نظــر

د امریکایانو له وتلو وروسته د طالبانو د مقاومت انګیزه څه ده؟

Taliban-fighters

له کله نه چې د امریکایانو د شکست او وتلو خبرې ګرمې شوي یو شمیر کسان په میډیا، ټولنیزو رسنیو او عامه مجالسو کې دا پوښتنې او څرګندونې ډیرې کوي چې د امریکایانو په وتلو د طالبانو هدف ترسره کیږي او که بیا هم جګړې ته دوام ورکوي نو دا به د کورنۍ جګړې یا خانه جنګۍ په معنی وي. ددوی په اند د طالبانو اصلی او یوازینی هدف فقط د امریکایانو وتل دي او کله چې امریکایان ووځي طالبانو ته د مبارزې او مقاومت لپاره کوم انګیزه او مجوز نه پاتې کیږي.

په دې کې شک نه شته چې د کابل نظام چې په سر کې يې حامد کرزی قرار لري په حقیقت کې د پخوانۍ شمالي ټلوالې او پخوانیو کمونستانو څخه جوړ یو نظام دی. دوستم، محقق، فهیم، عطاء، سیاف، اسماعیل خان او داسې نور ټوپکسالاران چې په نوې یمه لسیزه کې یې طالبانو د ابد لپاره ټغر ورټول کړی وه، د طالبانو له سقوط وروسته یې یو ځل بیا د هیواد د چارو واګي په لاس کې واخیستل او د ولس وژنې او ولس ځورونې فرصت په لاس ورغی.

څرنګه چې د شمالي ټلوالې د مفسدو جنایتکارانو کرغیړن تاریخ له هیڅ چا څخه پټ نه دی، ډاډه ویلی شو چې د امریکایانو تر وتلو وروسته به دغه مفسده او د ولس قاتله ډله یو ځل بیا خپلو هماغو جرائمو ته لاس واچوي کومو چې په نویمو کلونو کې ټول هیواد په سره اور کې درولای وه، او د کوم د مخنیوي لپاره چې طالبانو په لسهاوو زره سرونه قرباني کړل.

پس د امریکایانو له وتلو وروسته داسې ښکاري چې طالبانو ته به هغه دیني او ملي مسئولیت یو ځل بیا په اوږو بار شي کوم چې د طالبانو د اسلامي تحریک د راټوکیدو سبب وګرځید، چې هغه د ټوپکسالارانو، جنایتکارانو، قاتلینو، او مفسدینو له منګولو څخه د ګران هیواد ژغورل او په هیواد کې د یو ډاډمن امنیت برپا کول وه.

دا چې ځینې کړۍ هیله او کوښښ کوي چې د امریکایانو له وتلو وروسته به طالبان وسله پر ځمکه کیږدي دا به په دې معنی وي چې طالبان خپلو هغو اهدافو ته ژمن نه دي پاتې د کوم د ترلاسه کولو لپاره یې چې نږدې شل کاله قرباني ورکړه.

طالبانو په هیواد کې د ډاډمن امنیت د تامین په هدف راپورته شوي وه او بالآخره یې یو مثالي امنیت تامین کړ، خو نن زمونږ هیواد د نړۍ په کچه په بې امنیتۍ کې بیلګه نه لري، طالبانو له هیواد څخه د کوکنارو جرړې وویستې خو نن زمونږ هیواد د مخدره موادو په تولید کې لومړی مقام لري، طالبان د ټوپکسالارانو، غلو، قاتلینو او جنایتکارانو د ټغر ورټولولو لپاره راپورته شوي وه او له نږدې ټول هیواد څخه یې د هغوی لمن ورغونډه کړې وه، خو نن د هیواد واګي بیرته د همدغو ټوپکسالارانو په لاس کې دي.

نو پورتنیو واقعیتونو په کتلو سره به ایا طالبان د امریکایانو تر وتلو وروسته خپل مسئولیت رفع وبولي او که به د یادو اهدافو د بیرته ترلاسه کولو لپاره خپله مبارزه جاري ساتي؟ او ایا د امریکایانو له وتلو وروسته طالبان له وسلوالې مبارزې لاس واخلي او پر کور کښیني او که د دغو تروړل شوو لاسته راوړنو د بیرته اعادې لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي؟

عامه قضاوت دا دی چې که د امریکایانو تر وتلو وروسته طالبان د کرزي د ادارې چې په اصل کې د شمالي ټلوالې او جنګي مجرمینو څخه جوړه اداره ده پر وړاندې له خپلې تقریبا شل کلنې مبارزې لاس واخلي دا به یې له ولس سره نه جبرانیدونکی خیانت وي. ولس به خامخا له طالبانو څخه د هغو اهدافو د تحقق غوښتنه او پوښتنه کوي چې پر اساس ئې له اولې ورځې د طالبانو تر شا دریدلی وه. له طالبانو سره د ولس د ملاتړ راز په دې کې دی چې طالبانو د شر او فساد څخه د هیواد د ژغورنې او د یو عادل اسلامي نظام د پلي کولو شعار اوچت کړی وه. ولس ځکه د طالبانو تر شا ودرید چې طالبانو د ټوپکسالارانو او جنایتکاراتو له منګولو څخه ژغوره. خو که طالبان دا هیواد بیرته پخوانۍ شمالي ټلوالې ته ورپریږدي ایا همدې ولس ته به څه ځواب ولري؟

دا سمه ده چې طالبان د امریکا وتل غواړي، خو که د طالبانو د تحریک تاریخ ته نظر واچوو د تحریک د تاسیس اصلي هدف د جنګسالارانو، مفسدینو، جګړې، فساد، بد اخلاقۍ.، چور او چپاول مخنیوی وه. د امریکا د حملې پر وخت طالبان په همدې لار کې په مبارزه بوخت ول، اوس که امریکا له افغانستان څخه تښتي په دې سره به د طالبانو له اوږو څه یوه دیني او ملي وجیبه کوزه شي چې هغه د خارجي ظلم او وحشت څځه د خپل وطن او ولس ژغورنه وه، خو دوهمه هغه چې د داخلي وحشي مفسدینو له ضرر څخه د هیواد او ولس نجات دی لکه څرنګه چې مخکې مو ورته اشاره ورکړه هماغسې په خپل حال پاتې ده، بلکه ګواښ او خطر یې د پخوا په پرتله لا زیات شوی دی، په دې معنی چې مخکې د هیواد ۵ فیصده خاورې ته د دغو جنګي جنایتکارانو ټغر ورغونډ شوی وه خو اوس یې پښې د هیواد ګوټ ګوټ ته غځیدلي دي.

په لنډه توګه ویلی شو چې د امریکایانو له وتلو وروسته به طالبان د هغه چا پر خلاف خپله سپیڅلې مبارزه جاري ساتي چې د امریکایانو له راتللو مخکې یې پر وړاندې مبارزه کوله. او د امریکایاتو تر وتلو ورسته به د هغو جنایتکارانو، جنګي مجرمینو، مفسدینو، غلو او قاتلینو ټغر بیرته ورټولوي کوم چې د امریکایي اشغال او د طالبانو د واکمنۍ د سقوط د فرصت نه په استفادې بیا غوړول شوی دی.

بناء د طالبانو د تحریک د تاسیس هدف په هیواد کې سوله، ثبات، ارامي، امنیت او د جنسالارانو او جنایتکارانو له منګولو څخه د مظلوم ولس ژغورل دي، نو که امریکایان ووځي هم، له جنګي مجرمینو او مفسدینو سره د طالبانو مبارزه هغسې دیني او ملي اړتیا پاتې کیږي لکه څرنګه چې په نوې یمو کلونو کې یوه دیني او ملي اړتیا او د ولس اساسي غوښتنه او یوازینی ارمان وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x