کیږي چې سیاسي نظام ته د مشروعیت سرټیفکټ ورکولی شي.

غربیان او په سر کې یي امریکا افغانستان ته د ولسواکۍ له شعار سره راغله،  او ویل یي چې واکمن به د عام اولس په رایه ټاکل کیږي،مګر په عمل کې یي داسې توطیو ته لاس اوږد کړ چې له مخې یي د کابل رژیم د سیاسي زعامت د تعین واګې د تل لپاره د امریکا په لاس کې پاته شوې.Ashraf Ghani, John Kerry

امریکایانو په پیل کې د تش په نامه لویې جرګې لپاره پراخ تبلیغات وکړل او دایې د زعامت د تعین، د اساسي قانون د تصویب او داسې نورو سترو پریکړو یوازینۍ مرجع وښودله،په دې لړ کې بیا بیا لویې جرګې دائرې شوې، د کرزي انتقالي دوره، اساسي قانون، له امریکا سره امنیتي تړون، د سولې شورا او دغسې نورو  مهمو تصامیمو ته د هغو تش په نامه لویو جرګو لخوا د مشروعیت سندونه ورکړل شول چې ګډونوالو یي په جرمنۍ کیږدۍ کې، دامریکا تر امنیتي پوښښ او استخباراتي څار لاندې  د غربیانو په ډالرو شخوندونه وهل خو پریکړې یي د افغان آزادمنش اولس د برخلیک کولې.

افغانانو که څه هم چې د لویې جرګې له نوم څخه دغسې قلابي او غولوونکې استفاده یي پر جنایت لپاسه بل جنایت باله خو دا چې لاسونه یي د اشغال او جبر په ځنځیرو تړل شوي ول نو ځکه یي هرڅه په پټه خوله زغمل .

د لویې جرګې له عنوان سره همدا لوبه روانه وه چې خبره د اشرف غني او عبدالله تر منځ ټاکنیزو ناندریو ته ورسېده. د وړم کال ټاکنې د بربنډ تقلب ، ګډوډیو او لاس وهنو له امله په دې ونه توانېدې چې راتلونکي نظام ته حتی نیم بند مشروعیت ورکړي. دغه مهال چې د ټاکنو نسخه دوه ځله ناکامه شوې وه، عامو خلکو انتظار درلود چې امریکایان به د خپل ګوډاګي نظام د ظاهري مشروعیت لپاره یو ځل بیا لویه جرګه راوغواړي. مګر دا ځل داسې ونه شول.

امریکایانو د رژیم د ټاکلو لپاره د لویې جرګې په ځای د لوی جوګي د کارولو اپشن استعمال کړ، لوی جوګي جان کیري کابل ته راغی او ګوته په ماشه رقیبان  عبدالله  او غني یي داسې تر منتر لاندې کړل چې د ریموټي نانځکو غوندې په څو شیبو کې یوه بل ته ور غاړي وتل چې ورسره د ملي وحدت په نوم نظام تولد شو.

تر پرون پورې ویل کیدل چې د ملي وحدت د حکومت د چلښت موده دوه کاله ده چې څلورنیمي میاشتې وروسته به ایکسپایر شي، دا خبره نه یوازې د شورای نظار مربوطو او خواخوږو رسنیو بیا بیا تکراروله، بلکې د عبدالله د ټیم او اپوزیسیون لخوا د راتلونکې لویې جرګې یا تر وخت وړاندې انتخاباتو لپاره سلامشورې هم پیل شوې وې.

په تیرو څو ورځو کې موږ د پغمان په سیاف خانه کې بیا بیا د حامدکرزي د ملګرو  او اپوزیسیون د غونډو شاهدان وو، دطلوع، میترا او خورشید غوندې د شورای نظار اړوند رسنیو هم په نږدې راتلونکي کې د نظام د بدلون زنګونه کړنګول، حتی امرالله صالح خو په رسمي ډول د حافظو د بیدارولو تر عنوان لاندې ولیکل چې د روان کال د سبتمبر په ۲۱ مه  د موجوده نظام عمر پای ته رسیږي چې ټول باید ورته اماده واوسي.

دغه عاجزان چې د نظام نظام چیغې یي وهلې اود راتلونکي د تعین لپاره  ورته په هڅو بوخت و، خبر نه و چې د تش په نامه نظام د کاغذپران  مانجه ددوی په لاس نه بلکې له سمندرونو آخوا د یوه لوی جوګي په لاس کې ده.

په داسې حال چې د نظام معتقدینو د لویې جرګې خوبونه لیدل، تیره ورځ لوی جوګي جان کیري ناڅاپه د خواجه رواش په میدان راکوز شو، مخامخ ارګ ته لاړ، له عین او غین سره یي ولیدل او وروسته یي د مختصر خبري کانفرانس له لارې هغه کار وکړ چې د لویې جرګې او تر وخت وړاندې انتخاباتو ټولې طرحې او خیالونه یي په اوبو لاهو کړل.

جان کیري په خپل مختصر کانفرانس کې  د ایکسپایر رژیم تاریخ انقضاء دری کاله نور هم تمدید کړ او ویې ویل چې د اشرف غني په مشرۍ موجوده نظام به پوره پنځه کاله واک ته ادامه ورکوي.

جان کیري په څرګندو ټکو زیاته کړه : د سیاسي هوکړه لیک پای ته رسېدو سره د ملي وحدت حکومت نه ختمېږي. د ملي یووالي حکومت به پنځه کاله دوام مومي او ولسمشر غني صلاحیت لري چې په څه ډول دې حکومت ته ادامه ورکوي.

د جان کیري په دې پریکړې سره د نظام د ټاکلو ټول بحثونه ساړه او معترضین په ځای کیناستل، جان کیري هغه کار وکړ چې باید لویې جرګې کړی وای، او له دې نه معلومه شوه چې د هیواد واک مو تر مو کومه حده د اشغالګرو په لاس کې لویدلی چې حتی د نظام د ټاکلو غوندې تر ټولو اساسي او مهمې پریکړې یي هم د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له مزاجه سرچینه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دی کی خو شک نشته ، زمونږ د هیواد، سیمی او ټولی نړی کاڼی بوټی شاهدان دی چه مونږ تر ستونی اشغال شوی د اشغال مو ۱۵ کاله ووتل حتی غلامان به خبله په دی اعتراف کوی چه دوی غلامان او باداران یی هم اعتراف کوی چه مونږ د دغه غلامانو باداران یو . دا چه لویه چرګه زمونږ د هیواد یو معمول دی چه لوی ستونزی به د لوی جرګو به واسطه ورته تصمیم نیول کیږی یا به دسولی او جنګ اعلان کوی ، مګر مونږ د اشغال د دوری په اوږدو کی ولیدل ښه مثال یی همدغه چه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x